Posts | Comments | E-mail /

خلک دموکراتیک ګوند ظالمانه واکمنۍ : یوولسم برخه

Posted by on May 28th, 2011 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

امان الله عمر

ګرانو منورینو او مبارزینو، دا چی تاسو ته جوته دی، چی زمونږ د ازاد، مستقل او یو موټی هیواد او د افغانستان د زیار ایستونکو پرګنو د ارمانونو پر وړاندې کارمل، پرچم او دده سیاسی متحدین یانی خلقیان( زرغون ډله) ودریدل او دوی د کاذبو شعارونو په ورکولو، ملی او دموکراتیک ارزښتونو ته شا کړ، او د پرګنو او روښنفکرانو پر وژلو او اعدامولو پیل وکړلو..

د عادلانه او ټولنیز دموکراتیک نظام په اړه باید وویل شی، چی د خلکو له منځه راپاڅیدل، او بیا د پرګنو په ګټه  د  یو بدلون د رامنځته کولو د پاره باید هڅه وشی، کارمل،پرچم او نورو، عملا د خلکو د ارمانونو پر ضد وژنی ته یی مخه کړی وو.

ملی او دموکراتیک دندي هغه دی، چی پرګني وهڅول شی، تر څو دوی  خپل د انرژی څخه د هیواد په ګټه کار واخلی، دا په هغه صورت کی کیدی شی چی ټولنه ته دموکراتیک پوهنه ورکړی شی، او په دی درشل کی خلک مثبتو کارونو او تحولاتو ته تحریک کړی شی، نو د هیواد د ترقی او پرمختیګ د پاره ټولنیز چاپیریال مساعدیږی.

کارمل- پرچم او دده سیاسی متحدین ونشی کړی داسی ټولنیز شرایط او چاپیریال چمتو کړی، چی خلک او د ټولنی خواریکښانو خپل ګټی په هغه کی وویني.

ځکه زمونږ د ټولنی ځانګړتیاوی او عینی قوانین هغوی ته چی د سالم عقل خاوندان دی وریښی، چی څرنګه باید ټولنه پر مخ حرکت وکړی.

ځکه د هری مبارزی ظاهری اړخ خلکو ته خدمت کول وی، نو دوی هم ګواګی د خدمت او وګړو ته د مرستی هوډ د ځانه سره درلودی.

کارمل- پرچم او دده سیاسی ملګری ادعا درلود، چی د دوی مبارزه د فیودال ضد او امپریالستی ضد مبارزه دی.

او دوی فکر کول، چی دا  ډول مبارزه د زور له لاری کیدی شی روښانه لری لید ولری، او په دی لړ کی، ګواکی هغه کوم  ملی او تاریخی نوی استراتیژی، چی دوی د واکمنی په دور کی د هغه څخه یادونه کول، د ټولنی د مزاج او د پرګنو د روا موخو او ارمانونو سره سمون نه درلود.

په هیواد کی ملی او دموکراتیک بدلون یو لوی او ستر تاریخی پیښه ګڼل کیږی.

نو د  کارمل – پرچم او د دوی سیاسی متحدین د دموکراتیک بدلون د پاره په خپل چانټه کی څه نه درلود، او د دوی،  سیاسی او اقتصادی پلانونه د ملی مصالحو سره په ټکر کی واقع وو.

ځکه د غریبو او بی وزلو خلکو ملی ګټی یی تامین نکړ، او د کارګر او بزګرو د ګټو تر عناوینو لاندی، په حقیقت کی د همدوی پر ضد دوی استعمال کړی شو.

هغه شمیر روشنفکران، ازادی غوښتونکی، ملی او مترقی وطن پالو او رښتنی دموکراتان، چی د ملی ګټی او د هیواد د پرمختیګ او پراختیا د لارو چارو په موندلو کی کلونو کلونو مبارزه او هڅی کړی وو، کارمل – پرچم او دده ملګری په ماهیت کی د خلکو پر وړاندی د ملی او دیموکراتیکو ارزښتونو ته یی لوی تاوان ورسول.

دا په دی مانا، چی دوی هر انسانی ضد عمل یی د دموکراتیک او ترقی تر نامه لاندی تر سره کړی، وژنه ترور، اعدام، د خلکو پر حقوقو تیری او میلونو میلونو هماغه بزګران او کارګران چی ګواکی دوی  د هغوی د حقوقو د پاره مبارزه کول، په حقیقت همدوی کډوال شول، او دیته مجبور کړی شول تر څو خپل کور او کهول پریږدی.

په یو هیواد کی ملی او دموکراتیک بدلون یو لوی او ستر تاریخی پیښه وی، چی اساسی موخه یی د ټولنی تکامل او د ترقی او پرمختیګ د لاری مشخصول دی.

مګر کارمل – پرچم د ټولنی د مزاج او ځانګړتیاو باندی نه پوهیدل او یا نه مراعاتول.

ځکه د هیواد په دننه کی خوار او غریب خلک، وطن پا لو ونکو روښنفکران، قومونه او قبایل د دوی د عوام فریبانه شعارونو او فرمانونو څخه ملاتړ ونکړو.

هغه کوم قشر چی دوی ورته طبقه کارګر جوان ویل، د دوی په واکمنی کی هماغه کوچنی قشرګټي او انسجام له منځه لاړ او خپل کارونه او نسبی تولیدات یی له لاسه ورکړ او مجبور کړی شو چی بهر ته ګډه وکړی.

او هغه بزګران چی د دموکراتیکو تحولاتو اساسی برخه جوړوی، یا په بل عبارت د افغانستان د ټولنی اساسی ستنی جوړوی چی نوموړی طبقی اتحاد د ټولو وطنپالو او د نوی ټولنی مترقی ګټی تضمنوی، دوی دا هر څه تخریب کړ او  نه دا چی بزګرو ته خدمت ونه کړی شو، بلکی کارمل او پرچم د بزګرو اږ کارګرو د شګنجی او ازار لامل وګرځیدو.

دا ځکه د پخوانی شوروی د جګړی ټول دروند بار د بزګر د زوی پر اوږه بار ول، او همدا طبقه ول چی شهیدان یی ورکړ، کورونه یی ویجاړ کړی شو، او په ډیر ناځوانمرانه ډول دوی اړ کړی شو، چی په پردو هیوادونو کی د خواری او غریبی شپی او ورځی سبا کړی.

بیا هم د پرچم  ملی ضد مختلف کړیو د ترقی او د پراختیا او پرمختیګ څخه خبری کوی، او په ډیره ناځوانمردانه ډول د ترقی او دموکراتیک اصطلاحاتو تر عناوینو  لاندی ځانونه پټوی.

د ثور د اوومی کودتا او بیا د کارمل – پرچم په واکمنی کی  ټول افغانان ، ملی او مترقی روښنفکران، کارګر قشر او د بزګر طبقی ته سخت زیان ورسید، او سره تیت او پرګ شول، ځکه د دوی د ګټو او د دوی د یووالی پر ضد ملی ضد کړني د پرچم او کارمل د ډ لی لخوا تر سره شول.

د خلک دموکراتیک ګوند( خلق – پرچم) و نه توانیدل چی د ظلم، وروسته پاتی والی، ټولنیز ناخوالی، او د بیروکراتیک نظام مخه ونیسی، چی د لوږی او بدبختی لامل وو.

نور بیا

 

 

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    د ناټو سازمان سکرترجنرال له حامدکرزي سره ټیلیفوني خبرې وکړې

    March 1st, 2012

    کابل:- د جمهوری ریاست خبر پانې پر اساس، د ناټوسازمان سکر[...]

    د ايساف يو شمېر سلاکاران په ځينو وزارتونوکې بېرته دندې پيلوي

    March 1st, 2012

    کابل : په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان ج�[...]

    اسرائیل پیش از حمله به ایران، به امریکا خبر نمی‌دهد

    February 29th, 2012

    کابل:- اسوشیتد پرس به نقل از یک مقام استخباراتی امریکای�[...]

    میت رامنی در انتخابات مقدماتی ایالت آریزونا پیروز شد

    February 29th, 2012

    واشنگتن:- شبکه های خبری  با استناد به شمارش اولیه آراء�[...]

    کودکان معصوم افغان در دام تجارت مواد مخدر با ایران

    February 29th, 2012

    زلمی بارکزی دو سال قبل محمد رضا یک متعلم 17 ساله در ولسو�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars