Posts | Comments | E-mail /

دډير افسوس ځاي دی چې د افغانستان هوښيار سیاستپوهان لکه ډاکتر صمد حامدله موږ نه دابد لپاره جلاکېږي .

Posted by on Dec 31st, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمشرتابه دخواخوږ ی پيغام !

په ډيره خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړچي زموږ دهيواديوسپين ږيری اودټولوسياسي ناخوالوپه گرداب کې راټوکېدلی  سياستوال ډاکتر  عبدالصمد حامد دورپېښې  دوامداري ناروغۍ له امله  دجرمني په هيواد کي  ساه ورکړه اودهيواد والونه دجلاوطنۍ اونامرادی په شرايطوکې رخصت شو. انا لله و انا الیه راجعون

مرحوم  ډاکتر صمدحامد ديوه پېژندل سوي سياسي شخصيت  په توگه دڅولسېزو راپدي خواپه جرمنی کښي دمهاجرت شپې او ورځې تېرولې .سره له دې چي لکه په بهرکي نورو روڼ اندو،له ده نه هم نه نړيوالی ټولني اونه هم  دجرمنې چارواکو دافغانستان دمسلې دحل په هکله پوښتنه کول .دلته په جرمنی کښي ديوه مهاجرپه توگه اوسېده ،داچي دملي ذهنيت خاوندوو ځکه خوددولتي قدرت پر آس سپرو هير وو!!!

دالمان چارواکي وايي ،موږ دافغان  ولس سره دورپېښي ناخوالي په هکله مرسته کوو،خومتاسفانه هيڅ کله ئي ددې سياستوال نه چي  هلته اوسېده  اوزموږ  دډير و وياړلو شخصيتونونه  له جملې  نه وو، نه پوهېږو چي دکومو ملحوظاتوله مخې  دوي دافغانستان  دسياسی مسائيلو په هکله له هغه نه پوښتنه نده کړې اوهغه ئې هير کړئ وو!

په بهرکي زموږ  اوسېدونکو افغانانو لپاره  دجدی سوال خبره ده چې ولې بې پرې کسانوته دافغانستان  په برخليک ټاکلوکي ونډه نه ورکول کيږي؟ يواز ي په همدې بهرکي  هغواو سېدونکو مهاجروته چي په وژنه اوترهگری کي مهارت لري اوپر همدې بنياد ورته اقامه ورکړه شوې  اويادسيمې اداستخباراتي کړيوسره څرگندي اړېکې لري  اوهم دنړيوال زبرځواکو دپخواني اجنټان وي ،خبري کیږي ،کنفرانسونوته غوښتل کېږي  . دافغانستان په اړوند مسائيلو دڅېړنو لپاره  په ۲۱ پېړۍ کښي چي دوي ورته دعلم اوعرفان دپرمختگ سليزه وايي ، خوبل عکس ددغوخبروسره  نړيوالو کنفرانسونو ته همدا په اروپاکي پټ سوي بنسټپال غوښتل کېږي .چي ډير ژر به دلته  په افغانستان کي هم يوځل بيا دمصر دځان واک  محمد مرسي  بنسټپال غوندي  دکابل او واشنگتن  دارگ دروازې  وروټکوی .

جالبه داده ؟اوپوښتنه پیرب حق ده ، دغه  افغان روڼ اندي چي په هر څۀ پوهېږي اوهر څه ددوي تر سترگو لاندي تير سوی پدې درولسيزوکې ئي نه  وسله استعمال کړې اونه ئي په دولتي فسادکي لکه دا وتلي مجاهدينوسوداگر اوجنگسالار برخه اخيستې ،سره له دې چي دوي هم دا کار کولاي سو اسوداډير ساده دی . دادی په دې  ترستروني په فسادکي  غرق اوککړ دولتي اداروکي کار کوي، خو پاک پاته سوي ولې بياهم دهيواد دبرخليک ټاکلو په هکله دوي هيرسوی دي . ايادبشردوستی اودافغانستان دمسلې په حل کي دفعال اومثبت رول لوبولو معيارانسان وژنه ،دهيروئينو سوداگري ،بنسټپالي،ترهگري،نورټولنيز فسادونه اودوسلو استعمال دی ؟

مرحوم صمد حامد لکه دانور  روڼ اندي  پدې طلايي قفس کي په ژوند کولوسره  تل د افغانستان  دغمځپلي ولس ددرد ونو اودمسلې داساسی حل لپاره وړاندیزونه درلوده اوپدې هکله ئي فکر کاوه چې څنگه داوطن له دې ورپېښي غميزي نه خلاصېداي شي  .

