Posts | Comments | E-mail /

مطبوعات و ملت همزمان عروج و افول می کنند “”

افغانستان د افغانانو لپاره “”

د افغانستان راتلونکي او د افغان (ملت ) جوړونې ته اړتیا

Posted by admin on Nov 21st, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ځلاند

دافغانستان له ناورینه ډک تاریخ داسي یوې مرحلي ته رسیدلي دي چې د ملت جوړونې  زیرکي او عملي پروسي ته په کې له هربل وخته ډیره اړتیا ده ، که دا کار په سمه توګه ترسره نه شي، ویره شته چې د افغانانو د دملي بشپړتیا د پاره ډیرې ستونزي راولاړي شی،  په دا ورستیو کې د امریکايې دیبلومات رابرټ بلک ويل چې په هند کې د متحده ایالاتو سفیر پاتي شوي دافغانستان د خاوري دویش په هکله نظر بابیزه ګڼل به بې ځایه وي . د افغانستان د لانجې په حل کې د ناټو دغړیو هیوادونو زړه نا زړه کیدنه ، دافغانانو خپلمنځیې توپیرونه او ستونزې، په جګړي کې د ښکیلو ډلو ترمنځ قومې نا انډولتیا  او بهرنی لاس وهنې ټولي  داسي مسلي دې کومې چې کیدایشي  د افغانانو د غوښتنو په خلاف د افغانانو د ملي هویت او بشپړتیا د پاره ستونزي را ولاړي کړي.

له دې امله دا ډیره مهمه ده چې دملي مسایلو په هکله افغانان خپله فیصله وکړي ، هغه که د کرزي حکومت دي او که د حکومت مخالفي ډلې طالبان یا هم اسلامي حزب دي. افغانستان لا هم د خاوري د بشپړتیا په وړاندي د ډیورینډ کرښه  چې د ملت او حکومت جوړونې د پاره اړینه ګڼل کیږي یوه لویه ستونزه په مخ کې لري، کومه چې د افغانستان د ځکمنې پولي د ټاکني او سیاسی هویت دپاره حیاتي ارزښت لري. د پاکستان سره د ډیورند دکرښې ستونزه او دارنګه د ایران سره د ابو ستونزه لکه د سلما، بخش اباد، کمال د بندونو حیاتې پروژي داسي ستونزي دي چې د افغانستان د روانې شخړۍ د اسبابو له لیسته نشي ویستل کیدای. افغاني مشران که له سیاسی بصیرت څخه کار وا نخلي او د ملي هویت د ثابتولو او څرګندولو د پاره خپلي مټې راونه نغاړي کیدایشي د روسانو د وتلو ترخه تجربه چې د افغانانو خپلمنځي وژنه وه ، یو ځل بیا تکرار شي. د اسلامي حزب د مشر څرګندوني د افغانستان د نژدي راتلونکې په هکله باید جدي وګڼل شي ځکه دا ډله په تیره کورنۍ جګړه کې ښکیله وه ، اوس که له دوی سره داسي ویره بیا راپیدا شوي وي، دا پدي مانا ده چې د جګړي په دواړو خواو کې داسي فکتورنه موجود دې کوم چې د افغانانو د خپلمنځې  وژني او ملی بشپړتیا د ګواښ وړاندوینه تري کیدایشي او تیري ترخې تجربي  یو ځل بیا په افغانانو تکرار یدایشي.

د ملت جوړونې په برخه کې له نړیوالي ټولني څخه ډیره تمه کیدایشي ځکه چې نړیوال له دې وروسته د افغانستان په لانجو کې بې طرفه نشي باتې کیدلي دوی به د خپلو ګټو د خوندي ساتلو دپاره له هري وسیلي کار واخلي هغه که د افغانستان ویش وی او که د افغانانو خپلمنخې وژنې، نو ځکه په روانې غمیزي که له ښکیلو ډلو څخه باید داسي طرحې چې نه یواځې د افغانستان دسیاسي ثبات د پاره لاره هواره کړي وړاندي شي ،بلکي د نړیوالو ستونزو په ځانګړي توګه د سیمي هیوادونو سره د افغانستان ستونزه او بیا سیمیزي ستونزو ته  هم د هواري لارې چارې باید په ګوته کړي. ددې دپاره چې خبره اوږده نشي مونږ به یواځي د نوموړیو مسلو په افغاني اړخ باندي خبري وکړو.

 ولي ملت جوړونه ارزښتناکه ده ؛ ملت څه ته وايې ؟

 دملت جوړونې اصطلاح په  ۱۹۵۰ مو  او ۱۹۶۰ مو لسییزوکې دسیاسې علومو دپوهانوترمنځ چې تاریخي لیدتوګې یې درلودې دودوه . اومهم مینه وال یې دامریکا دپوهنتون چارواکي لکه  کارل دویچ ، چارلزتیلي او رینهاردبندیکس وو . دملت جوړونې نظریه په لمړیوکې دملي پیوستون اوبرابرښتونو په سر را څرخیده چې د پرمختللي حکومت دپایښت کوم چې دحکومت له نورو دودیزوډولونو لکه فیوډالي ،پادشاهي کلیسایي اوامپراتوریوڅخه یې توپیردرلودکارېدل.

ملت څه ته ویل کیږي ؟ چیرته چې اوسیدونکې د یوې ځانګړې جغرافیې دننه د یو واحد دولت تر اداري لاندې په یوه داسي سیاسي ټولنه کې ژوند کوي، چې په ګټو او زیان کی ګډ وي؛ او شریک ارزښتونه ولري او وېې پالي د یوملت په نوم یادیږي. ملت جوړونه د معمارۍ یوه استعاره ده چې د دې پروسي لاندې  ولسونه، دولتونه  او خلک سره یوځای کیږي، چې په پایله کې یو ملت تري جوړیږي، کوم چې د نوموړی ملت د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ثبات د پاره پراخه زمینه برابروي.  

د ملت جوړوني د پروسي د پیل دپاره افغانستان میشت ټول ټبرونه باید په دې پروسه کې فعاله ونډه واخلي، هغه که په سیاسی ډګر، ټولنیزو هلو ځلو او که په ا قتصادي ډګر کې وي او باید داهلي ځلي یو له بله سره همغږي شي. دارنګه د روانې غمیزي د حل دپاره ټولي لارې چارې باید په جګړه کې د ښکیلو خواو له لوري همغږي شي، د اسلامي هیوادونو څخه باید په جدي توګه د افغانانو د مشرانو له لورې غوښتنه وشي چې له افغانانو سره د روانې ستونزي په حل کې جدې مرستې وکړي. نړیواله ټولنه باید د افغانانو د سیاسي هویت د پیاوړتیا د پاره په ګاونډیو هیوادونو فشار وارد کړي ترڅو د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه بنده کړي. په سیمه کې د سیمې د برلاسي د پاره  هند او پاکستان، د هند او چین اقتصادي رقابت د ناټو او روسي ګټې ټولي داسي مهمې ستونزي دې چې د افغانانو په وژنې اود ټوپک په زور ازمایل کیږي له دې امله باید دسیمیزو ستونزو نړیوال او کورنې شننونکې دا مسایل روښانه او بحث ته وړاندي کړي ترڅو د افغانستان په ثبات کې د سیمې د هیوادونو ګټې هم وساتل شي ؛ چې دا کار به پخپله د افغانانو دسیاسي او اقتصادې پياوړتیا دپاره زمینه مساعده کړي چې د افغانانو د ښې راتلونکې په معنې تمثیل کیدایشي.

ملت جوړونې  پروسه د سولي د پروسي د رامنځته کیدو دپاره لازمي  او لومړني قدم  ګڼل کیږي ، کوم هیوادونه چې له جګړي وروسته د ملت جوړونې پروسه په بریالیتوب سره ترسره کوي د ثبات او پرمختګ په لوري قدم اخلي. د ملت جوړونې د پاره اساسې عناصر د یوې واحدې جغرافیې ترڅنګ یو واحد دولت ، یوه ملي عقیده  او ګډې اقتصادې ګتې برابرول دي. له بده مرغه په روان سیاسي بحران کې افغانان له دې درې واړو څخه په پراخه کچه بې برخې دي ، د افغانستان نیمګړي جغرافیه ، کمزوري دولت او نا انډوله اقتصادي پرمختګ د افغانانو د ملت جوړونې دپاره اساسي ستونزې ګڼل کیږي ، که څه هم افغانان د اسلام د سپیڅلې دین لاندي د یوملت په توګه را غونډیدایشي خو په روانو کړکیچنو سیاسي او جګړه ایزو حالاتو کې  دې برخي ته هم لږ پاملرنه شوي ده. په جنګ کې د ښکیلو خواو ( د کرزی د دولت او مخالفو ډلو ) له لوري د ملکي افغانانو وژني د اسلامي ایډیالوژي په وړاندي په افغانانو کې ګڼې پوښتنې را ولاړي کړي دي، کومې چې باید ځواب شي ؟؟

د ملت جوړونې  د پروسي په او ږدو کې د ملي ارزښتونو د رناوي کولایشي چې افغانان دیته تم کړي چې د خپل ملي هویت په هکله جدي فکر وکړي ، لکه د ملي اتلانو لمانځل، د ملي ورځو درناوي ، د ملي سمبولونو احترام ، د افغاني کلتور څخه دفاع  او هغه عملي کول په ورځني ژوند کې: هغه که په جګړه کې وي او که دسولي په راوستلو کې ، باید دې ارزښتونو ته جدي پام او احترام وشي.

 د ملت جوړونې  په لاره کې لاندي ټکې  په نظر کې نیول د پام وړ دي :

-          د یو پراخ بنسټه او کاري دولت جوړول.

-          دافغانانو د ژوند د اړتیاو د پوره کولو دپاره یو فعال اقتصادي چوکاټ رامنځته کول.

-          د ګاونډیو سره ځینې تاریخي ستونزي لکه د پولو  او ابو ویش په هکله رغنده خبري کول اوددي مسایلو حل په نړیوالو نورمونو سره.

-          د کلتوري ارزښتونو او ملي هویت په هکله  دخلکو پوهاوي ترڅو افغانان خپلي ګډي ځانګړنې وپیژني  او هغه په خپل ورځني ژوند کې عملا خپلي کړي.

ډاکټر اشرف غني په خپل کتاب (د عادلانه نظام لار) کې په افغانستان کې د ملي هویت او ملت جوړونې پر مخ کې پرتې ستونزې په دې ډول په نښه کړي دي: ۱). مهاجرت، ۲). محرومیت، ۳). ژبنۍ ستونزې، ۴). قومي سیاست،۵). د قانون نشتوالی، ۶). د سیاسي احزابو نشتوالی او ۷). بې روزګاره ځوانان،   او د ملت جوړولو لپاره يې لاندې چوکاټ وړاندې کړی، چې په نهو ستنو ولاړ وي‎: ۱). اسلام، ۲). اغېزمن دولت، ۳). د پوهنې بنسټي کول، ۴). اغېزمن نړیوال روابط، ۵). نړیوالې اقتصادي مرستې، ۶). بشري پانګه، ۷). مارکیټ جوړونه، ۸). سیمه يیزه همکاري او  ۹). دسیمه يیزې همکارۍ پیش شرط، چې هماغه اغېزمن دولت دی .  

افغانان کولاى شي په ډېرو اساسي مشترکاتو راټول او خپل ملي هويت پياوړى او د ملت جوړولو پروسه چټکه کړي . لوی مشترکات په دې ډول دي :

اسلام، ګډ تاریخ، ټولنیز عدالت، د فرصتونه توازن برابرول یا ویش، کلتوري وده او پرمختګ، متوازن انکشاف او اقتصادي زیربیناو پیاوړي کول کولایشي د افغانو له هغو ځانګړنو څخه وشمیرل شي چې د ملت جوړونې په پروسه کې ورسره  ښه مرسته کولایشي.

ملت جوړونه د سولي په راوستلو کې هم لازمي عنصر ګڼل کیږي : سوله نه یوازی د جنګ نشتوالې ته وایې بلکه سوله په حقیقت کې د یوي ټولنې د وګړو تر منځ د توازن او تفاهم داسې یو حالت ته ویل کیږی چې د وګړو ترمنځ  متقابل احترام او درناوي د دوي ترمنځ د توپیرونو په منلو او یو بل ته په قناعت ورکولو رامنځته کیږی. د یو او بل په وړاندې زغم شتون باید ولري، شخړي د ټوپک د مرمۍ په ځاي د خبرو اترو له لاری حل کیږی، د وګړو ټول حقونه خوندې وي، غوښتنې یې اوریدل کیږی او ستونزي یې دقانون په رڼا کې بې له تاوتریخوالې، ټولنیزی ګډودۍ او ناارامۍ څخه اواریږې. په دې توګه ټول وګړي د عزت څښتنان وي او د هیواد د اتباعو په توګه هر وګړی د کور شریک او ریښتونې څښتن ګڼل کیږی. سوله د هری ټولنې د مادې او معنوي پرمختګ لامل ګرځې او د ملت جوړونې په پروسه کې مرسته کوي.

دغه راز په نړیواله کچه  سوله د هیوادونو تر منځ داسې همکارۍ ته ویل کیږې چې په ازادۍ، خپلواکۍ، ملي حاکمیت، مساوات، بشري حقونو ته په درناوۍ او د امکاناتو په شفاف او مناسب ویش ولاړه وي.

