Posts | Comments | E-mail /

لر و بر دوه افغانه که يو افغان؟ :دويمه برخه

Posted by on Dec 15th, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

جمعه خان صوفي 

متاسفانه بې له سر حدي سيمو او ښارونو نه د لرو بر  يو افغان او لره او بره پښتونخوا کلمات افغانان (پښتانه) په داسې زغرده يعنې د سټيج او عمومي غونډې په سر په افغانستان کې نشي اغستلاى لکه چې کوز پښتانه يې په پيښور،کوټه يا ټوله پښتونخوا او بلوچستان يا حتَې په اسلام آباد يا نورو ښارونو په عمومي غونډو کې اخلي. بلکه افغانانو کې داسې خلک هم شته چې د افغانستان کلمه پرې هم بده لګي نو چه جائيکه چې خپل وطن او خلکوته پښتونخوا يا بر افغانان ووايي. دغه اصطلاحات کارول په افغاني ماحول کې جرم ګڼل کيږي.

لهَذا د ډيورنډ د نه منلو او تر اباسين پورې د لوى افغانستان پلويان ټول افغانان نه دي بلکه فقط پښتانه دي او هغوى هم سل په سله نه. او بيا هغوى هم په نظرياتي ډول د غيروپښتنو دژبني، کلتوري او روحي فشار او روشنفکري تاثير ﻻندې دي. نو دغه مسله ټول افغاني نه ده. دافغانستان جهاد چې زياتره د پښتنو په وينو تر سره شوى دى، عنعنوي افغاني ارزښتونه له منځه اوړي دي چې په هغو کې دغه د ډيورنډ د نه منلو په ظاهره افغانشموله داعيه هم ده. د جهاد نه مخکې د خلقي او پرچمي حکومتونو په شمول مقتدره حلقات د پښتونستان ددغه نيمه نيمګړې داعيې سره همنوا وو. پښتانه روشنفکران ډير غلط فکر کوي چې بيا هم دغه د جهاد موضوع او دهغه عواقب ډير سطحي اخلي او فکر کوي چې لکه څه شوي نه وي.هغه دوران پخوا تللى دى چې د باچاهۍ جنګ به د شهزادګانو وروڼو او تربورانو تر منځ و او نور عادي خلک به ديوې خوا يا بلې خوا ته ودريدل. اوس اولسونه او په خصوصي توګه غير پښتانه د ټو لو سياستونو په طرح کولو  او قدرت کې خپله برخه غواړي او هغوى موثر قوت دي.

 د افغانستان ډيورنډ کرښې د نه منلو په باره کې پاليسي ډيره عجيبه پاتې شوې ده. دغه پالسي چې د يو محدودې مودې دپاره څه وخت چې انګريز د هند نه د وتلو فيصله وکړه نو حاﻻتو سره يې سر خوړ. مګر ددغه مبهمې او نيم زړيه پاليسۍ دوام پخپله افغانستان ته څه ګټه ورکړه؟ دا غټ سوال دى چې پخپله بايدمتفکر افغانان يې وسنجوي. صدراعظم موسى شفيق خو پتيئلې وه چې لکه د هلمند داوبو د پښتونستان هم سر غوث کړي او پاکستان سره ټول مشايل حل کړي،خو ډير زرايسته کړل شو او د ارواښاد سردار داؤد خان کودتا واقع شوه. زه په يقين سره ويلى شم چې د سردار محمد داؤد خان څخه پرته ددغه پاليسۍ شړونکي او خواخوږي په ايماندرۍ سره ددغه پاليسۍ تر شا وﻻړ نه وو، د بې يقينۍ ښکار وواو معامله ګيري يې کوله. دغه معامله ګيري زمونږ کوزه مشرانو هم کوله ځکه چې هغوى د افغانستان حمايت په پاکستان کې د خپل موقف قوي کولو دپاره استعمالولواو اوس هم استعمالوي. دغه لوبه د کابل مقتدره حلقې هم کوي او هغوى هم په دې توګه په داخلي لحاظ ځانونه خوندي کول غواړي.

