Posts | Comments | E-mail /

حامد کرزي د فرانسې د دفاع له وزیر سره وکتل

Posted by on Dec 31st, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست څخه په رارسیدلی خبرپاڼه کې راغلی چې جمهور رئیس حامد کرزي د فرانسې د دفاع له وزیر ښاغلي ژان ایف لودریان سره نن ماښام په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او فرانسې تر منځ د لاسلیک شوې معاهدې په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د همکاریو او په هېواد کې د سولې د بهیر په باب خبرې وکړې.

دغه راز په دې کتنه کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته، له افغانستان سره د فرانسې د حضور او همکاریو د څرنګوالی په اړه هم نظرونه وړاندې شول.

ښاغلي لودریان افغانستان ته د خپل سفر په اړه او دا چې له خپلو عسکرو سره د نوي میلادي کال د لمانځلو لپاره راغلی، د هېواد جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.

حامد کرزي فرانسه د افغانستان یو تاریخي دوست هېواد وباله او په تېرو کلونو کې یې له افغانستان سره ددغه هېواد د مرستو او همکاریو له امله مننه او قدرداني وکړه.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خروج نیروهای پولندی قبل از پایان ماموریت نظامی آنها
    • امریکا آمادهٔ پذیرش یک رئیس جمهور زن است:- میشل اوباما
    • کشته و زخمی شدن ۱۰ نفر در نتیجهٔ انفجار ماین کنار سرک در ولسوالی مارجه ولایت هلمند
    • ولسوال نام نهاد طالبان برای ولسوالی بغلان مرکزی کشته شد
    • سازمان امنیت ملی امریکا پروگرام های نظارتی خود را قانونی اعلام کرد
    • آغاز تمرینات نظامی تحت عنوان رفاقت نظامی ۲۰۱۳
    • نیروهای کودتاچی مصر مسجد فتح قاهره را تحت محاصرهٔ خود در آورده اند
    • طالبان ۱۰ تن از کارکنان یک شرکت سرک سازی را در ولایت هرات گلوله باران کردند
    • باز داشت ۱۰۰۰ تن از هواداران اخوان المسلمین در مصر
    • تعداد از مشاورین امریکایی برای مهار تهدید روز افزون القاعده در عراق مستقر می شوند: وزیر خارجه این کشور