Posts | Comments | E-mail /

د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي لنډه پیژندګلوي

Posted by on Mar 29th, 2009 and filed under تحلیل, سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ashraf

د رحمتی لیکنه

ډاکټر اشرف غني احمدزی د رياستونو د ښه والي د انسټېټيوټ ريس دی. ددې تنظيم بنسټ د ۲۰۰۵ ز. کال په جنورۍ کې ايښودل شوی او د همدغه تنظيم موخه، خپلو وطنوالو ته د رياستونو د خدمتونو د وړتيا پرمختګ دی. نوموړی د ۲۰۰۲ کال د جولاي نه تر ډېسمبر ۲۰۰۴ کاله پورې د افغانستان د سوداګرۍ وزير پاتې شوی. هغه په افغانستان کې د طالبانو د واک د راپرزېدلو وروسته د افغانستان د اقتصاد د بياراژوندي کولو لپاره لارې چارې هوارې کړې. ډاکټر اشرف غني احمدزی د د غريبانو د قانوني واکمن کولو د کميسون غړی هم دی. دا يو خپلواک کميسون دی چې د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام UNDP لخوا يې بنسټ ايښودل شوی.


مخينه
اشرف غني احمدزی د شاه جان احمدزي زوی دی چې د ۱۳۲۸ ل. کال د غويي په مياشت کې د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار کې يې سترګې نړۍ ته رڼې کړي.

زده کړي
لومړنۍ زده کړې يې د استقلال عالي ليسه کې او دويمې زده کړې يې د حبيبيې په عالي ليسه کې سر ته رسولي بيا يې د ښوونځي په دوران کي د (AFS) يو کلن پروګرام د امريکا په متحده ايالاتو کي بشپړ کړی. تر دې وروسته يې د دوولسم ټولګي بری ليک د حبيبيې عالي ليسه نه ترلاسه کړی. ښاغلي احمدزي د خپلو لوړو زده کړو پيل د کابل پوهنتون کې کړی او د شپږو مياشتو زده کړو وروسته يې د ليسانس بشپړه دوره د سياسي علومو په برخه کي د بيروت په امريکايي پوهنتون کې سر ته رسولې. د ليسانس د کچې وروسته يې خپله لومړنۍ ماسټري هم د سياسي علومو په څانګه کي د بيروت په امريکايي پوهنتون کې بشپړه کړې، نوموړي خپله دويمه ماسټري په نړيوالو اړيکو او وګړپوهنه کې د امريکا په کولمبيا پوهنتون کې سر ته رسولې او په همدې توګه خپله درېيمه ماسټري يې هم په نړيوالو اړيکو کي د کولمبيا په پوهنتون کې کړې. تر دې وروسته يې خپله دوکتورا د وګړپوهنې په څانګه کې د امريکا د کولمبيا پوهنتون نه لاس ته راوړې.

همدا راز د نړيوال بانک لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د هارډورډ او سټنفورډ د پوهنتونونو له خوا د مشرتابه (ليډرشيپ) د يوه ځانګړي پروګرام ترسره کول.لومړۍ افتخاري ډاکټري:په ٢٠٠٧ کال کي دامريکا د متحده ايالاتو د سکرانتن له پوهنتون څخه دغه افتخاري ډاکټري ورکړل شوه.دويمه افتخاري ډاکټري:د ٢٠٠٨ کال په جون کي د کاناډا ګيلف پوهنتون نوموړي ته افتخاري ډاکټري ورکړه.ځانګړي زدکړي:د يادولو وړ ده چي ښاغلي ډاکټر محمداشرف غني له ماشومتوبه نيولې آن تر نن ورځي پوري د اسلامي تعليماتو د حصول لپاره هڅي کړي دي، خو تر ټولو جوت کار يې د ١٩٨٥ ميلادي کال څخه تر ١٩٨٦ ميلادي کال پوري د نبوي سيرت په باب د کراچي، لاهور او نورو ښارونو په مدرسو کي زدکړي دي، چي د نوموړي په وينا د ده لپاره خورا ارزښتمني وې.

دندي
د کابل پوهنتون د هغه مهال د ادبياتو پوهنځي د بشري علومو په څانګه کي د پوهيالي او پوهنيار په رتبه استاد. په ١٩٧٧ ميلادي کال د ډنمارک په آروس پوهنتون کي د لنډ مهال لپاره مېلمه پروفيسر. يو کال د امريکا د متحده ايالاتو په ستر پوهنتون بکلي کي استاد. اته کال د امريکا په مشهور پوهنتونن جانزهوپکنز کي استاد. لس کاله د نړيوال بانک د پاليسۍ او سټراتيژۍ جوړولو په برخه کي مهم مشر.

د يادولو وړ ده چي په نړيوال بانک کي د کار پر مهال ښاغلي ډاکټر اشرف غني په لومړيو پنځو کلونو کي د ختيځي او سويلي آسيا د هيوادونو لپاره کار کاوه، او په پاته نورو پنځو کلونو کي يې د بېلابېلو نړيوالو چارو د سمون او په ځانګړي ډول د روسيې د اصلاحاتو په اړه د يادولو وړ کارونه ترسره کړل، چي ويل کېږي د روسيې د هر اړخيزي اقتصادي رغوني بهير يې خورا چټک کړ.

ښاغلي ډاکټر محمداشرف غني د خپل هر اړخيز ژوند په اوږدو کي د نړۍ په لسګونو هيوادونو ته سفرونه کړي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کي يې زيات شمېر اغېزمن کارونه کړي، چي د ټولو بيان يې په دې لنډه بيوګرافۍ کي ناشونى کار دئ. اما د ده د سفرونو په باب ښايي دا مهمه وي چي ووايو ډاکټر غني د ځوانۍ پر مهال د افغانستان ډېرو ليري پرتو سيمو ته پر آسونو، او نورو مروجو سپرليو او آن پر خپلو پښو سفرونه کړي او د دې هيواد په اړه يې هغه مهال ډېر اغېزمن تحقيقات ترسره کړي دي.

ډاکټر غني د خپلو همعصرو څېړونکو په جمله کي يو له هغو کسانو څخه دئ، چي په انګرېزي ژبه يې د افغانستان په اړه ډېري ليکني کړي دي، او هغه مهال په ډېرو معتبرو سرچينو کي خپرې شوي دي.

نوموړي خپلي لومړۍ علمي څېړني په افغانستان کي د اسلام د مبين دين د نفاذ، د ښځو حقوق او ټولنيز عدالت له موضوعاتو څخه پيل کړې او په دې باب يې ډېري ليکني وکړې.


همدا راز يې په قبايلي ټولنه کي د اسلام او دولت جوړول تر سرليک لاندي يوه مفصله څېړنه وکړه.

ورپسې يې د اسلامي شريعت په محکمه کي د شخړو هوارى، تر نامه لاندي موضوعات راوسپړل، چي د تحليل لپاره يې د عبدالرحمن خان د سلطنت لومړۍ لسيزه وټاکله او د کنړ ولايت د محکمې پر اسنادو يې څېړنه پيل کړه.

تر دې وروسته يې د افغانستان پر معاصرو ادبياتو څېړنه وکړه او د دري ژبي د معاصري ادبي دورې په هکله يې معلومات راټول کړل، چي له علامه محمود طرزي څخه رانيولې د ثور تر کودتاه پوري يو شمېر عمده برخي يې څېړلي دي.

د دې تر څنګ نوموړي د افغانستان پر اقتصاد، تاريخ او دولتي جوړښتونو باندي هم زيات شمېر مقالې ليکلي او خپرې کړي دي.

د عملي څېړنو په لړ کي د ډاکټر غني يو بل ستر کار د افغانستان د څلور سوه کلن تاريخ په باب څېړنه ده، چي له پنځلسمي ميلادي پېړۍ څخه تر نولسمي ميلادي پېړۍ پوري ډېر موارد پکي تر څېړنيز پوښښ لاندي راغلي دي او پوره لس کاله پرې نوموړى بوخت و.

ډاکټر اشرف غني د خپل علمي ژوندانه په بهير کي ګڼ شمېر نور آثار هم بشري ټولني ته وړاندي کړي، چي زيات شمېر يې د کتابونو ځيني يې د لکچرونو او ځيني يې په بېلابېلو فورمونو کي د پوهنتونونو د استادانو او محصلانو د استفادې وړ ګرځېدلي دي.

په دې وروستيو کي يې يو کتاب (ناکام دولتونه او د هغو د کاميابۍ تګلار) تر سرليک لاندي د انګلستان د اکسفورډ پوهنتون له خوا په اروپا او امريکا کي خپور شو، چي د نړيوالو مطبوعاتو له لاري پرې تاوده بحثونه تر سره شول.


ښاغلي ډاکټر غني د ٢٠٠١ ميلادي کال د سپټمبر له يوولسمي وروسته چي په افغانستان کي د يوې بلي بېساري غميزي د راپېښېدو وېره وه، له نړيوال بانک څخه بې معاشه رخصتي واخيسته او په آزادو مطبوعاتو کي يې يو لړ مقالې چاپ کړې او په لسګونو مرکې يې نشر ته وړاندي شوې.

په داسي حال کي چي نړۍ د افغانستان په اړه له ژور تشويش سره مخامخ وه د ملګرو ملتونو د هغه وخت سر منشي ښاغلي کوفي عنان له ښاغلي ډاکټر غني څخه غوښتنه وکړه چي د افغان مسئلې د حل لاري د موندلو په منظور دي د دې سازمان له يوه لوړ پوړي چارواکي او د افغانستان لپاره د با صلاحيته استازي ښاغلي لخضر ابراهيمي سره د ځانګړي سلاکار په توګه په کار پيل وکړي، ډاکټر غني دا وړانديز ومانه او د همدې پرله پسې هڅو په نتيجه کي وتوانېدئ، چي د بن د موافقې په ترتيب کي ونډه واخلي او نړۍ وپوهوي چي افغانان کولاى شي د خپل عنعنوي دود يعني لويي جرګې په چوکاټ کي ورپېښي ستونزي آواري کړي او له هغه سيمه ييز ګروپ څخه چي د ټول هيواد استازيتوب نه شي کولاى قدرت د همدې ميکانيزم (جرګې) له لاري ملت ته انتقال کړاى شي، چي د همدې پوهاوي په نتيجه کي د مراحلو ټاکنه وشوه او ور پسې موقته اداره منځته راغله.

ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي د موقتي ادارې تر ختمېدو يوه مياشت وروسته د افغانستان لسو ولايتونو ته کاري سفرونه وکړل او روان حالات يې تر څېړني لاندي ونيول، په همدې وخت کي يې د افغانستان د هغه مهال د ادارې په غوښتنه د ملګرو ملتونو د سازمان او نړيوال بانک ته استعفا ورکړه او له هر ډول مالي امتياز پرته د ولسمشر ځانګړى سلاکار مقرر شو.

يوه موده يې په پوره برياليتوب دا دنده پر مخ يوړه او وروسته بيا په افغانستان کي د مرستو د انسجام د ادارې مشر وټاکل شو، ښاغلي غني په دې اداره کي د پام وړ کارونه سرته ورسول، د ساري په توګه ويلاى شو چي لومړى يې د ملي بيا رغوني سر تاسري بنسټونه او اصول وټاکل، ورپسې يې د هغه کال د حمل په مياشت کي د مرستو د جذب نړيوال کنفرانس ته چي په کابل کي جوړېدئ تيارى ونيوئ، په دې کنفرانس کي ډاکټر غني نړيوالو ته د افغانستان د حکومت او خلکو لومړيتوبونه په ګوته کړل او يوه سالمه مهالنۍ تګلاره يې وړاندي کړه.


تر کنفرانس وروسته نوموړى د يادي شوي ادارې له خوا بېړنۍ لويي جرګې ته د ماليې د وزير په توګه وپېژندل شو، چي جرګې دا وړانديز ومانه او ښاغلى ډاکتر اشرف غني د انتقالي دورې د ماليې د وزير په حيث مقرر شو.

د هېرولو نه ده چي دا وخت د افغانستان مالي او پولي سياست جګړو دومره ځپلى و، چي د نړۍ په کوم بل هيواد کي يې سارى نه شو ليدل کېداى، خو ډاکټر غني وتوانېده چي د ګمرکونو او عوايدو په مرکزي کولو کي د امنيت شورا فيصله يوازي په شپږو اونيو کي عملي کړي او د پولي او مالي سياست په برخه کي بنسټيز اصلاحات رامنځته کړي. د دې ترڅنګ يې د هيواد عمده ولايتونو ته سفرونه وکړل او د ملي پيوستون، مخابراتو او صحي پروګرامونو په ترتيب او له نورو وزارتونو سره د اړيکو په تنظيم کي يې اغېزمن رول ولوباوه، د هيواد په دننه کي يې د مالي چارو د تنظيم په موخه کاري پلانونه ترتيب کړل او له هيواده بهر يې هم د نړۍ د خبرولو لپاره د يادولو وړ ګامونه واخيستل، چي يو مهم کار يې د توکيو کنفرانس لپاره افغان دولت ته د يوې داسي بيانيې او پروګرام تيارول و چي نړۍ يې له افغانستان سره د مرستي کولو ته قانع کړه. ورپسې د برلين د کنفرانس وار راغئ، او دا وخت نړۍ غوښتل افغانستان ته يوازي يو ميليارډ ډالره مرسته ورکړي، اما د وخت د ماليې د وزير پرله پسې هڅي وې چي نړۍ حاضره شوه، په هماغه کنفرانس کي له افغان حکومت سره د ٢، ٨ ميليارډو ډالرو مرستي ژمنه وکړي، په عين حال کي نړۍ دا هم ومنله چي په افغانستان کي ٥، ٢٦ ميليارډو ډالرو بهرنۍ پانګوني ته اړتيا ده، د افغانستان په ټول تاريخ کي دا يو بېسارى کنفرانس و چي يو نېستمن او جګړه ځپلي هيواد وکولاى شول، خپل د بيا رغوني پروګرامونه وړاندي کړي او نړۍ پرې قانع کړي.

د پورتنيو ښو کارنامو په پايله کي په ٢٠٠٣ ميلادي کال ښاغلى ډاکټر غني د آسيا د ممتاز او کامياب ماليې وزير په توګه وپېژندل شو، چي د کال د وزير جايزه يې هم ترلاسه کړه. وروسته د انتقالي دولت دوره پايى ته ورسېده، خو ډاکټر محمداشرف غني ونه غوښتل چي په بله کابينه کي ګډون وکړي او د لوړو زدکړو د بهير د اصلاح په منظور يې د کابل پوهنتون د بيا رغوني چارو ته مخه کړه. پوره يو کال يې د کابل پوهنتون له استادانو او محصلينو سره کاري ليدني کتني وکړې او په دې چوکاټ کي يې د اساسي جوړوني پايله ترلاسه کړه، چي يوه اندازه لومړنۍ او ضروري مرستي ترلاسه شوې.


ډاکټر اشرف غني احمدزى په ٢٠٠٦ کال د نړيوالو مطبوعاتو له لاري د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي د کانديد مرحلې ته د سرمنشي په توګه مطرح شو او بيا د افغان حکومت له خوا دا وړانديز رسماً هغې ادارې ته وړاندي شو.

په ٢٠٠٧ کال د ده نوم بين المللي مطبوعاتو د نړيوال بانک د رئيس په حيث وړاندي شو.

نوموړى چي تېر دوه کاله په سفرونو بوخت و، په يو شمېر نړيوالو مواردو کي يې څېړني ترسره کړې، چي همدا اوس يې د (ناکام دولتونه او د هغوى د کاميابۍ تګلاره) تر سرليک لاندي يو کتاب له چاپه راوتلى او په نړيواله کچه د ډېرو سترو علمي او تحقيقاتي مراکزو او مطبوعاتو له خوا پرې بحث روان دئ.

ډاکټر غني په تېرو دوو کلونو کي د نړيوالو موسساتو په غوښتنه د سوډان، کوسوو او نيپال دولتونو ته مشورې ورکړي دي.

همدا راز ډاکټر صاحب له يوې بلي تحقيقاتي او مشورتي موسسې سره چي د معاصرو دولتونو جوړېدو د ادارې په نامه منځته راغلې دنده پر مخ يوړه، دا موسسه د کاميابو دولتونو هغه تجربې او تګلاري چي د ناکامو دولتونو له ځينو شرايطو سره سمون خوري او ناکام دولتونه ورته اړتيا لري، تر څېړني لاندي نيسي.

دا چي ډاکټر غني په تېرو څلورو کلونو کي له دولته بهر و په ډېرو نړيوالو کمېسيونونو کي يې برخه اخيستې چي له هغې جملې څخه يو د ملګرو ملتونو د قانون له نظره د بېوزلو خلکو بسيا کول نومېږي. په دې موده کي نوموړى د امريکې د وکيلانو د نړيوال عدالت په پروګرام کي د قانون د حاکميت د پروژې د عالي مشورتي کمېټې غړى و، همدا رنګه د بروکنګ د موسسې (په نړۍ کي د امن او سولي د راتګ) د پروژې د عالي کمېټې غړيتوب يې هم درلود. او د دې په خوا کي يې نوري ډېري بشري چاري هم سرته رسولي چي د ټولو بيانول په دې لنډه ليکنه کي ناممکن دي.


ښايي دا ساده مسئله نه وي چي ښاغلي غني لس کاله د افغانستان په څلور سوه کلن تاريخ او تېرو هېرو واقعاتو پسي پلټنه کوله او تر دې وروسته يې بيا د دغه زخمي هيواد د زخمونو د درمان لپاره تر خپله وسه لسيزي مبارزه کوله، بلکي د دې هڅي او تلاښ تر شا يو فکر پروت دئ، چي ښاغلى غني به هيڅ وخت آرام ته پرېنږدي. دا پټ او غلى احساس هغه دردوونکى کيفيت دئ، چي د شلمي پېړۍ ستر افغان جناب الفت يې هم آرام ته نه پرېښوده ويل به يې: يو پټ غلى احساس دئ چي آرام مي نه پرېږدي

پر اور مي کړوي، لکه چي خام مي نه پرېږدي

ډاکټر غني د افغاني ټولني له روايت او ثقافت څخه الهام اخيستى و، چي کلونه يې د دې ټاټوبي د صوفيه کرامو د پېښليک او ژوند او اند په راسپړنه تېر کړل، او لا تر اوسه هم د دې هيواد په اساسي مطالعه او څېړنه بوخت دئ.

لاس ته راوړني
همدا راز سږکال د امريکا د تفت پوهنتون ښاغلي ډاکټر اشرف غني ته د نړيوال وطندار تر عنوان لاندي د نړۍ ډېره ممتازه جايزه ورکړه، بايد وويل شي چي دا جايزه د نړۍ ډېرو کمو خلکو اخيستې، چي دا ځل يې يو افغان پروفيسر په اخيستو ونمانځل شو.

فرستادن/حفظ کردن

2 Responses for “د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي لنډه پیژندګلوي”

  1. Vote -1 Vote +1وحيدالله فاروقي زرګر says:

    د ويب پاڼې له چارواكو څخه غوښتنه لرم چې د اشرف غني احمدزي د پيژندګلوئ په برخه د هغه د سوداګرئ پر ځاى د ماليي وزارت وليكي، ځكه چې نوموړي د ماليې وزير پاته شوى نه د سوداګرئ وزير

  2. Vote -1 Vote +1اتمر says:

    He can be a strong leader and loyal to this Nation, He is much better than Karzia, He has got the ability to safe our nation from corrupted people. I saw his ability in Kabul University. He did useful things for our youths. He proved himself as a great leader with strong leadership. He is against warlords, Drug Dealers, Smuglers, Landmafia. Karzia is coming on his students students student. Karzia must kiss his hands and polish his shoes.

    Love him

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد
    • احزاب افغانستان نامزد واحد در انتخابات ریاست جمهوری معرفی می‌کنند: احمد ضیا مسعود
    • ناټو: د امنيتي تړون لاسليکول د افغانستان او امريکا ترمنځ دوه اړخيزه اړيکه ده
    • سیلابونو په پکتيکا ولایت کې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي
    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند