Posts | Comments | E-mail /

یو 65 کلن سپین ږیری په خپل کور کې د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو

Posted by on Jul 31st, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کندهار ښار:- د رارسیدلو خبرونو پر اساس، نامعلومو  وسله والو تیره شپه ناوخته دکندهارښار دشپږمې امنيتي حوزې  اړوند په میرويس مينه کي يو ٦٥ کلن سپين ږيرى ووژاه.

دکندهاردامنيت امرسمونوال شيرشاه يوسفزى وايي چي  نوموړي تیره شپه په خپل کور کي دنامعلومو وسله والو تربريد لاندي راغلي او ځاى پرځاى وژل سوى.

هغه زياته کړه،چي پیښه سياسي نه بلکي شخصي ده،ځکه دده په وينا،چي  نوموړی سپين ږيري کس کومه دولتي دنده نه درلوده.

هغه زياته کړه،چي بريد کوونکي د نوموړی  دوژل کیدو وروسته دسيمي څخه په تیښه بريالي سوي دي، ولي پوليسو يې په اړه پلټني پيل کړي.

تردې وړاندي هم زيات شمیر ملکي او دولتي کسان دناپیژاندو وسله والو دبريدونو په پايله کي وژل سوي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree