Posts | Comments | E-mail /

په میدان وردګو ولایت کې دولایتي شورا څلورمې دورې ټاکنې ترسره شوې

Posted by on Jan 30th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

میدان ښار (شاهد الله شاهد):- په میدان وردګو ولایت کې دولایتي  شورا د څلورمې دورې په ټاکنو کې الحاج محمد رفیع وردګ دازادو ټاکنو کې دیوکال لپاره ددې ولایت دولایتي شورا ریس په توګه وټاکل شو

یادې ټاکنې چې دولایت مقام دغونډو په تالار کې ترسره شوې پکې د ولایت والي  عبدالمجیدخان خوګیاڼي، دیونما دفتر استازو، مدنې ټولنې غړو، دولایتي شورا پخواني ریس شیرشاه بازون او غړو یې برخه اخیستې وه.

په پيل کې دولایت والي  ټاکنې دولسوالۍ یو مهم اصل وباله او د ولایتي شورا له غړو یې وغوښتل چې همدې اصل ته په کتو باید  ولسونو ته دښه خدمت په موخه باید ځانونه نوماند او خلکو ریښتني باور ترلاسه کړئ

ورپسې دټاکنو ولایتي دفتر مشر نعمت الله حبیب وردګ لخوا دولایتي شورا دطرزالعمل باندې رڼا و اچول شوه او د څلورمې دورې ټاکنو په موخه یې د ولایتي شورا د غړو نظرونه و اخیستل.

ورسته دیادې شورا ریاست لپاره محمدحضرت جانان او محمد رفیع وردګ دریاست لپاره سیالۍ ته ووتل چې حاجي جانان څلور رايي او محمد رفیع وردګ دپنځو رایو په ترلاسه کولو دڅلورمې دورې ریس په توګه وټاکل شو.

همدارنګه دشورا مرستیال لپاره محمد حضرت جانان او اغلې هاجر میرزایي نوماندان شول چې محمد حضرت جانان دپنځو رایو په ترلاسه کولو سره دشورا د مرستیال په توګه دیوکال لپاره و ټاکل شو. همدارنګه د ټولو غړو په توافق  ددې شورا پخواني منشي فهیمي دشورا دمنشي لپاره وټاکل شو.

دیادونې وړ ده چې  دمیدان وردګو ولایت ولایتي شورا (۹) غړي لري چې ۶ تنه یې نارینه او ۳ تنه یې میرمنې دي.

په پای کې دشورا نوی ریس محمد رفیع وردګ  دپخواني ریس شیرشاه بازون دهلو ځلو ستاینه وکړه او په تیر یوکال کې یې دهغه نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وستایلې. نوموړي ژمنه وکړه چې دشورا  او ولایت مقام ترمنځ به شته همغږۍ کې لا ښوالی رامنځته کوي او شته ستونزو ته به دیو ټیم په توګه  دحل لارې چارې لټوي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خلیل: افراد حکیم شجاعی، مردم را در ارزگان لت و کوب کردند
    • پسر رهبر اخوان المسلمین مصر در مظاهرات کشته شد
    • طالبان نیز خشونت های اخیر مصر را تقبیح کردند
    • حامد کرزی با وارث شهدای حادثه اخیر انفجار ماین در ولسوالی شینوار ولایت ننگرهار، اظهار همدردی کرد
    • حامد کرزی حملات تروریستی در ولایات هرات« فراه، و هلمند را شدیدا محکوم کرد
    • حامد کرزی حمله تروریستی بالای خانم نجما حنیف یکی از رهبران عوامی نشنل پارتی را شدیداً محکوم کرد
    • د خوست ولایت د صبريو قومي مشرانو په دغه ولسوالۍ کې د بيارغونې د پروژو غوښتنه وکړه
    • رئیس جمهور حامد کرزی و آفتاب احمد خان شیرپاو دیدار کردند
    • د مصر پر روانو حالاتو د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه
    • خروج نیروهای پولندی قبل از پایان ماموریت نظامی آنها