Posts | Comments | E-mail /

له ښكرورو او قانون ماتوونكيو سره حساب په كار دى

Posted by on Jan 1st, 2013 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

مشرانو جرګې هم په كندهار كې د يوه خليجي هېواد د الوتكې بې اجازې راښكته كيدو پر پېښه بحث وكړ او د دې پېښې د پلټنې پريكړه يې وكړه، دا واقعاً ډېره مسخره مساله ده چې افغانستان دې خپلواك هېواد وي خو الوتكې دې پكې ټيټې او پورته شي، د بهرنيانو د پوځيانو، استخباراتو او مېله بازانو غومبر دې پكې جوړ وي.

د دې بدمرغيو يو سر كه د بهرنيو له خپلسريو سره نښلي، بل يې په هېواد كې دننه له هغو جنګسالارانو او په خرمستيو كې ښكيل لوريو سره دى چې په بې نظميو كې راپورته شول، د قانون رعايت ورته زولنې ښكاري او په هېڅ ډول اصولو او نورمونو باور نه لري، دوى د نفسي هوسونو له پوره كولو پرته نه كوم ارمان لري نه ايډيال، د دې هوسونو د پوره كولو لپاره له هېڅ ډول تړاوونو ډډه نه كوي، له بده مرغه په تېرو 11 كلونو كې چې پر نظاد بهرنيانو شوم سيورى پروت دى د همدې شوم سيوري يو شوم سوغات ولس ته همدغه دى چې زموږ د هېواد حريم تر پښو لاندې شي، هر ډول خرمستۍ پكې روانې وي، هېواد د ملا نصرالدين د كلا بڼه لري چې هر بهرنى هر وخت دلته سرې سترګې راتلاى شي، همدغسې له پرديو سره تړلي او د وخت په شرايطو كې را لوى شوي او پړسيدلي ياران چې هر كله هر چېرته وغواړي آزادانه تلاى شي.

دا وړوكې ستونزه نه ده، حكومت چې تر اوسه پر داسې ښكرورو نه دى بريالى شوى چې له خپلسريو يې را وګرزوي يو لامل به يې پخپله د حكومت ناتواني وي بل يې د درې ګونو قواؤ نه همغږي او د قانون د پلي كيدا په برخه كې غفلت دى.

اوس چې مشرانو جرګې د مسالې د څېړنې خبره كړې، خداى دې وكړي چې تر پايه يې پسې تعقيب كړي او په نيمه كې يې پرنيږدي.

كه څه هم د «اى بسا آرزو كه خاك شده» په مصداق ډېره تمه نشته چې دغه مساله دې سمه وارزول شي، نه يوازې د بهرنيو الوتكو بې اجازې راتلل او زموږ په هوايي ډګرونو كيناستل، بلكې هغه ټولې پېښې چې هره ورځ زموږ د ځمكې او فضا پر حريم تيرى كېږي او هېڅ لاره او ګودر يې معلوم نه دى ارزول او پلټل غواړي، په ټوله كې د خپل هېواد د حريم پر اړه د افغانانو راويښيدو ته اړتيا ده، دا تور غوبل به تر كومه وي؟

زموږ ولس به د څو بدمستو په خرمستيو كې ډوبو يارانو د نامردانو لوبو له امله تر كومه داسې بې توقيره وي؟

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان