Posts | Comments | E-mail /

دډاکتر عبدالصمد حامد پر مرگ باندې د حامد کرزی سياسي سوداگري

Posted by on Dec 31st, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

حبيب الله غمخور

دډاکتر عبدالصمد حامد پرمرگ سياسي سوداگري

ژوندی خوپرېږده  دادی اوس  ئې پر مړ و هم سوداگري پيل کړه !

ښاغلی کرزی صاحب ددې پرځاي چې په ژوندوني ئې دهغه درناوی کړی واي اوس دافغان ولس دغولولپاره دهغه پر مړينه دتمساح اوښکي تويوي  .

په گران افغانستان ويب پاڼه کښي مې  همدا شېبه چي دلته په اروپاکي نيمه شپه کيږي تردې سرليک لاندي پېغام ترسترگوسو: ((افغانستان د نومیالی سیاستوال دوکتور عبد الصمد حامد د مړینۍ له امله د حامد کرزی د خواشینۍ پیغام))

متاسفانه داځل بياهم دکرزی په پيغام کښي  کوم نوي اوعلمي څه نسته . پدې پيغام کښي دکار اسانتيالپاره دده سکرټرانودبې بې سي او ازادی راډيونه دډاکتر صمد حامد دمړينې  دنشرسوي خبرنه استعمال سوی جملې را اخيستي اوددوي په ويناپېغام ئي ترې جوړ کړی .

دبېلگې په توگه په پيغام کي لولو : ((ارواښاد دوکتور عبدالصمد حامد په داخل او خارج کې تر لوړو زده کړو وروسته په تانده ځوانۍ کې د هېواد د پوهنې وزارت کې کار ته شامل سو او ورسره يې په کابل پوهنتون کې د استاد په توګه د هېواد ځوانان وروزل. ډېر کلونه د پوهنې وزارت د ځينو ادارو د مشر او هم د کابل پوهنتون د رئيس په توګه کار وکړ، بيا د پلان وزير سو او څه موده د عظمى صدارت مرستيال و.پر رسمي، علمي او حکومتي کارو سربېره ده د خپل ژوند په ټولو کلونو کې د مرګ تر ورځې پورې د افغانستان د خير، ښېګڼې او خپلو خلکو ته د سولې او سوکالۍ په اعاده کې هڅې کولې.دوکتور عبدالصمد حامد يو وطن دوست، د هېواد صادق خدمتګار او پر خلکو ډېر مهربان شخص و. دده مړينه يوه ستره ضايعه ده.)) که ئې وڅېړونوداپيغام کټ مټ ددغورسنيوچي مائې نوم واخيست دخبر لنډيزدي .

ښاغلی کرزی صاحب !

که تاسو دغه ټکوته چي ستاسو سکرتريت دډله ايزورسنيونه را اخيستي اوستاسوپه استازيتوب ئې  دپيغام نوم ورباندي ايښی موافق ياست اوپدې پوهيږ ئ چي هغه يو وړ ،عالم او لايق شخصيت وو،نوولې مودهغه له پوهی نه دهغه په ژوندکې استفاده ونکړه ؟ ولي موهغه ته بلنه ورنکړه چي وطن ته راستون شي ؟ ولې موهغه دمهاجرت په زوروونکو شرايطوکښي دژوندتر ورستيو سلگيو دټولونه پټ وساته ؟

اياهغه نسوه کولاي چي دا ستاسو تش په نامه جوړه سوې دسولي جرگه پر مخ بوزي ؟ فکرکوم تردغوچي اوس ئي سروال دي هغه ډير غښتلی اوجرگه مار سړئ وو! خو ماته معلومه ده ،هغه دهغه څه سره موافق نه ووکوم چي تاسو اوتي بوتی وې .

مرحوم ډاکتر صمد حامد ولاړ ،هغه اوس  په قبرکي دخپل تير ژوند سوال اوجواب ورکوي ،خوتاسوولې دېته نه متوجه کېږي چي سبابه بياديوه بل افغان کډوال دمرگ پر جنازه همدا سندره واياست !

همدا اوس په بهرکي ډيرافغان وطنپرستان اوسی، خوستاسولپاره انسان وژونکی ،جنگسالار دپرديوتاريخي نوکران اجنټان اوهغه چي اوس هم په دولت کي اوتردولت دباندي دملت پر وينو سوداگري کوي او معاملې کوي  ډيرمحترم دي ،داځکه چي تاسودهغوي اوهغوي ستاسو سره مشترکه ژبه پيداکولاي سي اويودبل گټې ساتلاي سی .

متاسفانه په دې ۱۲ کاله مو پر کومو ملي شخصيتونو اوهغه چاچي ملت اوهيواد ته وفاداروی تکيه نده کړې .

دادولس کاله ستاسوسياسي حرکتونواوهڅو وښودل چي تاسو تل پر جنگسالار، دهيروئينوسوداگر،ددولتي فساد  ماهرانوتکيه کوئ . بلې! موږ پوهېږوچې ستاسوخپله اودکورنۍ راتلونکې په دوي پورې تړلې ده . اوتاسوخپله ښېرازي ددغوسره په دوستۍ کي وينۍ . موږ فکرنه کوو چي ستاسو پدې ډول پيغامونودې ملت باور ولري . ومن الله التوفيق

 

فرستادن/حفظ کردن

2 Responses for “دډاکتر عبدالصمد حامد پر مرگ باندې د حامد کرزی سياسي سوداگري”

  1. Vote -1 Vote +1فولاد says:

    غمخور ته سلامونه: هیله لرم زما دغه پیام ولولی او جواب یی هم غواړم ایا وخپل هیواد ته دستنیدو په پخاطر ودعوت ته ضرورت وی ؟ زما له نظره وخپل مورنی ټاټوبی ته دګرځیدو او تللو په باب هبځوک دچاه مخه نه شی تړلی،تاسی همدا اوس کولای شی چی ددی پر ځای چی دسویدن ځخه دافغانستان په باب ګډوډی او او ډیر اوږدی لیکنی ولیکي کو لای شی وخپل هیواد ته تشرسف یوسي او دخپل مسلک مطابق دروزګان په ولایت کی دمعلمی پاکه دنده اجرا کړی که تاسی دا جرات وکړی نو هیځوک ستاسی مخه نه شی نیولای او دابه ستاسی ډیر ستر خدمت وی دخپل هیواد دبچو سره

  2. Vote -1 Vote +1shakir says:

    غمخور صاحب اسلام علکم
    په قلم د برکت شه، خدای ج د ستاسو قلم نه ودروی
    که کرزی مداری ویجدان لری اوس هم یو څه کولای شی چی تغیر راولی خو افسوس چس ویجدان یی مړ دی ترینه تمه نه شی چی د هیواد او ولس په ګټه څه کار وکړی . دا مداری یوازی او یوازی د یو څو جنګسالارانو او د هیواد او ولس د دښمانانو ګټی ساتی او بس
    شاکر

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • په مزار شريف ښار کې اورلګیدنې شاوخوا ٢٠٠هټۍ سوځولې
    • تحولات مصر از نظر آگاهان بحران مصر
    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار