Posts | Comments | E-mail /

په خوست ولایت کې د٩۹ کود څخه دشهيدانو او زخميانو له کورنيو سره مرسته وشوه

Posted by on Dec 31st, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست ښار (واکمن):- دجدي دمياشې په ١١نېټه دخوست ولايت مقام دغونډو په تالار کې ديو لړمراسموپه ترڅ کې ددغه ولايت دمرکز او ولسواليو دبېلابېلو پېښو دشهيدانو او زخميانو له کورنيو سره د٩٩کود څخه درې ميليونه او دوه لکه (٣٢٠٠٠٠٠) افغانيونقدي مرسته وشوه .

مراسم دپاک قران دمبارکوايتونوپه تلاوت سره پيل شول ،ورپسې دخوست ولايت معاون او سرپرست ښاغلي عبدالواحدپټان دمراسمو برخوالوته اغيزمنه پرانيستونکې وينا وکړه ،نوموړي وويل چې دغه نقدي مرسته دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دجمهور رئيس جلالتماب حامدکرزي دهغه زړه سوي او همدردۍ له مخې دهغه مظلومو کورنيو سره ترسره کيږي چې دکورنۍ غړي يې په بېلابېلو پېښو کې شهيدان اويا زخميان شوي دي.نوموړي زياتوله چې دهېواد جمهور رئيس دټولو مظلومو او درديدلو کورنيو دستونزو هواري ته ځانګړې توجه لري.

ښاغلي عبدالواحدپټان وويل چې خوست ولايتي ادارې دهېواد دجمهور رئيس دلارښوونو سره سم په خپل وخت ددغه ولايت ترهرې اړې او غم ځپلې کورنۍ پورې   شوې مرستې په ډير مسووليت اوشفافيت سره رسولې دي،دنوموړي په خبره ولايتي اداره هڅه کوي ترڅو دمرکزي حکومت اونړيواله مرستندويه ټولنو څخه ددغه ولايت دغريبو ،بې وزله اوغم ځپلو کورنيو لپاره زياتې مرستې راجلب کړي ،ترڅو داړو کورنيو ټولې هغه ستونزې هوارې شي چې دامهال ورسره مخامخ دي.

دخوست ولايت مرستيال اوسرپرست ښاغلي عبدالواحدپټان له شتمنو کسانو وغوښتل چې په اسلامي اوملي مسووليت سره په ټولنه کې داړو کورنيو سره مرستې وکړي ،چې په دې کارسره به لوى خداى پاک ج دوى ته زيات ثوابونه په برخه کړي.

ښاغلي پټان له ولسونو وغوښتل چې په دغه ولايت کې دامنيتي حالت دټينګښت او بدمرغيو دمخينوي په خاطر دخپلو امنيتي ارګانونو سره بشپړه ولسي همکاري وکړي.

وروسته يوتن دشهيدانو او زخميانو دکورنيو په استازيتوب خبرې وکړې ،دهېواد دجمهور رئيس حامدکرزي دځانګړې لورينې او خوست ولايتي ادارې دتلاشونو څخه يې مننه وکړه چې ددوى په غم کې يې ځان شريک بللى او دزړه سوي په اساس يې له دوى سره مرسته کړې ده، ياد تن دنورو په استازيتوب خوست ولايتي ادارې ته ددې ډاډ ورکړ چې تل به له خپلو امنيتي ارګانونو سره مرسته کوي ترڅو هيڅ داسې پېښې رامنځته نه شي چې ددغه ولايت مظلوم ولسونه دغم په ټغر کينوي.

دمراسمو په وروستيو کې دخوست ولايت دمعاون اوسرپرست ښاغلي عبدالواحدپټان لخوا دبېلابېلو پېښو ١٣تنو شهيدانو او٣٧تنو زخميانو له کورنيو سره د درې ميليونه او دوه لکه (٣٢٠٠٠٠٠) افغانيو مرسته وشوه ،چې دموظف پلاوي په حضور کې دهرشهيد کورنۍ ته يو لک (١٠٠٠٠٠) افغانۍ اودهرشهيد کورنۍ ته پنځوس زره (٥٠٠٠٠) افغانۍ ورکړل شوې ،مراسم په هېواد کې دامن اوسولې دټينګښت لپاره په دعا سره پاى ته ورسيدل.

واکمن

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دستگیری چند تن از افغان ها به اتهام سهم گیری در مظاهرات اخیر مصر: خبر عاجل
    • برادر ایمن الظواهر در قاهره دستگیر شد
    • هند از باز داشت یک تروریست خطرناک خبر داد
    • خلیل: افراد حکیم شجاعی، مردم را در ارزگان لت و کوب کردند
    • پسر رهبر اخوان المسلمین مصر در مظاهرات کشته شد
    • طالبان نیز خشونت های اخیر مصر را تقبیح کردند
    • حامد کرزی با وارث شهدای حادثه اخیر انفجار ماین در ولسوالی شینوار ولایت ننگرهار، اظهار همدردی کرد
    • حامد کرزی حملات تروریستی در ولایات هرات« فراه، و هلمند را شدیدا محکوم کرد
    • حامد کرزی حمله تروریستی بالای خانم نجما حنیف یکی از رهبران عوامی نشنل پارتی را شدیداً محکوم کرد
    • د خوست ولایت د صبريو قومي مشرانو په دغه ولسوالۍ کې د بيارغونې د پروژو غوښتنه وکړه