Posts | Comments | E-mail /

معکوس شوې پروژې!

Posted by on Dec 31st, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

فريدون خوځون

پاکستان د خپل ۶۴ کلن تاریخ په تر ټولو خورا حساس او ستونزمن پړاو کې قرار لري. په پاکستان کې نا امنیو زور اخستی، ځانمرګي بریدونه، وژنې او چاودنې ډېر شوي. په تازه پېښه کې په بلوچستان کې د شیعه زیارت کوونکو درې بسونه په نښه شوي، چې له امله یې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. د چارواکو په وینا دغه بسونه له ایرانه کوټې ته په لاره وو ور سره ملېشه ځواکونه هم مله وو.

له دې مخکې د بلوچستان په ګوادر سیمه کې د سخت دریځو په یوه برید کې هغه ۱۱ کسان ووژل شول، چې په غیر قانوني توګه ایران ته روان وو.

له بلې خوا بیا پاکستانیو چارواکو ویلي، د هغو دوه ویشتو ملېشه ځواکونو څخه یې یوویشت سرتېري وژل شوي، چې د تېرې جمعې په ورځ د وسله والو له لوري تښتول شوي وو.

تېره پنجشنبه د پېښور جنوب ختیځ لور ادم خېلو درې ته نږدې په لسګونو وسله والو، چې پر ډول ډول سپکو او درنو وسلو سمبال وو، د ملېشه ځواکونو پر امنيتي پوستو ډله ييز برید وکړ او تر څو ساعته نښتې وروسته يې ۲۳ ملېشه وتښتول.

محمد، چې ځان په ادم خېلو دره کې د وسله والو طالبانو ویاند بولي وايي، دغه سرتېري دوی وژلي او ډير ژر به رسنیو ته د دې ډله ييزې وژنې ويډيو وسپاري.

تېره اوونۍ د پېښور په قصه خوانۍ کې د واکمن عوامي نشنل ګوند یو مهم غړی او مشر صوبايي وزیر بشير احمد بلور په یوه ځانمرګي برید کې له نهو نورو كسانو سره یو ځای ووژل شو.

تر دې پيښې یوازې څو ورځې وړاندې؛ د وسله والو طالبانو یوې ډلې د پيښور پر باچا خان هوايي ډګر ډله ييز او راکټي برید وکړ، چې څو ساعتونه يې دوام درلود.

په دې وروستیو کې دغه ډول پېښې ډېرې شوې دي، چې د پوځي او سیاسي چارواکو اندېښنې یې زياتې كړې دي.

د پاکستان لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني ويلي، چې هېواد یې د خپل تاریخ په حساس پړاو کې دی. هغه ويلی، بهرنیو پېچلو شرایطو او د هېواد په دننه کې بې ثباتۍ دغه هېواد له جدي امنیتي ننګونو سره مخ کړی دی.

پاکستان له دې وړاندې په وار وار له وسله والو نه په ملاتړ تورن شوی او عملاً نړیوالې ټولنې داسې شواهد وړاندې کړي، چې د دغه هېواد امنیتي ادارې له وسله والو ملاتړ کوي، خو اوس پاکستان خپله د همدې پديدې ښکار دی.

یو کورنی سپی چې له کلونو کلونو یو چا په خورا مینه ساتلی وي، خو چې لېونی شي بېرته خپل خاوند ته ګواښ وي او حمله پرې کوي.

اوس همداسې طالبان او نورې وسله والې ډلې چې د پاکستان په ملاتړ جوړې او رامنځ ته شوې دي، د پاکستان له منګولو وځي او پاکستان ته د یوه ګواښ په توګه متوجه دي. پاکستان اوس په یوه داسې پاشلي حالت کې دی، چې ښايي جغرافیوي څرنګوالی یې له سره ترسیم شي. نړیوال شناندي اټکل کوي، چې د پاکستان جغرافیه له ګواښ سره مخ ده.

د نړۍ د جیوپولیټکس یا سیاسي جغرافیې، دفاع او بهرنۍ پالیسۍ مشهور کارپوه رابرت ډي کپلان وايي، د پاکستان اداره ورځ تر بلې ګرانېږي او په داسي حال کې چې د دغه هېواد بېلتون غوښتونکي غورځنګونه زور اخلي ممکن د دغه هېواد سرحدونه له سره ترسیم شي.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ليکلي، له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې چې کوم نوی ګواښ پاکستان ته مخامخ دی هغه د دغه هېواد د ټوټه كېدو خطر دی.

مشهور لیکوال احمدرشید هم څه وخت وړاندې ويلي و چې امریکا، افغانستان او پاکستان باید په ګډه کار وکړي، پاکستان دې د افغانستان په اړه دوه مخې لوبه پرېږدي، ځکه چې ښايي د دې هېواد جغرافیه بدله شي.

رابرت کپلان په خپل وروستي کتاب (د جغرافیې انتقام) کې لیکلي، څرګنده نه ده چې پاکستان د یوه هېواد په توګه یوځای پاتې کېدای شي که نه. هغه وايي، ځکه په دغه هېواد کې د بلوڅو بېلتون غوښتونکي غورځنګ، د سندیانو ملتپال غورځنګ او د نورو بېلتون غوښتونکو ډلو، د موجودیت له کبله یې په راتلونکو کلونو کې د دغه هېواد اداره او کنټرول سختېږي.

کپلان وايي، ما ته په یو څه اوږدمهال کې هغه پولې چې پاکستان له افغانستان او یا پاکستان له هندوستانه جلا کوي، تلپاتې نه ښکاري.

کپلان زیاتوي، حقیقت دا دی چې پاکستان، هندوستان او افغانستان چې د زرګونو کاله ګډ تاریخ لري، په مصنوعي ډول سره جلا شوي او دا مساله د ډېر کړکېچ سبب شوې ده، حال دا چې د دوی ترمنځ ډېرې جاذبې شته.

نور په سیمه کې د پاکستان په همدې حال پاتې کېدل به د ستونزو له ډېرېدو پرته بل څه ونه لري. ځکه په دغه هېواد د اسلامپالو تر څنګ ډېرې نورې ستونزې هم شته چې دغه هېواد د تجزیې خواته بيايي، لکه د پوځي او ملکي ادارو ترمنځ ستونزې، د اجرايوي او قضایي قوې او همدارنګه له سیاسي ګوندونو سره ستونزې، چې د پاکستان راتلونکی یې تیاره کړی دی.

له بلې خوا د امریکا په شمول له هند، افغانستان او ایران سره هم د پاکستان ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.

پاكستان يو واحد ملت نه دى، ځکه ملي ژبه، فرهنګ او نور معيارونه چې د يوه نه بېليدونكي ملت لپاره ضروري وي، نه لري، له بلې خوا پاکستان یوه باثباته جغرافیه هم نه لري، چې له همدې كبله ورځ تر بلې د پاکستان د ولسونو تر منځ درز زیاتېږي.

څه وخت وړاندې د هند د رسنیو یوه مسوول ویلي ول، چې د پاکستان اساس او بنسټ په مذهب ايښودل شوی او دی پاکستان د یوه ملت او یوه هېواد په توګه نه پېژني.

کرسچین ساینس منيټور ورځپاڼې بیا د پاکستان وضعیت د امریکا د تکزاس ایالت له ستروالي سره تشبیه کړی او ويلي یې وو، چې د پاکستان محکمې د قانون پر اساس نه دي؛ بلکې د غوښتونو له مخې کار کوي او د دې هېواد سیاسي ډلې د فاسدو شبکو ملګرې دي چې د بډایه طبقې ګټې په پام کې نیسي او په ستونزو کې ډوب قشر ته پام نه کوي.

کرسچين ساینس منيټور ليکلي وو، په پاکستان کې د اسامه بن لادن وژل کېدو د دې هېواد خلک حیران کړل چې ایا د دوی هېواد یو ناکام هېواد دی، یا یو فربیکاره او كه دواړه.

دغو ستونزو پر دولت د خلکو باور له پخوا کم کړی، د ائتلافي ګوندونو تر منځ ناندرۍ زیاتې شوې دي او امکان شته چې د پاکستان ائتلافي حکومت ونړېږي.

پاکستانیان په خپلو منځونو کې هم جوړ نه دي. د پښتنو او ام کیو ام تر منځ ستونزې پراخېدونکې دي، چې هره ورځ د وژنو او تاوتريخوالي له امله یې د دې هېواد ستر صنعتي او سوداګریز ښار کراچۍ له هره پلوه زیانمن کړی دی.

په پاکستان کې دننه مذهبي افراطپالنه هم خورا پراخه شوې، د پاکستان لپاره یې سر خوږی جوړ کړی او اختلافونه يې رامنځ ته کړي دي.

همدارنګه د ولسمشر زرداري په فساد کې ښکېلېدل او په اړه یې د دوسیې پرانستل هم یوه بله ستونزه ده، چې د پاکستان پر وضعیت یې خورا ناوړه سیوری کړی او د حکومت او قضايي قوې ترمنځ یې باور له منځه وړی دی.

د پوځي استخباراتو او ملکي حکومت ترمنځ هم ستونزې او د واک پر سر ناندرۍ جدي پاتې دي، چې لا هم له یوه بل نه وېره لري او د بې باورۍ فضا پرې حاکمه ده.

دا ټول هغه څه دي، چې د پاكستان کورنی ثبات یې له منځه وړی او پاکستان له دننه د چینجیو په شان تخريبوي.

په سیمه کې بیا له هند او افغانستان سره جغرافیوي ستونزې یې هم پر خپل ځای پاتې دي او په دې وروستیو کې یې له امریکا سره یو ځل بیا اوبه خړې شوې دي.

له امریکا سره په اړیکو کې پاکستان که څه هم چې له یوې خوا یې ميلياردونه ډالر تر لاسه کړل، خو له بلې خوا يې په خپل لاس روزل شوې وسله والې او افراطي ډلې د ځان دښمنې کړې دي، چې تر اوږده مهاله به دغه هېواد ګواښي.

اوس د پاکستان ټولې پروژې د دې هېواد پر وړاندې غبرګې شوې دي او ده چې نورو ته په لستوڼي كې ماران ساتل اوس خپله پرې راغبرګ شوي دي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه