Posts | Comments | E-mail /

د ورانکارو څخه حمايت لوی خيانت دی

Posted by on Dec 31st, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

عاشق صابر.
هره ورځ د نوي ناورين سره مخ کېږو، هره ورځ مو هېوادوال وژل کېږي، هره ورځ سړي تښتونکي زياتېږي، سړي خوړونکو هم وده کړې، په رڼا ورځ موټرونه غلا کېږي، غلاوې کېږي، فساد زياتېږي، غربت مخ په ډېرېدو دی، ناامنۍ لامن پراخوي، اهل کار له بستونو لوېږي او ځای يې د واسطې يا پیسې والا نيسي، ستونزې زياتېږي خو د حل لارې نده سنجول شوې، او نه تراوسه د پورته ذکرشويو ناخوالو اصلي لوبغاړي نيول شوي، نه دا پوښتنه شوې چې د امنيتي او کشفي ارګانونو له لوري نيول شوي لوبغاړي د چا په لمسون، همکارۍ او فشار د بند له تمبو او سزاء څخه ازاد شوي، څو اونۍ وړاندې خدمتګار ورځپاڼې په يوې سرليکنه کې د کابل چارواکو له لوري د ورانکارو، غلو، اختطافګرو، سړي خوړونکو او فساد لرونکو  څخه حمايت ته اشاره کړې وه، او ليکلي يې و، چې په بغلان کې د سيمه ييزو پوليسو يو قومندان د ځينو وکيلانو له لوري حمايه کېږي، په ورته وخت کې ځينو برېښنايي رسنيو راپور خپور کړ، چې له شجاعي، له قومندان ميرعلم او د بغلان انسان خوړونکي قومندان محمدکمين څخه ځيني چارواکي حمايت کوي ، هغه حمايه کوي او په کابل کې ورته د پاتې کېدو لازم سهولتونه برابروي، د هېواد د نورو سيمو ترڅنګ اوس په خوست ولايت کې هم د ځيني ورانکارو څخه د مرکز يو شمېر چارواکي حمايت کوي او نه پرېږدي، چې د خوست حالت ښه شي، درې اونۍ وړاندې په خوست کې ټانکرونه ونيول شول، چې په کره ثبوتونو د غلا ټانکرونه و، کله چې د امنيتي او کشفي ارګانونو له لوري غله ونيول شول، سملاسي د کابل څخه ورته تليفونونه وشول او دوی يې تهديد کړل ترڅو نيول شوي غله خوشي کړي او په اخطاريه ډول دا هم ورته ويل شوي و، چې که خوشي يې نکړي دندې به له لاسه ورکړي.
د مرکزي ادارو له لوري د ورانکارو فعاليت ګرو حمايت هېواد له ستونزو بچ کولی شي؟ ورانکاري، ورانکاري دي که په هره جامه کې وي، دوی ورانکاري کوي او د امنيتي او کشفي ارګانونو دنده او فرض دی چې د دوی مخه ونيسي، اوسيدونکي او عامه افغانان هم دا مسوليت لري چې د هر راز منفي کړنو د ليدو په حالت کې امنيتي ارګانونه خبر کړي.
د پورته ذکرشويو ورانکارو څخه حمايت په حقيقت کې هېواد له نه خلاصېدونکي بحران سره مخ کول دي، په مرکز او ولاياتو کې هر چارواکی خپل صلاحيت او مسوليت لري، هر يو مکلف دی، چې د صلاحيت پر بناء مکلفيت ادا کړي، هر چارواکی کاري لايحه لري او پکار ده، چې د کاري لايحې څخه د باندې هېڅ قدم کښېندي، د پورته ذکر شويو ورانکارو څخه حمايت په اصل کې د هېوادوالو سره ظلم دی، او په کار ده، چې چارواکي د هېڅ ورانکاري حمايت ونکړي.
هېوادوال په تېرو لسيزو کې ډېر ځپل شوي، کونډې، يتيمان، معيوب او معلول پاتې دي، ۹۰سلنه اوسيدونکي اوس هم تعليم نه لري، ډېری شمېر ولسوالۍ اوس هم صحي کلينکونو، اوبو او نورو اسناتياوو ته لاس رسی نه لري، د مرکز څخه تر سرحدي ولسواليو ټول اوسېدونکي د اوسني دولت څخه ډېرې هيلي او ارمانونه لري، پکار ده، چې د هغوئ د ارمانونو پوره کولو لپاره هڅې وشي نه دا چې د عامه افغانانو هيلې وسوځول شي.
عاشق صبر
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • تبرئه روحانی پاکستانی در محکمه این کشور
    • جنګسالاران دا ځل واك ته پارلماني پلمه كوي
    • وروستيو سيلابونو دګرديز اوخوست دلوى سرک ترټولو لوى پُل نړولى دى
    • بدون شرح
    • درگیری های شدید در سرحد هند و پاکستان
    • افغانستان به تاجکستان گاز صادر می کند
    • وقوع انفجار شدید در شاهراه کابل-مزارشریف
    • وزیر اطلاعات و کلتور تونس توسط یک هنرمند لت و کوب شد
    • هشدار های طالبان را بطور جدی تحت بررسی داریم: سخنگوی ریاست جمهوری مصر
    • عمر داوودزى راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد دى