Posts | Comments | E-mail /

دنوی عيسوی کال درارسېدو په مناسبت دمباره کی پيغام

Posted by on Dec 31st, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

حبيب الله غمخور

دنړۍ په گوټ گوټ کښي اوسېدونکوپه ځانگړې توگه هغوته چې په هيوادونوکښي ئي عيسوی کال هنداره رسميت لري  د۲۰۱۳ ز کال درارسېدوله امله دزړه کومې مبارهکی اونېکې هيلې وړاندي کوم .

برادران وخواهران گرامي وشرافتمندسرتاسر جهان !

به مناسبت فرارسيدن  سال ۲۰۱۳ عيسوی  صميمانه ترين وگرمترين تبريکات قلبی خويش را به شما وهمه کسانکه اين روز راخجسته ميدانند مبارک باد ميگويم . آرزومندم سال نوعيسوی براي همه باشنده گان جهان يک سال  خوب،پرسعادت وکامگاري باشد.

دادی دنړۍ بې شمېره  کړېدلی ولس  يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردی . دوي يوڅه غواړي ،هغه سوله ،ټولنيز عدالت ،سوکالي  اوانساني کرامت ته درناوی .

له بدمرغه په تيرکال کي دځمکې دکرې پر مخ اوسېدونکوولسونو هيلي اوارزوگاني يوځل بيا په ناهيليو بدلي سوې . خلکوسوله غوښتل، مگر هغه رانه غله،په زيات شمير هيوادونوکښي لوږه ، بېکاری ،ناروغی ،دښځې اوماشوم سره نارواکړنې  اقتصادي ناخوالي ،ظلم اوستم ،دهېروئينواونورو وژونکو توکوپټه اوښکاره سوداگري  په ټول قوت پرخپل ځاي پاته ده ،متاسفانه داچي کم نشول مخ پر زياتېدودرومی .

زموږ هيوادوالوهم لکه دنړۍ نورولسونه دنړيوالي ټولنې څخه  انتظاردرلودچي په تير ۲۰۱۲ زکال کښي به افغان ولس دستونزو دهواری لاري چار ي ولټوي اوزموږپه هيوادکي به سوله راشي .متاسفانه دافغان کړېدلې ولس دغه انساني ارزو تراوسه لاداميدونوپه ټال ځنگېږي .موږ تراوسه لاهم ديوې روښانه راتلونکی ،سولي اوثبات  داسي کومې  نښې نښانې نه گوروچي انسان ورته اميدوار اوسي .

په ټول هيوادکي امنيت ټکنۍ دئ ،دزورواکانو،جنگسالارواوتنظيم سالارو ترمنځ دراتلونکي حاکميت ترلاسه کولوپر سر سيالي په درب روانه ده .

له يوې خواپه دولتي حاکميت کښي شاملو او اوسني حاکميت څخه خوابدوترمنځ جگړه اودبلې خوادطالبانو او القاعدې دسازمان  پر خلاف  مبارزې په نامه هره ورځ زموږ دهيوادپه کليو اوبانډوکي بې گناه  انسانا ن وژل کيږي . يوئې په واسکټونواوبل ئي په توپونودخداي ورکړي ژوندنه محروموي .

زموږ گاونډيان په ځانگړې توگه پاکستان او ايران دافغانستان په وړاندي خپل دوه مخی اوافغان دښمنه سياست پر مخ بيايي .دوي نه يوازي داچي په  وسلوسمبال دلته دوژنې اوورانۍ لپاره راليږي بلکې دخپل هيوادو او په افغانستان کي دننه له خپلو ټولوامکاناتونه دافغان ولس دزورونې لپاره دډول ،ډول سياسي ،اقتصادي اوپوځی فشارونه استفاده کوي .

په تيرعيسوی کال کې له يوې خواپاکستان څومياشتي په دوامداره توگه زمږ پاکه خاورپه توپواوراکټو ويشتل په زرهاوکورنۍ موپه خپل هيوادکي دکورنوپرېښودلوته مجبورسوې اودبلې خوا ايراني اخوندانوچي زموږ دبې گناه ځوانانوپه دارځړولوئې سترگې مړې نسوې په زره هاووکورنۍ دټولوانساني،اخلاقی نورموپر خلاف په وحشيانه بڼه له خپل هيوانه وايستل . دمعتبرولاسوندوله مخې زموږ په خاوره راننوتلي هغه ئې غصب کړې اوهم دلته په افغانستان کي دننه په زرهاواجنټان روزي ترڅودهغوي نه دخپلو مخولپاره په ډيرمهارت استفاده وکړي .

دافغان ولس دتکرارغوښتنوسره متاسفانه نړيوالي ټولنې په سرکې امريکادپاکستان څخه په کلکه داغوښتنه ونکړه چې دافغانستان په خاوره کي خپلوناروا لاسوهنوته دپاي ټکی کښېږدي .همداډول نړيوالي ټولنه دخپلو مخولپاره  پر ايراني اخوندانو بندېزونه لگوي خوهيڅکله چې هم دملگروملتودسازمان په کومه غونډه کي دايراني اخوندانولخوادافغانستان په کورنيو چاروکي مداخلوته گوته ونه نيول .

که امريکا اوناټودافغان ولس دښېرازی اوپرمختگ سره روښتيانۍ علاقه لري اوغواړي دلته سوله راسي نو ښه خبره داده چي دجگړې پرځاي دافغانستان داوسنی حاکميت دټولوخوابدواړخونو،ډلو اوتنظيمونوسره بې له استثنا خبرې وشي اوهغوي  ته بيله کوم شرط نه دافغانستان په بيا جوړونه کي دفعال گډون امکانات برابر شي.

دا اړينه بولو چي دافغانستان دروښانه راتلونکې  اودافغانستان کي دسولي اوثبات  په خاطر دټولوخوابدو خواوو په گډون ديوه افغان شموله نړيوال کنفرانس دجوړېدوامکانات  په افغانستان کښي دننه برابرشي   . اوپدې کنفرانس کي ټولوافغانانوته هرچيري چې اوسی اودهرې نظر يې اوعقيدي پيرودی دگډون امکانات ورته  برابرشي .

موږ اميدواريوچي په راتلونکي نوي عيسوی کال کښي به  نړيواله ټولنه دنړئ او افغان ولس په وړاندي خپلو مسوليتونوته پاملرنه وکړي اوهغه ولسونوته چي دجگړې داورپه لمبوکښي کړېږي له دې کړېدونه دتل لپاره نجات ورکړي  .

دنړۍ ټول انسان دازاد،سوله ايز اوپه اقتصادي لحاظ دبسياژوندکولوحق لري،له شاته پاته هيوادونوسره دپرمختللو هيوادوبې پرې مرستې به ددې هيوادونودخلکودژوندپه اقتصادي ،علمی غوړيدواوپرمختگ کي لويه همکاری وي .

راسئ دمځکي کره دجگړو،ډول ډول وسله والوسياليو داوردلمبو پر ځاي  دسولي اواقتصادي غوړيدو، هوسااوبسياژونددپرمختگونوپه توکوښکلې کړو.

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب الله غمخور

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه
    • وقوع حمله انتحاری در نزدیک میدان هوایی قندهار