Posts | Comments | E-mail /

مهم سفر؛ ستونزمن ماموريت؛ خو…

Posted by on Jan 8th, 2013 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

رون دهېواد ولسمشر ښاغلى حامد كرزي په يوه مهم سفر د امريكا د متحده ايالاتو لار ونيوه. دا سفريقيناً چې ډېر مهم دى؛ هم پخپله د ولسمشر له پاره او هم د افغان ولس له پاره. د نړۍ د يوه ډېر فقير او جنګ ځپلي هېواد چې هر څه يې د جنګ لوخړولو لولپه كړي ولسمشر چې په هر څه كې د بهرنيانو مرستې ته اړ دى، ځي د دنيا د يوه تر ټولو ځواكمن هېواد له ولسمشر سره دخپل هېواد د برخليك په اړه ناندرۍ وهي، هغه هېواد چې ان هغه اروپايي چې د تمدن، قانونيت او دموكراسۍ لومړنى دعوه داره ده او په ساينس او ټكنالوژۍ كې يې هم يو وخت پر ټوله دنيا راج چلېده، له غوږونو رانيولې كله يې له ځان سره دعراق د ځپلو له پاره ځغلوي او كله يې افغانستان ته راولي.

خو يو هم ورته دا نه شي ويلاى چې په دغو لښكر كشيو كې زما ګټه څه ده او اړتيا مې څه ده؟ زما د وطن سرتيري د كوم هدف له پاره هم پخپله ووژل شي او هم نور ووژني او په دې توګه له ځانه وروسته د ځان په باب يو كركجن تصوير پر ځاى پرېږدي؟

هغه چا چې د خليج په لومړني جنګ (1991) كې د امريكا او د هغې د متحدينو ملاتړونه كړ، كلونه وروسته يوه امريكايي دپلومات پيترتامسن له يوه افغان ژورنالست سره په مركه كې ويلي وو چې دا كار يوه بيه لري او دا بيه به خامخا ادا  كوي.

اوس نو د دغسې يوه زورور هېواد له واكمنانو سره پر دې خبرې كول چې هم زموږ د ملي استقلال درناوى وكړي، هم زموږ ملي واكمني په رسميت وپيژني او هم په هغه څه كې چې موږ ورته اړتيا لرو، راسره هغسې مرسته وكړي چې زموږ ضروتونه يې ايجابوي، چانې د درياب په څېر لوى زړه غواړي، افغانستان دا مهال تر بل هر وخته زيات په يوه حساس موقعيت كې قرار لري، افغانستان دا مهال د داسې ګاونډيانو تر منځ راګير دى چې هم په سيمه كې پر خپل قوت حساب كوي او هم يې د نسواندۍ دا حال دى چې نپوهېږي، چې له دې څولسيزو جنګ تباه كړي افغانستان سره څه وكړي؛ خام يې تر ستوني تير كړي او كه نه؛ پخيدو ته يې منتظر پاتې شي. په حقيقت كې دغه حريص او حسود ګاونډيان د بېوزله او تشلاسي افغانستان پر سرد ګيوتين د تيغ حيثيت لري، چې هره شيبه يې پر سر د راپريوتو ويره ده.

له بلې خوا په تېرو يوولسو كالو كې په وار وار تجربه شوه، چې افغانستان ته راغلى تورې لښكرې، په سيمه كې د خپلو ډېرو لويو او ستراتيژيكو اهدافو د تحقق له پاره راغلي، كله چې سړى د دغو اهدافو اوږده او ساره ارزوي، نوعقل يې له سره كډه وكړي، لكه څومره چې دا اهداف ستر دى په همدې پيمانه په افغانستان كې اوږد مهاله شتون ته هم اړتيا لري، كومې نظامي پايګاه ګانې چې په دا تېرو يوولسو كالو كې د  افغاني ولس له خوښې پرته پخپل سرجوړې شوي او پر هرې يوې ملياردونه ډالره لګښتونه شوي، دا له ځانه سره يو ډېر روښانه پيغام لري؛ خو له دې سره سره هم دې لښكرو هم پخپله زموږ پر سر خرواريز بمونه را واورول او هم يې زموږ حسودو ګاونډيانو ته يوازې پرېښودو او ډېر ځله يې زموږ په وړاندې د هغوى مټې هم مزبوتې كړې. دا تصور چې دا لښكري به د ګاونډيانو لاسونه زموږ له ګريوانه لنډ كړي په وار وار غلط جوت شول، زموږ هيله دا ده چې افغان ولسمشر په همدغسې يوه حالت كې د يوه ريښتنى مسلمان او افغان پحيث داسې يو دريځ خپل كړي چې ځانته داسې نوم وګټي چې سبا ته دى هم پرې ووياړلاى شي او ملت يې هم پرې ووياړي، نه دا چې پر وچولي يې د يوه تاريخي پيغور داغ شي. افغانانو د تاريخ په اوږدو كې فقر او بيوزلي په ورين تندي منلې؛ خو د ذلت او پيغور داغ يې پر خپله لمن نه دى پريښى او همدا يې لويه ځانګړنه ده.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد
    • د آی او ایم له خوا د خوست ولایت د سیلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه