Posts | Comments | E-mail /

ايا ملا عمر ریښتيا په افغانستان کې دى؟

Posted by on Jul 31st, 2011 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

رفيع الله روشن

موږدداسې يوه هېواد اتباع يو چې په دې درې نيمو لسيزوکې دډېرو،درغجنووعدو،خونړيوپیښو،هردم وژنو،بې کوره کېدو،خبرواو سرخوږيو ښکار ګرځیدلى دى اولاهم په دې ناپايوه ګرداب کې غوپې وهي،خولا داسې څوک ندى پيداشوى چې څور نور ملګري له ځانسره  يوځاى کړي اوپه ګډه دا خاوره له دې غرقونکي ګرداب څخه بچ کړي.

که چېرې په دې دومره اوږده موده کې يو داسې ډله او ټولګى هم را پيداشوى واى نو نن به مو هېواد دهمدومره رېښيتنو پېښو شاهد وو،دا  چې له موضع څخه لرې ولاړ نشم اصلي ټکي ته راځم.

څو ورځې دمخه په ولسي جرګه کې يوه ډول خبرو ازانګې پيل کړې،اوهغه داچې دغزني ولايت استازې هما سلطاني ادعا وکړه چې هغې ددولت دمخالف لوري له رهبر ملا محمد عمر مجاهد سره له نږدې کتلي ، خپل ټکرى يې ورته غوړولى او ورته يې ويلي چې نور دې له دې مخالفت څخه لاس واخلي،له افغان دولت سره دې يوځاى شي،اوپه ګډه دې يو نوى حکومت پيل کړي، چې په وينايې ملا عمر ددې خبرو او ټکري غوړولو سره ورته ويلي وو،چې دا دهغوى له لوري وکيله ده، له افغان دولت سره دې خبرې وکړي اوله دولت سره ددې  هر راز پرېکړې ته طالبان  هرکلى وايي، خوولسي جرګې يې خبرې بابېزه وګڼلې تر دې چې هماسلطاني دخپلې خبرې د ثبوت لپاره يوه ليک هم دوى ته وړاندې کړى وو،چې په وينايې دملاعمر لخواليکل شوى وو،خوهغه ليک د جرګې اودولسمشر دوياند،وحيدعمر  لخوا جعلي بلل شوى وو.

خواوس يوځل بيا هماسلطاني خپل اواز پورته کړ،  هغې  په ولسي جرګه کې يو ځل بيا وويل  چې د طالبانو دتحريک مشر ملا محمد عمر مجاهدپه افغانستان کې دى او له دې سره په خپل کور کې دمیلمه په صفت  اوسیږي،  داچې خلک وايي   ملا عمر دپاکستان په کوېټه،بلوچستا ن اوياهم کومه بله سيمه کې ژوند کوي،داهسې دسرچوک خبرې دي.

هما سلطاني زياتوي چې طالب مشر ورته واک او اختيار ورکړى دى،چې دهغوى په استازيتوب له دولت سره خبرې وکړي،هغه وايي چې ملا عمر اوس له دولت سره خبروته چمتوشوى خوافغان دولت ځان اوباسي اوکه چېرې په اينده کې ،کومې وژنې او ورانکارۍ منځته راځي نو پړه به  يې پر افغان دولت وي ،دلته زه (ليکوال) فکر کوم چې يوه عجيبه اوغريبه ټوکه روانه ده،وګورئ امريکاڅه موده وړاندې هم اعلان وکړچې که هرچاملاعمر اودطالبانوځينې نور لوړ پوړي چارواکي ورته وښودل اويايې ونيول نو په ميليونونو ډالربه انعام کې ورکړي،خونن په زغرده اغلې سلطاني دافغانستان دملت په انګړ کې چيغې وهي چې ملا عمر له دې سره دى،ولې هیڅ څوک داخبره نه اوري،اوبياهم دطالب اوالقاعده په نوم هره ورځ لسګونه بې ګناه افغانان وژل کیږي ،بې کوره کیږي په خپلووينو ورته غسلونه ورکول کیږي.

خودولسي جرګې غړي دهماسلطاني خبرې نه مني او وايي چې کېداى شي د اهرڅه دپاکستان لخوا کومه لوبه وي  چې غواړي دخلکوذهنونه بدل کړي،دجرګې غړي وايي چې دوى به يو پلاوى وګماري ترڅوله ملاعمر سره له نږدې وګوري،اوپه دې به ددوى اطمنان هم حاصل شي چې تر کومه حده هما سلطاني په خپلوخبروکې رېښتونې ده،زماپه نظر دولسي جرګې داپرېکړه پرځاى ده ،ولې چې که چېرې داخبره رښتياوي نو بايد دټولو په هم ا هنګ کېدوسره پرې بحث وشي،دادومره کوچنۍ مسئله يا ګردى میز  ندى چې يويواځې دهماسلطاني لخوادې مخکې يوړل شي، په دې کې دټول هېواد خبره مطرح ده،اوچې په ګډه سره پرې بحث اومشورې وشي ډېرې ښې اومثبتې پايلې به ولري، دوى به له طالب مشر سره له نږدې اومخامخ خبرې وکړي ،له يوبل سره به خپل نظريات اوافکار تبادله کړي،له هغه څخه به وپوښتي چې څه غواړي اوولې له افغان دولت سره په شخړه کې ښکیل دى؟

خو هماسلطاني داهم وايي چې که چېرې ددې خبرې دروغ ثابتې شوې،نو داچمتو ده چې محاکمه شي اوسزاوويني،خوداخبره پرځاى نده ځکه چې که چېرې داخبره په رښتياهم دروغ ثابته شي ،نودقانون له مخې دابايد سزاوويني ،تردې ملا عمر بايد په همدې پيداشي،په هرځاى کې چې وي ،بل داچې له دې څخه دامعلومیږي چې په افغانستان کې کوم  ترورېستي اوغلچکي بريدونه ،هغه که په حکومتي تاسيساتودي اوکه په ساختماني شرکتونواوکه په نورو ځايونوکې چې دطالبانو لخوا تر سره کیږي پردې ټولوبه هماسلطاني خبره وي ،ولې چې کله ديوچاکورته میلمه راځي نوپه ټول پلان اوتقسيم اوقات يې خبر او اګاه وي.

اوس داچې دغه روانې خبرې تر کومه حده رښتيا اوترکومه حده دروغ دي، افغان دولت ته پکار دي چې ددې پلټنه وکړي، که په رښتيا سره هم داخبره حقيقت ولري نوبيا دولت بايد بسم الله کړي او خپلوخبروته له ملا عمر سره ادامه ورکړي،  ځان دخبروعمق اواصلي موخې ته ورسوي،موافقه وکړي ،ټول سره يو لاس او يوموټى شي چې په اينده کې ټول دوروڼو پشان سره يوځاى په يوشريک کور کې سره ژوند وکړي او يوځاى خپلې ستونزې پخپله حل کړي چې نوروهمسايه ګانو ته دمداخلې زمينه برابره نشي،اونور هغه غرونه  چې تر اوسه پورې پکې يوورور دبل ورور وينې تويوي اودمورچل په توګه ترې استفاده کیږي نورترې داسې استفاده ونه شي.

بل   ددې کار په کولوسره دولسمشر دهغه ګواښ لپاره هم داښه تمامېداى شي کوم چې دبن په دوهم کنفرانس کې يې دنه ګډون لپاره کړى وو،اوويلي يې وو که چیرې افغان حکومت ته په دې کنفرانس کې ديوه مستقل هیواده په توګه دګډون حق ورنکړل شي نو ګډون به پکې ونکړي،اوس که چیرې افغان دولت له طالبانوسره خبروکې تفاهم ته ورسېږي نو معلومه ده چې افغانستان به د يو مستقل هیوادپه توګه په دې کنفرانس کې  ګډون وکړي اوکومه ستونزه به پيدانشي، خو افغانستان هغه وخت يومستقل اوازاد هیواد کیداى شي چې بهرني لاسونه ورڅخه لنډ شي اوداکار هغه وخت ممکن دى چې دسولې پروسه په تمامه معنى سره بريالۍ شي.

داچې طالبان څه غواړي بايد له نږدې ورسره خبرې وشي،ديوه اوبل په خوله هیڅ کار سم نه شي ثابتیداى .

که چیرې احياناً دسلطاني خبرې دورغ شي بياهم بايد نااميده نشو، په افغانستان کې ډېر پر نفوسه او دا احترام وړ مشران اوسپين ږيري شته چې هیڅ په دولت کې کومه رسمي دنده اومسؤوليت نلري او ډېر حساب پرې کېداى شي،په دې صورت کې بيا بايد دهغو سپين ږيرو له ليارې ورسره تماس ونيول شي اوترهغه ورسره خبرې وکړي ترڅويې په دې راضي کړي چې له افغان دولت سره يوځاى   اوله مخالفت څخه لاس واخلي.

په همدې هيله

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree