Posts | Comments | E-mail /

له افغانستان سره د سرحدي مسايلو په اړه، دا ځل د ايران مداخلې

Posted by on Dec 30th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

فدا محمد فايض

هغه چا چې د سياست او تاريخ الفبا لوستې وي، پر دې ښه پوهېږي چې افغانستان ته د امريكا او ناټو او په ځانګړې توګه امريكا راتګ د افغانستان بيچاره او تش لاسي ولس ته په څومره لوړه بيه تماميږي، واقعاً چې موږ هم تر اوسه د دې بهرنيو قواو د حضور پر وړاندې زياته بيه ادا كړې او تر دې وروسته به يې هم تر كومه چې په افغانستان كې حضور ولري ادا كوو؛ هم به د دوى له خوا د ټولوژنو (قتل عامونو) شاهدان يو لكه دا تير يوولس كاله چې وو او هم به د دوى د حضور په خاطر د ګاونډيانو او سيمې د هېوادونو رنګا رنګ فشارونه زغمو، خو حقيقت دا دى چې پر موږ تر ټولو زيات د ګاونډيانو فشارونه سخت تمامېږي، شمالي ګاونډيان هره ورځ د آمو د سيند پر غاړه استحكامات كوي او د سيند اوبه راځي زموږ خاوره لاندې كوي، هغه سياسي او فرهنګي مداخلې خو يې لا پر ځاى پرېږده، همدارنګه پاكستان درګرده زموږ خاوره لاندې كوي كه افغان دولت پرې غوږونه كڼوي خو نو هغه ده زموږ د خاورې يوه برخه لاندې كوي، او كه اعتراض كوي نو وايي راته وګوره موږ كوم ځاى لاندې كړى چې په دې ترتيب سره به افغان دولت له پاكستان سره يوه ګډه پوله ومني او دې ته به لاره اواره كړي، چې افغان لوري د ډيورنډ كرښه د بين المللي رسمي سرحد په توګه په رسميت وپيژني، او هغه نورې مداخلې خو يې چې وسله وال روزي او افغانستان ته يې را استوي يا نورې سياسي، فرهنګي، اقتصادي او نورې مداخلې خو يې لا پر ځاى پرېږده چې بې له شكه پاكستان، افغانستان ته يوه لويه ننګونه او لوى سرخوږ دى.

له بلې خوا ايران پايڅې رابډوهلي دي او په سرحدي تخلفاتو يې لاس پورې كړى دى.

په 1391/10/9 نېټه د هملند ولايت د امنيي قوماندان شكايت وكړ چې ايراني لورى لګيا دى هغه نښې ورانوي چې د داوړو هېوادو تر منځ سرحدي كرښه بلل كېږي.

يعنى همدا نښې دي چې دواړه هېوادونه سره جلا  كوي، دا نښې په وروستي ځل د يوه ترك جنرال په وساطت هغه مهال ودرول شوي چې مرحوم نايب سالار عبدالرحيم خان صافي د هرات نايب الحكومه و او هغه مرحوم د هېواد د يوه ريښتني بچي په حيث په دې اړه خپل اسلامي او ملي مسؤووليت تر سره كړ. د دې مسألې مفصل جريان ارواښاد استاد خليل الله خليلى په خپلو ياد داشتونو كې په ډېره واضحه توګه راوړي چې مينه وال يې كولاى شي تفصيل هلته وګوري.

له ايران سره سرحدي لانجه ان د مرحوم امير شيرعليخان له زماني را روانه وه چې يو ځل انګريزانو په كې د خپل شيطنت سپيركۍ هم خرڅې كړې خو امير شيرعليخان د هغوى منځګړتوب له غرضه ډك وباله او ويې نه مانه، تر دې چې بيا دا سرحد د محمد ظاهر شاه په وخت كې د تركيې په وساطت وټاكل شو چې پورته يې يادونه وشوه، هغه مهال هم ايران غوښتل چې له دغه فرصت نه غلطه ګټه واخلي، خو د مرحوم نايب سالار عبدالرحيم خان هوښيارتيا او بيدارۍ ايراني لوري ته دا وخت ورنكړ، خو د هلمند د اوبو پر سر لانجه تر 1351 كال پورې روانه وه، تر دې چې د وخت دولتونو په دې اړه يوه موافقه وكړه، د ايران صدراعظم امير عباس هويدا كابل ته راغى، او له صدراعظم شهيد محمد موسى شفيق سره يې په دې اړه يوه موافقه لاس ليك كړه، كه څه هم په افغانستان كې د دولت سياسي مخالفينو په دې اړه ډېر اعتراضات وكړل، خو كله چې د محمد داوود خان جمهوري رياست راغى هغه هم د شفيق د دورې كړى اقدام تأييد كړ او رسمي اسناد يې له ايران سره تبادله كړل.

متأسفانه ايران له هغې معاهدې سره سره هم اوس ناځوانمردانه هلې ځلې كوي چې په سرحدي برخو كې ځان هغه ځاى ته ورسوي چې سبا ته له افغانستان سره ځمكنۍ ادعاو كړاى شي او له هلمند سيند نه د خپلې خوښې سره سم د ګټې اخستلو دعوه دار شي. د دې تر څنګ ايران پر افغان لوري نور فشارونه هم واردوي، كله پر مهاجرينو فشارونه چې خبره ان د مهاجرينو بيګناه اعدام ته هم رسېږي، همدارنګه د افغانستان دننه هم يو لړ كړۍ او قومونه دې ته هڅوي چې د دولت پر خلاف مزاحمت وكړي، دغه كړۍ ان چې د افغانستان تجزيي ته هم لمن وهي، يو ځل خو يې د هزارستان نقشه هم تر سيم او خپره كړه او همدارنګه يې افغانستان ته د خپلې خوښې سره سم د اساسي قانون مسوده هم جوړه كړه، دا ټول هغه حركتونه دي چې تر شا يې د ايران لاس دى.

البته يو د ډيورنډ كرښې نه ور اخوا د افغانستان نورې سرحدي كرښې ټولې تثبيت دي، له ايران سره زموږ سرحد تثبيت دى، د هلمند د اوبو د ويش پر سر هم موافقه شوې ده، نو ايران ته بله هېڅ بهانه پاتې نه ده، د افغانستان مركزي دولت دا دنده لري، چې يو پلاوى وټاكي، لومړى د هلمند د امنيه قوماندانۍ او ولايت په مرسته د هغه څه په باب چې د هلمند امنيه قوماندان يې ادعا كوي، يو تحقيقي رپوټ برابر كړي او بيا موضوع له ايراني دولت سره مطرح كړي او پرينږدي چې ګاونډيان په كرار كرار زموږ د هېواد څنډې قيچي كړي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • عمر داوودزى راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد دى
    • مصر
    • دستگیری چند تن از افغان ها به اتهام سهم گیری در مظاهرات اخیر مصر: خبر عاجل
    • برادر ایمن الظواهر در قاهره دستگیر شد
    • هند از باز داشت یک تروریست خطرناک خبر داد
    • خلیل: افراد حکیم شجاعی، مردم را در ارزگان لت و کوب کردند
    • پسر رهبر اخوان المسلمین مصر در مظاهرات کشته شد
    • طالبان نیز خشونت های اخیر مصر را تقبیح کردند
    • حامد کرزی با وارث شهدای حادثه اخیر انفجار ماین در ولسوالی شینوار ولایت ننگرهار، اظهار همدردی کرد
    • حامد کرزی حملات تروریستی در ولایات هرات« فراه، و هلمند را شدیدا محکوم کرد