ژباړه : عبدالرحمن فرقاني
بريتانوی لیکوال : د ناتو پیمان امریکایی اجنډا خپله کړې او له خپلو موخو ئې فاصله نیولې .
فرانسوي ورځپارڼه : د افغانستان ګرداب اوباما او د ده په څیر مشران دې ته اړ کړي دي ، چې د لیزبن ناستې ته راودانګي .
د امریکا او بریتانیا ځینو ورځپاڼو د ناتو دپیمان چارې څیړې او شننیې دي . اوټولو د ناتو د پیمان فعال دریځ او موثره کړنلاره د سړې جګړې په دوران کې ستایلې ده ، خوپه ډاګه کړې ئې ده چې اوس د ناتو پیمان له خپل کړنلارې بیلیږي او په بشپړه توګه ئې امریکایی اجنډا خپله کړې ده .
د بوسطن ګلوپ امریکایی ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د سړې جګړې پرمهال د ناتو پریکنده دریځ او فعاله تګلاره ستایلې ده ، خو په ډاګه کړې ئې ده چې اوس مهال ئې تنظیمي رول او فعالیت ډیر وروسته پاتې ښکاري .
بوسطن ګلوپ ورځپاڼې په لیزبن کې د راټول شویو مشرانو نه غوښتنه کړې ده ، چې د ناتو دپیمان تنظیمي چارې ، او استراتیژیک اهداف له سره وڅیړي او ترتیب ئې کړي ، اوپه ډاګه کړې ئې ده چې مختلف ګواښونه نړیوال امنیت تهدیدوي ، لکه تروریزم ، د اټمي وسلو انتشار او پراختیا ، الکتروني جګړه ، ناکام هیوادونه ، او منظم نړیوال جرمونه او داسې نور ، چې لدې ګواښونو سره د مقابلې لپاره شدیده اړتیا لیدل کیږي .
او زیاتوي چې باید د ناتو پیمان له سره ترتیب شي ، او د نیمایی نه ډیرو کمیسیونونه باید لغوه کړي ، چې شمیره ئې تر څلور سوو څخه اوړي ، اوپوښتنه کوي ، چې آیا د ناتو پیمان یوه داسې کمیسیون ته اړتیا نلري چې د نوي عصر ستونزې وڅیړي ؟ همدا راز باید دناتو پیمان خپلې وکالې چې څورلس مختلفې وکالې دي راکمې کړي .
اوڅرګڼده کړې ئې ده چې باید د ناتو پیمان د خپل زاړه دښمن روسیې سره د نویو اړیکو د پیدا کولو هڅه وکړي ، او زیاته کړې ئې ده چې د روسیې مرسته او همکاری د ناتو لپاره په هغو معضلو کې چې ډیرې ارزښتناکه دي ډيره اړینه ده ، لکه د افغانستان کشاله ، د تروریزم سره مبارزه ، د مخدرو موادو پرضد مبارزه ، او د دور برده راکټونو په ضد دیوه دفاعی نظام جوړول ، او د اتمي وسلې د لاسته راوړنې لپاره دایران د هڅو مخنوی ،او داسې نورې مهمې مسالې .
او اندرسون فوګ راسموسن له خپل لوری څرګنده کړې چې ناتو باید د حدودو نه بهر خپلو نظامی عملیاتو ته د افغانستان څخه د وتلو نه وروسته هم ادامه ورکړي ، او باید د ناتو تړون هر وخت په سیمه اونړۍ کې احتمالي ګواښونو ته تیار وي . مګر د افغانستان د جګړې اړوند د دلي تلګراف پر بنسټ راسموسن څرګنده کړې جې د ناتو مشران او دافغانستان لوری پدې ټینګار کوي چې افغانانو ته د امنیت دچار د سپارلو لپاره دې مهال ویش د راتلونکی کال څخه تر ۲۰۱۴م پورې وټاکل شي .
سربیره په دې چې د ناتو دپیمان مشرتابه د افغاني نظامي قوتونو اړوند خپل اعتماد څرګند کړ ، خو دا ئې زیاته کړه چې که چیرې افغانی قوتونه د امنیت د ساتلو په چارو کې تر ۲۰۱۴م پورې پاتې راغلل نو به د ناتو ځواکونه په افغانستان کې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړي ،
مګر بریتانوی لیکوال مارټن کیتبل وایی : دتیرو شپیتو کلونو په دوران کې ناتو د اوروپا د امنیت په ساتلو کې ښه رول لوبولی دی ، او پوښتنه کوي چې د ناتو رول په اوسنیو شرایطو کې باید څه ډول وي ؟ ، دغه لیکوال په خپله لیکنه کې چې ګاردین خپره کړې ده څرګنده کړې چې د ناتو دپیمان په وړاندې ډیر لږ مشرک اهداف شتون لري ، او په بشپړه توګه امریکایی اجنډا ئې خپله کړې ده ، او اوروپا ئې دې ته رابللې ده تر څو د ناتو پیمان له سره وڅیړي اود خپلو ستراتیژیکو اهداف سره سم ئې تر تیب کړي ، او هِغې سمې جادې او لوری ته ئې برابر کړي د کومې لپاره چې دا تړون ایجاد شوی دی . او زیاتوي چې هغه څه چې باراک اوباما او دهغه په څیر مشران ئې اړ کړي تر څو د ناتو غونډې ته په لیزبن کې راودانګي ، هغه د افغانستان کشاله او د افغانستان هغه ګرداب دی چې د دوی ځواکونه پکې ښکیل دي .
د الجزیره څخه ژباړه شوی مطلب .
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني