Posts | Comments | E-mail /

افغانستان يو نه وېشېدونکی هېواد دی

Posted by on Jan 9th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سلام خان

په ځینو پریښنایی ویب پاڼو کې دا دوی ور ځی داسې رپوټونه خپاره شوي دی چې وایي ځیني افغانان و جرمني ته د افغانستان د فدرالي کیدو پر سر د ځینو امریکایی سناتورانو سره خبرو ته را بلل شوی دې. دا چې دغه رپوټونه تر کومه موثق دي او ددې خبرو اصلي موخه همدا د افغانستان فدرالي کیدل دي او که بل ځه؟، دا به په  دکنفرانس تر ختمیدو وروسته روښانه شې، دځینو را پورونو پربنیاد د امریکا د کانګریس له یوشمېر غړیو سره د افغانستان د شمال د یوشمېر قومي ګوندونو او مشرانو غونډه به ددوشنبی په ور ځ ،دافغانستان  ۲۰۱۴؛ فرصتونه او ستونزې تر عنوان لاندی دجرمنی په اسپین انستیتیوت کې جوړېږي ، په دغه کنفرانس کی، د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله ، د ملي اسلامي غورځنګ مشر جنرال عبدالرشید دوستم، د اسلامي وحدت ګوند مشر عبدالکریم خلیلي، د ملي جبهې رييس احمد ضیا مسعود، د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د بلخ والي محمد عطانور، د ولسي جرګې پخوانی رييس یونس قانوني، د ملي امنیت پخوانی رييس امرالله صالح، د افغانستان د ورځپاڼو د شبکې رييس ډاکتر حسین یاسا او د ملي جنبش مرستیال فیض الله ذکي ګډون او ویناوې کوي،د امریکا له لوري د استازو د جرګې د کلیفورنیا د ۴۶ یمې حوزې غړی ډانا روهرابکر، د استازو د جرګې غړی لاریټا سانچیز(د کلیفورنیا) چې د وسله والو خدماتو د کمېټې عړیتوب لري، د ټکساس ایالت استازی لويي ګوهمرت چې د استازو  جرګې د عدلي کمېټې مرستیال رييس دی، او سټیف کینګ چې د لوا د سیمې استازی دی، په دې کنفرانس کې برخه لري،که څه هم ځینو افغاني رسنیو د دوی د بحث موضوع د افغانستان فدرالي کېدا بللې خو لا هم څرګنده نه ده چې دوی به  په کومو مسایلو خبرې وکړي؟ که چیری کریم خلیلی چی په عین حال کی دافغنستان دولسمشری دوهم مر ستیال هم دی په نوموړی غونډه کی ګډون ولری نو په هغه صورت کی دنوموړی غونډی سره دافغانستان دولسمشر حامد کرزی موافقه هم حتمی ده په دی صورت که  په بهر کی دځینو  افغانانو تبصری او ځیړنی چی وار دمخه یی دافغانستان دویشلو په باب لری بیځایه دې ،زما په اند ممکن تر ډیره حده ددغی غونډی هدف دطالبانو ، امریکایانو او جرمنی ترمینځ دسولی خبری وی کوم چی غواړی په قطر کی یی دطالبان درسمی دفتر تر پرانیستلو وروسته تر سره کړې.چی دنوموړی ډلی  هغه اندیښنی رفع کړی کوم چی دطالبانو او امریکا دخبرو پر اساس یی  له ځانه سره لرې. دا ځکه چی آلمان له طالبانو سره د خبرو له پاره مهم نقش لوبولی دئ، لومړی ځل یی مهمه کتنه د۲۰۱۰ کال دنومبر په میاشت کی دالمان دمونشن په ښار کی وشوه د آلمان د شپيګل مجلې د يو رپوټ له مخي په قطر کي د طالبانو له پاره د يو سياسي دفتر د جوړولو په خبرو اترو کي د آلمان حکومت د يو منځګړي په توګه نقش لوبولی دئ،په رپوټ کي ويل شوي دي چي آلماني استازو د ۲۰۱۰ کال له پيل څخه د امريکا د متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ د اړيکو په ټينګولو کي د منځګړي په توګه کار کړی دئ. د نوموړي مجلې په رپوټ کي همدا راز يادونه شوې ده چي په قطر کي د طالبانو له پاره د يو دفتر جوړول د دغي پټي ديپلوماتي له مهمو هڅو څخه شميرل کيږي،د طالبانو يوه ډله چي مشري ئې د طيب آغا پر غاړه وه، د فارس له خليج څخه د الوتکي په واسطه مونشن ته وليږدوله، چي هلته په غونده کي د لومړي ځل له پاره طالبانو د متحده ايالاتو د حکومت له يوه پلاوي سره وليدل، په دغه پلاوي کي دالمان د بهرنيو چارو د وزارت او د استخباراتي ادارې مامورين شامل ول.بنا د جرمنی دهیواد دغه نوې هځه هم دمخکنیو هځو او تلاشونو سلسله ده چی غواړی دا ځل یی دطالبانو له مقابل لوری یعنی دهیواد دشمالی برخو دمختلفو قومونو او ایتلافونو له استازو سره تر سره کړې.

افغانستان يو نه وېشېدونکی هېواد دی او د افغانستان ټول وګړي پرته له تعصبه د دغه هېواد وګړي دي او مساوي حقوق لري. د افغانستان ټول وروڼه قومونه پرته له دې چې په يو ټولنيز چاپېريال کې ژوند کوي، نو له يو او بل سره د دين، وينې او مينې په رښکۍ هم سره وصل شوي دي او ټول يو ګډ افغاني ذهينيت هم لري، په موجوده شرایطو کی په افغانستان کې د فدارلي سيستم تيوري يوه نا معقوله بې بنسټه او نه پلې کېدونکې تيوري ده. افغانستان يو موټی، نه بېلېدوکی او د وروڼو قومونو هېواد دی. د افغانستان وګړي به تر پايه د خپل هېواد د ملي ارزښتونو لپاره  مبارزه وکړي او پرې به نږدي،چی هېواد یی په ټوټو ووېشل شي، يو او بل ټبر يې تجريد او يا ورټل شي او يا هم زموږ په لرغوني هېواد کې د دوښمنانو د سياسي لوبو د لاسوهنو زمينه ورته برابره شي .پای

سلام خان

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    دور جدید فعالیت شورای ملی افغانستان با حضور حامد كرزی آغاز شد

    دور جدید فعالیت شورای ملی افغانستان با حضور حامد كرزی آغاز شد

    January 21st, 2012

    كابل – گزارش های تازه حاکی از آن است که  دور جدید فعالی�[...]

    یک تمساح وحشی یک دختر ۱۰ سال را بطور کامل بلع نمود

    یک تمساح وحشی یک دختر ۱۰ سال را بطور کامل بلع نمود

    January 21st, 2012

    جگارتا:- گزارش های تازه حاکی از آن است که صبح  امروز یک [...]

    نماینده خاص امریكا وارد كابل شد

    نماینده خاص امریكا وارد كابل شد

    January 21st, 2012

    كابل-  گزارش ها حاکی از آن است که نماینده  خاص امریكا د[...]

    خطر اخوان المسلمین کمتر از خطر ایران نیست: قوماندان پولیس دوبی

    خطر اخوان المسلمین کمتر از خطر ایران نیست: قوماندان پولیس دوبی

    January 21st, 2012

    دوبی:- گزارش های رسیده از کنفرانس "امنیت ملی و منطقه ای [...]

    قوماندان نیروی قدس سپاه پاسداران ایران: جنوب لبنان و عراق تحت تاثیر جمهوری اسلامی هستند

    قوماندان نیروی قدس سپاه پاسداران ایران: جنوب لبنان و عراق تحت تاثیر جمهوری اسلامی هستند

    January 21st, 2012

    تهران: قوماندان نیروی قدس سپاه پاسداران ایران، در نشس�[...]