Posts | Comments | E-mail /

دخوست دشريفو ولسونو څخه موغوښتنه داده چې په اسلامي اوملي مسووليت سره ددغه وحشيانه اعمالو په مخنيوي اودعاملينوپه نيولوکې دخپلو امنيتي ارګانونو سره بشپړه همکاري وکړي: عبدالجبارنعيمي

Posted by on Jan 30th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست ښار:- نن چهارشنبې دسلواغې دمياشتې په ١١نېټه د١١بجو او ٤٠دقيقو پرمهال   دخوست ولايت اړوند يعقوبيو اوصبريو ولسوالۍ په بازارکې هغه مهال  تريوې غرفې لاندې ځاى پرځاى شوى ماين چاودنه وشوه چې ملي پولس دسيمې څخه دتيريدو په حال کې وو ددغه چاودنې  په پايله کې  ٢تنه ماشومان شهيدان  او ٤تنه  بې ګناه  ملکي کسان ټپيان شول ،ددغه چاودنې له امله پوليسوته هيڅ زيان ندى رسيدلى  ،داسلام ،ولس ،سولې اوبشريت ددښمنانودغه ډول ناروا  اود اسلامي اصولو خلاف کړنې په ټينګه دغندنې وړ دي.

داسلام ،ولس ،سولې اوخاورې دښمنان غواړي  چې په دې ډول شيطاني، تروريستي او ناځوان مردانه اعمالو سره عامه نظم زيانمن اوعام ولس وويروي اومظلومې کورنۍ دغم په ټغر کينوي  ،ترڅو له دې لارې  شومو هدفونو ته ځان ورسوي دخوست ولايت مقام ، دخوست ولايت اتل او مسلمان ولس  او امنيتي ارګانونه  دغه ډول  ټولې کړنې داسلام دمقدس دين خلاف ګڼي اوددغه ډول پېښو او تروريستي اعمالو په مخنيوي کې سره همکار اومتحد دي ،هيڅ چاته به ددې اجازه ورنه کړي چې په دې خاوره کې داسې ناوړه وحشيانه کړنې ترسره کړي چې زمونږ بې ګناه وګړو او اتلو سربازانوته په کې زيان ورسيږي.

دخوست دشريفو ولسونو څخه موغوښتنه داده چې په اسلامي اوملي مسووليت سره ددغه وحشيانه اعمالو په مخنيوي اودعاملينوپه نيولوکې دخپلو امنيتي ارګانونو سره بشپړه همکاري وکړي. ترڅوټولې هغه کړۍ چې په ټولنه کې وحشت ،ترور،ظلم او  تروريستي اعمال ترسره کوي ونيول شي اودخپلو اعمالو له مخې سخته سزاء وويني.

زه دخوست ولايتي ادارې ،ولايتي شورا ،سولې ولايتي کمېټې ،علماوو شورا ،امنيتي ارګانونواوټولو ولسونوپه استازيتوب  دسولې اوثبات ددښمنانو دغه عمل په ټينګه اوسختو ټکو سره غندم ،دلوى خداى پاک ج له دربارڅخه ددغه پېښې  عاملينو ته دسختې سزاء غوښتونکى يم اودلوى څښتن تعالى دسپيڅلي دربارڅخه ددغه پېښې  شهيدانو ته دفردوس جنت او ټپي شويو کسانوته دعاجلې روغتيا غوښتنه کوم .

په درناوي

عبدالجبارنعيمي

خوست والي

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خروج نیروهای پولندی قبل از پایان ماموریت نظامی آنها
    • امریکا آمادهٔ پذیرش یک رئیس جمهور زن است:- میشل اوباما
    • کشته و زخمی شدن ۱۰ نفر در نتیجهٔ انفجار ماین کنار سرک در ولسوالی مارجه ولایت هلمند
    • ولسوال نام نهاد طالبان برای ولسوالی بغلان مرکزی کشته شد
    • سازمان امنیت ملی امریکا پروگرام های نظارتی خود را قانونی اعلام کرد
    • آغاز تمرینات نظامی تحت عنوان رفاقت نظامی ۲۰۱۳
    • نیروهای کودتاچی مصر مسجد فتح قاهره را تحت محاصرهٔ خود در آورده اند
    • طالبان ۱۰ تن از کارکنان یک شرکت سرک سازی را در ولایت هرات گلوله باران کردند
    • باز داشت ۱۰۰۰ تن از هواداران اخوان المسلمین در مصر
    • تعداد از مشاورین امریکایی برای مهار تهدید روز افزون القاعده در عراق مستقر می شوند: وزیر خارجه این کشور