موږ دلته په اروپاکي اوسېدونکو افغانانو چي دافغانستان په اړوند فکر کوو له هغه سره  موتل مدام نظر شريکاوه او دهغه نظريات موهم  اورېدل  .مادڅو دوستانوسره دده په کورکي په ۲۰۰۰  کال کي وليدل ،داهغه کال ووچي  راپېښي ټولي سرگردانۍ له هغه وخت نه راپيل سوې .حامد صاحب  نه يوازي داچي ټوله کورنۍ ئې يوه افغانه پاته سوې اوپه بهرکي اوسيدل ددوي دتنکیو پر ژوند کوم  تاثيرات نه دی ښندلی اودوي ئي له هيواده  ندي  لير ي کړي  بلکې خپله هم ديوه سپين ږژي په توگه  ډير باعزته اومېلمه پال شخصيت وو .

موږ  له هغه سره دهيواد دهغه وخت  دسياسی مسائيلوپه اړوند اوټولو ناخوالوپه هکله خبري وکړې ،دده نظرزموږ لپاره په ځانگړې توگه دشاهي کورنۍ ژاتلونکی درول په هکله ډيري نوی اوجالب  وو .هغه دافغانستان دستونزي ډيره ساده او اسانه دحل لار پېژندل  .

داکوم داستان  نه وو،بلکې هغه پرې پوهېده چي څنگه کېداي سي دافغانستان دا اوسنۍ ستونزه حل شي .

موږ پدې هکله کار پيل کړ،دبن دکنفرانس سره يوځاي په تصادفي توگه دفرانکفورت کنفرانس چي په اروپاکي دفرهنگی شخصيیتونوپه زيار اوزحمت جوړ سوی وو يوه بېلگه وه ،پدې کنفرانس کي موږ دبن دکنفرانس گډونوال وته هم دخبرو امکانات برابر کړه ،چې اوس دا ښاغلي اواغلي دولتي چارواکي دي اوولس ئي له همدا فرانکفورت اوبن څخه هيرسو .

موږ دا گومان کاوه چې په افغانستان کې به یو بې پرې او ټولوخواوو ته د منلو وړ دولتی اداره  جوړه  شي اوپه بهرکي ټول افغان روڼ اندوته به پدې دولتي اداره کښي دفعال گډون حق ورکړه شې .خو متاستفانه داسي ونسول ،صمد حامد لکه یوشمير نورو سياسي پوهانواو روڼ اندي  تر ږ وږ  چوپتيا غوره وبلل . اودادی په همدې چوپتياکښي دابدلپاره دخپلو يارانواوهيوادوالونه

له ټولوهغو نااميدويوسره چي زه پرې پوهېږم رخصت شو.

داچي دې وطنپال  دژوند په ورستيو سلگيوکښي  خپلې کورنۍ نه غوښتنه کړې  ترڅودده مړی  افغانستان ته یوسي او د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې  یې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپاري ،داهم دده دوطنپالنې او افغانيت  يوه ښکاره بېلگه ده .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره  پداسي حال کښي چي پدې سترغم کي دارواښادعبدالصمدحامد دغمځپلې کورنۍ،دوستانو،علاقمندانواوټولوافغان روڼ اندوپه ځانگړې توگه  هغوسره چې ځانونه هيواد اوهيوادوالوته  د ملي چوپړ په هکله په رښتيا نۍ بڼه  ژمن بولي،ځانونه  شريک  بولو .دمرحوم ناببره مړېنه  نه يوازي ددې مرحوم درنې کورنۍ بلکې دټول هيواد لپاره يوه لويه اونه جبيره کېدونکې ضايع  گڼو،د لوی خدای ( ج ) له دربار نه د مرحوم صمد حامد روح ته فردوس جنت  او کورنۍ  پاتي کسانوته  دجمیل صبر غوښتنه کوو.

روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله

دټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې  په استازيتوب

حبيب الله غمخور

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خروج نیروهای پولندی قبل از پایان ماموریت نظامی آنها
    • امریکا آمادهٔ پذیرش یک رئیس جمهور زن است:- میشل اوباما
    • کشته و زخمی شدن ۱۰ نفر در نتیجهٔ انفجار ماین کنار سرک در ولسوالی مارجه ولایت هلمند
    • ولسوال نام نهاد طالبان برای ولسوالی بغلان مرکزی کشته شد
    • سازمان امنیت ملی امریکا پروگرام های نظارتی خود را قانونی اعلام کرد
    • آغاز تمرینات نظامی تحت عنوان رفاقت نظامی ۲۰۱۳
    • نیروهای کودتاچی مصر مسجد فتح قاهره را تحت محاصرهٔ خود در آورده اند
    • طالبان ۱۰ تن از کارکنان یک شرکت سرک سازی را در ولایت هرات گلوله باران کردند
    • باز داشت ۱۰۰۰ تن از هواداران اخوان المسلمین در مصر
    • تعداد از مشاورین امریکایی برای مهار تهدید روز افزون القاعده در عراق مستقر می شوند: وزیر خارجه این کشور