Posts | Comments | E-mail /

که وزارتونه دخوست قراردادونه له معاملې راخلاص نه کړي، د ولسمشرۍ ماڼۍ او ملي شورا مخې ته به لاريونونه وکړو: خوست ولایتی شورا

Posted by on Aug 5th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست ښار:- دا څرګندونې دخوست ولايتي شورا ريس او د همدې شورا غړو له يو شمېر رسنيو سره په ډاګه کړې.

د ولايتي شورا رئيس ښاغلي سېدکريم خان خاکسارپه خپلو خبرو کې په يو شمېر وزارتونو  نيوکه وکړه،چې دخوست ولايت په ځينو بنسټيزو پروژو کې د کمېشن کارۍ له مخې معاملې کوي او نه غواړي، چې يادې پروژې  پرتله معاملو څخه په دې ولايت کې پيل او پلي شي.

د نوموړي په خبره د تېرو دوو کالونو راپدېخوا دخوست د ملکي  نړيوال هوايي ډګر تاسيسات، ځغاست ليکه(رن وې) او نور اړين ملحقات د بودجې په شتوالي کې  د پردې ترشاه د پټو معاملو له کبله په ټپه ولاړ دي او لا هم مالومه نده، چې د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت به تر کومې پورې پدغه پروژه کې روانو معاملو ته ادامه ورکوي.

د ولايتي شورا ريس او غړي وايي، چې نږدې مياشت وړاندې يې د خوست د لسګونو قومي مخورو مشرانو په ملتيا د ولسمشر ښاغلي حامدکرزي سره د ارګ په ماڼۍ کې ليدنه کړي او خپلې ټولې ستونزې، غوښتنې ، اړتياوې او په وزارتونو کې نيمګړتياوې يې يو په يو په ګوته کړي او غوښتنه يې کړي، چې نور د ې دخوست ولايت پروژې او قراردادونه له معاملو راخلاص شي.ددوى په خبره چې پدغه ليدنه کې ناستو وزيرانو د ولسمشرپه وړاندې ټينګې ژمنې وکړې او پدې برخه کې يې د عملي اقداماتو تيارى وښود.چې پدې ډله کې يو هم د ټرانسپورت وزير وو، چې د جمهورريس په وړاندې يې په خوست کې د ملکي نړيوال هوايي ډګر د کارونو د پيل ژمنه وکړه، چې د پخوا په څېر يې دغه وروستۍ وعده هم په مياشت واوښته، خو لا هم د پروژې د پيل درک نشته.

همداشان دوى د خوست –ګردېز سړک، صنعتي پارکونو، د اوبو ذخيروي بندونو،وارداتي برېښنا، ټرانزيټ او د نورو ورته پروژو په هکله ګواښ وکړ، چې که چېرې  ياد وزارتونه او اړونده ادارې يې خپلې پخوانۍ او همداراز د ولسمشر په وړاندې کړي ژمنې ژر ترژره په عملي ډول پلي نه کړي، نو خپل غږ  او شکايتونه به بيا هم مخامخ ولسمشر او ملي شورا  ته ورورسوو او ممکن د ولسمشرۍ ماڼۍ او ملي شورا مخې ته په لاريونونو لاس پورې کړو.

داپداسې حال کې ده، چې دخوست –ګردېزسړک د تېرو اوو ((٧)) کالونو ، هوايي ډګر د تېرو دوو  او نورې يادې پروژې د اتو او لسو کالونو راپدېخوا په هوايي ژمنو ولاړې دي، خو لا يې هم ساختماني چارې نيمګړي او په ټپه ولاړې دي.

١٣٩٢-٥-١٤

دوشنبه

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد
    • پاپ فرانسیس رهبر کاتولیک های جهان عید فطر را به مسلمانان جهان تهنیت عرض داشت
    • کشته شدن دو تن از اعضای ایرانی گروه طالبان در ولایت فراه
    • افغانستان خواهان ایجاد دفتر مذاکرات صلح با طالبان در افغانستان است: وزارت خارجه
    • دخوست ولایت د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د١٣٩٢ او ١٣٩٣کالونو انکشافي پلانونه وڅيړل شول
    • خروج عساکر بلغاریا از افغانستان
    • تنزیل نیروهای امریکائی از 68000 به 60000 طی یک ماه گذشته
    • افغان لوړپوړي چارواکي اخترچېرته لمانځي!!
    • افغانستان نمیبیا ته بله لویه ماتې ورکړه
    • تصویر