ددې حقيقت نه بايد سترګې پټې نه کړو هغه داچې څه وخت انګريز د هند نه د وتلو تکل وکړ، نو افغانستان هيڅوخت د ډيورنډ لو ظنامې په هکله او دغه شان نورو ورپسې معاهداتو (١٩٠٥،١٩١٩، ١٩٢١) په هکله دا نه وو ويلي، چې ګني دغه معاهدات صحيح نه دي،  په زور په افغانستان باندې ورتپل شوي دي او يا حقوقي (قانوني) بڼه نه لري؛ بلکه د افغانستان اساسي موقف دا و چې دغه معاهدات انګريزي حکومت سره ﻻسليک شويدي، اوس چې هغه هندوستان پريږدي نو دغه معاهدات با يدخودبخود له منځهﻻړشي[۱] ؛ نو لهَذا پښتون نشينه سيمې دې بيرته افغانستان ته واپس شي ګني نو افغان نژاده خلکو ته دې د آزاد رياست جوړولو اختيار ورکړل شي. دغه وروستنى تجويز هغوى ځکه وړاندې کړ چې افعانستان پخپله پسمانده دولت و (اودى)نو د دغه سيمو چې دافغانستان نه پرمختللې وې (اودي) د سمبالولو توان يې نه لرلو او دويمه دا چې څه وخت وروستوباچا خان او دهغه پارټۍ بنو قرارداد (٢١ جون ١٩٤٧ پريکړه ليک) له مخې د آزاد پښتون دولت نظريه وړاندې کړه او بيا ورپسې د١٩٤٧ دجوﻻيي  په ريفرنډم کې يې ددريم آپشن يعنې پاکستان او هندوستان سره د تګ سره سره د آزاد پاتې کيدو شاملولو مطالبه پيش کړه نو افغانستان د پښتنو دپاره حق خوداراديت غوښتنه باندې ټينګار کول شروع کړل. او چې څه وخت پاکستان جوړ شو نو هغوى يې لکه د باچاخان په ضد ودريدل.

 ١٩٤٩ کې د آفغآنستآن د اومې دورې پارليمآن او بيا ١٩٥٥ کې لويې جرګې انګريز سره تر سره شوي ټول معآهدآت يکطرفه لغوه آعلآن کړل آو دغه رنګ پآکستآن سره په رسمي توګه د دښمۍ په ﻻره روان شول. ددغه پاليسې تر شا درې غټ فريقه وو: افغانستان، باچاخان او د هند حکومت. افغانستان خو مدعي و نو باچا خان د پښتونستان ستر مشر په حيث وپيژندل شو. با چا خان پخپله هيڅ وخت د پښتون د يووالي يا د افغان حکومت اعلان شوې پاليسۍ طرفداري نه ده کړې او نه يې شفاهي يا ليکلي د پښتون د يووالي چرې ذکر کړىدى او يا يې د ډيورنډ نفي کړې ده.البته د افغان حکومتونو د پاليسيو رد يې هم نه دى کړى بلکه ددغه پاليسيو دوام د باچا خان د پټ په پټه تائيد يا هو کړې څخه پرته ناشوني و. دا د انګريزۍ په اصطلاح ميرېج آف کنوينئنس و يعنې ديو بل شا ګرول وو. ځکه چې د افغانستان حاکمان د خپلو خلکو او په خصوصي توګه د پښتنو د مخ په زياتيدو ملي شعور نه په ډار کې وو او ددغه اور مړولو دپاره د پښتونستان ببوﻻلې د اوبو کار ورکولو.  باچا خان په اساسي توګه لکه د نورو کانګرسي رهبرانو هندي ناسيوناليسټ و. دا خو چې کله کانګرس هغه يواځې پاکستان ته پريښودلو نو موصوف پښتون قوم پرست شو. البته زه بايد اعتراف وکړم چې د باچا خان د يو هند په هکله سياست د پښتنو په ګټه و او نن به ممبۍ د کراچۍ په ځاى د پښتنو ښار و. مګر د سياست واګې بل چا سره وې، هغه فقط پيروکار واو په حقوقي او سيا سي غرزو پرزو ډير نه پوهيدلو. بلخو ا د افغانستان مشران هم ډيرو حقوقي باريکيو سره نا بلده وو.

 د افغانستان د معاهداتو د لغوه کولو فيصله سياسي وه، حقوقي اساسات يې کمزوري وو او سياسي فيصلې هغه وخت عملي کيدى شي چې په ننۍ زمانه کې اقتصادي، نظامې او بين المللي قوت ولري. متاسفانه افغانستان دريواړه پيدا نه کړل او څه خاورې ايرې سر ورسره شوروي اتحاد ښوراوو، تر هغې پورې چې بريژنيف ١٩٩٧٠ کې د آسيايي ګډ امنيت دوکتورين(نظريه) وړاندې کړ چې اوله ماده يې  په ايشيا کې د هيوادونو تر منځ دموجودو سرحداتو احترام و. او بيا په اخر کې هم ددغه شوروي حمايت ګر په خلاف افغانان غربي او عربي دنيا سره يو ځاى د پاکستان د چتر ﻻندې يوه ډله اوجبهه شول او دهغه دړې وړې کولو کې شراکتداران شول.

 دغې لو بې ته هند څنګه داخل شو؟ دا هم يو عجب داستان دى. د هند همدردۍ باچا خان سره وې. د هند کانګرس ځان د برتانوي هند د ټولومعا هداتو، وظايفو او وجايبو ميراث خور ګڼلو (او ګڼي) او پاکستان يې د ځان څخه جلا شوې ټوټه ګڼله. افغانستان سره د ډيورنډ او نور معاهداتو د وارث په توګه هندوستان هيڅ وخت د افغانستان ادعا بر حقه نه بلله (اونه بلي) بلکه د هند د تقسيم په درشل کې يې باچا خان او ډاکټر خانصاحب ته د هنددحکومت په اوچته کرسۍ ناست (دي فاکتو صدراعظم) جواهر ﻻل نهرو څوڅو وارې په ټينګار سره وليکل چې افغانستان منع کړي چې د ډيورنډ او نورو معاهداتو قضيه اوچتولو سره زمونږ په داخلي چارو کې ګوتې ونه وهي. البته په کانګرس کې هم دوه ﻻئنه چليدل؛ يو د پاکستان د زړه نه منل و او بل د پاکستان جوړښت يوه موقتي پديده بلل يعنې چې ډير زر به بيرته هند سره يو ځاى شي. دغه وه چې هغوى هم دوه مخې سياست ته ګوتې واچولې او د ويش په درشل کې يې خپل نمائنده ګرداري لعلپوري پټ په پټه افغانستان ته راوليږلو. ددې نه مخکې ١٩٤٦ په اګست کې باچا خان د جشن په موقع کابل ته دعوت شوى و. بيا چې  ورپسې نوي پيدا شوي پاکستان سره يې د اثاثه جاتو د تقسيم او کشمير په سر معامله راغله نو هند پټ په پټه افغانستان په شا ټپول شروع کړل. پخپله يې نه منل او اوس يې هم نه مني ليکن ساده افغانان يې تشويقول شروع کړل. افغانستان هم د خپل تاريخ او ختېدونکي ملي شعور نه مجبور و.  دلته زه د پاکستان د حاکمه دستګاه او طبقاتو په منفي داخلي او خارجي رول باندې چې څنګه د اسلام تر نامه ﻻندې پاکستان راست خوا ته ﻻړ، د مليتونو نفي يې وکړه،دمهاجر-پنحابي ملکي او نظامي بيوروکراسۍ دچتر ﻻندې د سرمايه دارو او جاګيردارو گټو پرمخ بوتللودپاره يې امريکايي سامراج سره کولمه غوټه کړه،رڼا اچول نه غواړم ځکه چې زما موضوع دغه نه ده.

بفرض محال که چرې هند د افغانستان موقف ومني نو بيا بايد چين سره  په ميک موهن ﻻين (چين-هند سرحد) باندې بيا دسره خبرې وکړي ځکه چې چين وايي چې دغه يو استعماري قوت يعنې برتانوي استعمار راکښلې کرښه ده او اصل کې ټول اوسنى اروناچل پرديش يا پخوانى نيفا( )دچين برخه ده. ١٩٦٢ کې چين په دغه سيمه نظامي بريد وکړ او زياتره اروناچل پرديش يې ونيولو، خو ډير زر ترې واپس شو او د آکسياچن سيمه باندې يې خيټه واچوله چې اوس هم دغه سيمه او د کشمير  په سله کې ١٥برخه چين سره په قبضه کې دي. د کاشغر او ﻻسا تر منځ سړک په آکسياچن تيريږي.

د افغانستان د پښتونستان پروژه د هند په پيسو روانه وه. دا داسې پيسې وې چې محاسبه يې چا نه کوله او حاکمه کورنۍ ځينې غړو ترينه په خپله ګټه ښه استفاده کوله. البته په حاکمه کورنۍ کې د داؤد خان غوندې خلک د زړه نه د پښتونستان د داعيې تر شا ودريدل. په دې ترڅ کې د هند او باچا خان سياست يو رنګ و. باچا خان خو د افغانستان په سياست دومره بې باوره وچې ١٩٧٤ کې څه وخت مونږ د ولسمشر داؤد خان حکومت سره د پاکستان پر ضد په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې په نظامي فعاليتونو کې بوخت وو نو د پښتنو محصلينو يو هيئت د پيښور پوهنتون نه د يو موزيک پروګرام کولو دپاره قمر ګلې او ناشناس پسې کابل ته راروان وو نو په جلال آباد کې باچا خان سره ايسار شو ل او ورته يې په خوشالۍ ووې چې اوس خو به مونږ پښتانه د داؤو خان په برکت آزاديږو نو بابا په ډير حقارت ورته ويلي وو چې ((دغه کابليان به مونږ آزادوي؟)) خبره يې عملي توګه پر ځاى وه. بلکه ډير پخوا يعنې د پاکستان په ابتدا کې باچا خان د ميا جعفر شاه د ددې پوښتنې په ځواب کې چې آيا پښتانه به افغانستان سره يو کيږي، ارواښاد ته په زغرده ويلي وو چې دغه خوارو سره به څوک يو ځاى کيږي؟  دا خو د هغه د انګريزۍ مقولې سره سم چې ته زما شا ګروه او زه به ستا، چې دغه سياست روان و او دى. بايد يادآوري وکړم چې دولسمشرخان داؤد خان د وخت په جدوجهد کې شهيد عبدالصمد خان اڅکزى مخالف خوا ته وﻻړو. البته يوه خبره سپينه ده، هغه دا چې دافغانستان او پاکستان تر منځ کړکيچ ددغه کورنيو په حق کې تماميږي. اګر که اوس حاﻻت بدليږي.

دغه رنګ ولي خان هم چرې د افغاني موقف په ښکاره تائيد نه دى کړى.  دپښتونستان د داعيې علمبردار داؤو خان و؛ خو هغه زمونږ د جدوجهد يعنې د ولي خان تر مشرۍ ﻻندې بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې د مسلح عملياتو(١٩٧٣-١٩٧٥) د ناکامۍ او ورسره د پښتنو د عدم دلچسپۍاو په دغه مسله د افغانستان د ناتوانۍ او يواځيتوب نه دومره بيزاره شوى و چې په آخر کې صدراعظم ذوالفقار علي بهټو سره د ډيورنډ په سر معامله کولو ته آماده شوى و. د هغه په دوران کې افغانستان خپل موقف د پښتونستان دداعيې نه بدل او د ولي خان د قيادت ﻻندې نيشنل عوامي پارټۍ په پيروۍ پښتنوبلوڅو د حقه حقوقو ﻻس ته راوړلو باندې تعويض کړ او د قبائلو رياست ته يې د سرحدي چارو په وزارت ارتقا‌‌ء ورکړه او دپښتونستان راډيويي پروګرام يې د پښتنو او بلوڅو په پروګرام واړولو. په دې مورد کې افغانستان هيڅ تللې او کوټلې ايجنډه اوکړنلاره نه ده لرلې اونه يې څه واضحه موقف وړاندې کړى دى. ددې تفصيل به آينده کې زما په کتاب د يادونو په واټ کې ولولئ. نه فقط دغه بلکه د تره کې-امين او کارمل-نجيب رژيمونو هم زور و لګولو خو پاتې راغلل؛ متاسفانه د پښتون(افغان) روشنفکر اود پښتون اولس سوچ، فکر او کړنې سره ډير توپير لري. مونږ خپل اولس ته نه ګورو په هوا کې خپل اسونه زغلوو،هغه هم په ډير تعصب او ځان خوښونې سره. مونږ لکه چې کوهي کې ناست يوو دنيا ته ګورو او دنيازمونږ تماشه د غره د سره په دوربين کې کوي.

ولې که سړى حتې د افغانستان پخوا ني موقف ته هم ځير شي نو افغانستان هيڅ وخت لرو پښتنو سره هغه برخورد نه دى کړى چې آئر لينډيان د شمالي آئر لينډ،چين د چين نژاده هانګ کانګ او تائيوان، روس د روس نژاده تيت پرک ولس، جرمن د جرمن نژاده خلکو، پاکستان دکشمير نژاده خلکو سره کړى يا کوي. افغانستان فقط په دې اکتفا کړې ده چې اول يوه کورنۍ او بيا دوه کورنۍ په ﻻس کې ونيسي او هغوى د کوزه پښتنو د پو سته خانو په څير استعمال کړى. هغوى ته ورواچوي او يا د هغوى د ﻻرې د هغوى د ګوندونو نزدې کسان خو شاله وساتي او دغه کمبود چې نور ملتونه يې خپلو هم نژاده خلکو سره کوي، تلافي کړي. افغانستان د يو قبائلي هيواد په څير فکر کولو (اوکوي) چې ملک خو شاله ساته نو ټوله قبيله به تاسره وي. حاﻻنکه کوزه پښتانه او په خصوصي توګه د ضلعو خلک د قبائليت نه وتلي او د چا پښې پورې تړلي نه دي. هغوى ته به د يو ملت په حيث ګورې او خپل پردى به پکې نه کوې. دغه کمبود په سيمينارونو او د يو بل په توصيفونو نه پوره کيږي او نه دهغه او دغه بيسواده قبا يلي په نمايندګۍ . دغه د قبائلو په اصطلا ح پښتونستاني ملکانانو مسله يوه بله تاريخي افتضاح ده چې اوږدې څيړنې ته اړتيا لري.

که پښتنو ته د حق خوداراديت دليل په مخکې بوځې نو اوس خو په خيبر پښتونخوا کې د باچا خان د وارثانو حکومت دى نو د افغانستان پښتنو ته د حق خوداراديت ورکولو داعيه بايدپه تخنيکي لحاظه ځاى په ځاى شوي وي. دغه شان ١٩٤٦ کې چې څه وخت  آفغانستان د صوبه سرحد د پښتنو معامله پيرنګي سره اوچته کړه نو چونکه د ډاکټر خانصاحب په صوبه کې حکومت و نو انګريز ورته ځواب کې وويل چې د کومو پښتنو خبره کوئ، هغه چې په صوبه کې يې حکومت دى او د دګاندهي جي د متحده هندوستان نظريې سره همنوا دي؟ اوس هم ددغه پښتنو معامله څه ده؟ چې دصوبې نوم د صوبه سرحد نه دهغوى په خوښه په خيبر پښتونخوا بدل شوى دى، په خيبر پښتونخوا کې او مرکز کې يې شريک حکومت دى او د پاکستان په آئين (اساسي قانون) يې د وفادارۍڅو څو وارې لوړه اوچته کړې ده او د ورځې په تيريدو سره مشران يې حتې د پنجاب دحکومت نه بر خلاف د باچا نه د زيا ت وفادارۍ ثبوت ورکوي او د حاکمه دستګاه په حق کې د افغانستان د موقف بر عکس بيا نات ورکوي او افغانستان باندې هم نيوکې کوي. بلکه وزير اعلى امير حيدر هوتي خو تر دې وايي چې افغانستان دفساد جرړه ده او که د افغانستان د ﻻرې دير کې بيا مداخلت وشو نو زمونږ زړه ورفوج به افغانستان ته غاښ ماتونکى ځواب ورکړي.

دلته يوه بله ستونځه بايد چې تر نظر نه پناه نه کړو؛ هغه دا چې که افغانستان په پاکستان کې يو يا دوو کورنيو ياګوندونو پسې ودريږي نو پاکستان ته څنګه ويلى شې چې افغانانو کې خپل پردى و نه کړي، ځکه چې هم دغه وسله ورته تا پخپله پهﻻس ورکړې ده. يو بل سوال هم بې ځوابه پاتې کيږي هغه دا چې نن سبا پاکستان په افغانستان کې ځان د پښتنو د ګټو ساتونکې ګڼي؛ يعنې د هغه خلکو چې ډيورنډ نه مني او د اباسين پورې زمکه خپله خاوره بولي. داسې خو نه ده چې هم دغه دډيورنډ د نه منلوموقف بنيادي طور د پاکستان د حاکمه دستګاه په حق کې تماميږي؟ او د پاکستان حاکمه دستګاه بيوقوفه نه ده. د عمل په ډګر کې دغه موقف د نا ويلي لر وبر يو مسلمان او افغانستان د پاکستان ديفاکتو حصې انګيرلو  په حق کې ده. او هسې هم کم ډيرو پسې ځي او نه چې برعکس واقع کيږي.دا موضوع يو ې اوږدې څيړنې ته اړتيا لري.



[i] دوارث دولت د حقوقو سره يې مغايرت (مخالفت) درلود نو رد شوه.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    دور جدید فعالیت شورای ملی افغانستان با حضور حامد كرزی آغاز شد

    دور جدید فعالیت شورای ملی افغانستان با حضور حامد كرزی آغاز شد

    January 21st, 2012

    كابل – گزارش های تازه حاکی از آن است که  دور جدید فعالی�[...]

    یک تمساح وحشی یک دختر ۱۰ سال را بطور کامل بلع نمود

    یک تمساح وحشی یک دختر ۱۰ سال را بطور کامل بلع نمود

    January 21st, 2012

    جگارتا:- گزارش های تازه حاکی از آن است که صبح  امروز یک [...]

    نماینده خاص امریكا وارد كابل شد

    نماینده خاص امریكا وارد كابل شد

    January 21st, 2012

    كابل-  گزارش ها حاکی از آن است که نماینده  خاص امریكا د[...]

    خطر اخوان المسلمین کمتر از خطر ایران نیست: قوماندان پولیس دوبی

    خطر اخوان المسلمین کمتر از خطر ایران نیست: قوماندان پولیس دوبی

    January 21st, 2012

    دوبی:- گزارش های رسیده از کنفرانس "امنیت ملی و منطقه ای [...]

    قوماندان نیروی قدس سپاه پاسداران ایران: جنوب لبنان و عراق تحت تاثیر جمهوری اسلامی هستند

    قوماندان نیروی قدس سپاه پاسداران ایران: جنوب لبنان و عراق تحت تاثیر جمهوری اسلامی هستند

    January 21st, 2012

    تهران: قوماندان نیروی قدس سپاه پاسداران ایران، در نشس�[...]