 په جګړه کې ښکلیو خواو ( کرزي دولت، طالبان او اسلامي حزب ) چې د افغانستان د رواني غمیزي اصلي لوبغاړي ګڼل کیږي کولایشي په لاندي توګه  د ملت جوړونې د پروسي په لارو چارو لاس پوري کړي:

۱: ټول افغانان پرته له کومه سیاسي ،مذهبي، ژبنې او قومې توپیر څخه باید د ملت جوړوني په پروسه کې داخل کړایشي.

۲: د یو قوي سیاسي دولت د جوړښت دپاره باید خپل سیاسي نظریاتي واټنونه کم کړي، ترڅو دیو بل په وړاندي له سیاسي زغم څخه کار واخیستل شي ، او د سیاسي بحران څخه خپل هیواد ته نجات ورکړي.

۳: د یو متوازن اقتصادي پرمختګ پر وړاندي باید په یوه ملي او بین المللي پروسه کې ځان شریک کړي ، ترڅو بیکاره ځوانانو ته د کار او تعلیم زمینه مساعده شي او د افغانستان زوریدلي ملت په چټکې سره په خپلو پښو ودریږي.

۴:خپل ملي ارزښتونه ، ملي کلتور او ملي اتلان باید و لمانځل شي، ملت باید په خپل پیاوړي تاریخ يو موټي کړي.

۵: هره ډله باید د افغانستان ابادي ته په صادقانه ډول د خدمت تکل وکړي او د پردو له منګلو څخه خپل خوار ملت ازاد کړي ، ترڅو افغانان هم په نړیواله د ژوندانه په هره چاره کې سیالي وکړي.

۶: ملي ګټې او مصلحتونه باید له خپلو شخصي او ډلیزو ګټو څخه پورته وګڼي ، ترڅو یو ملي تفاهم ته لاره هواره شي.

ماخذونه :

Aziz.Khalid. (2010, 11 09). The Express Tribune. Retrieved 11 20, 2010, from tribune.com: https://dean2004.blogspot.com/

Aziz.P. (2010, 07 13). Nation Building. Retrieved 11 20, 2010, from dean2004: https://dean2004.blogspot.com/

جمالزي, ع. (1386, زمري ۳۰). غورځنګ. Retrieved ۱۱ ۱۹, ۲۰۱۰, from ghorzang.net: شګیوال, م. ف. (۱۳۸۸, ۶ ۱۰). ټول افغان. Retrieved ۱۱ ۲۰, ۲۰۱۰, from tolafghan.com: https://www.tolafghan.com/posts/15011

شینواري, م. ا. (2010, 08 17). لوی افغانستان. Retrieved 11 20, 2010, from loyafghanistan.af: https://www.loyafghanistan.af

میوند. (2010, 10 5). تاند. Retrieved 11 20, 2010, from taand.com: https://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand2&article=19285

مننه !

ځلاند

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های مورد پسند تان را در ((ویسا)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    • په عربستان کې ۸۰ کلن حاجي د غلا په تور ونیول شو 
    • در حدود ۲۵ سرک در شهر لندن با نام شهرهای افغانستان نامگذاری شده است
    • آیا واقعا وضیعت کودکان در کابل بهتر از لندن و نیویارک است؟؟
    • مربی های گرجستانی نیروهای محلی افغانستان را آموزش خواهند داد
    • مارشال فهیم به ایران سفر می کند
    • پکتیکا وال د سون موادو د بیو له لوړوالي څخه سر ټکوي
    • کمیسیون‌های انتخاباتی و کتمان حقایق
    • د نن شپې مهم خبرونه
    • شهر کابل بار دیگر شاهد مظاهرات گستردهء نامزدان ناکام ولسی جرگه بود
    • سالم احساس د کندهار ولایت د ۴۰۴ میوند زون د قوماندان په توګه وټاکل شو
    • ولسي جرګې فرهاد دريا وستايه
    • استاد ربانی طی یک ملاقات رسمی با علی لاریجانی بر نیروهای خارجی انتقادات شدید نموده و از کمک های ایران قدر دانی کرده است
    • په کندهار ولایت کې د ايساف ځواکونو يو ماشوم له مرګ څخه وژغوره
    • موږ به د افغانستان حکومت ته حتی لس سينټه هم ورنه کړو مګر دا چې باوري شو….: د کاناډا صدراعظم
    • د موسی کلا ولسوالۍ یو اوسیدونکي د ډوډی په ځای ماران خوری