پیښور: د رارسیدلو خبرونو پر اساس، د خيبر پښتونخوا ايالت په پیښور ښار کي يو نامتو او ستر ديني عالم مولانا محمد امير بجلي گهر د اجل داعي ته لبيک ووايه او خپل روح ئې حقيقي مالک ته وسپاره.
خبر زیاتوی چې نوموړې له څه مودې راهيسې ناروغه و چې هم له دغې ورپېښې ناروغۍ له لامله پرون د پېښور په بهانه ماڼۍ کي په حق ورسېد.
د نوموړي جنازه نن په يوولسو بجو په خپل پلرني کلي کي اداء او وروسته خاورو ته سپارل کېږي.
فرستادن/حفظ کردن