Posts | Comments | E-mail /

دپروان له محبس څخه ٤٠ تنه خوستي بنديان ازاد شول

Posted by on Dec 30th, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

واکمن

نن يکشنبې دجدي دمياشتې په ١٠نېټه دافغانستان دسولې دعالي شورا دتلاشونو اودخوست ولايتي ادارې دپرلپسې وړانديزونو په پايله اودسولې دولايتي کمېټې په چوکاټ کې دخوست ولايت دمرکز او ولسواليو٤٠تنه هغه بنديان چې دافغان او نړيوالو ځواکونو لخوا په بېلابېلو تروريستي اعمالو او ورانکاره فعاليتونو کې دلاس لرلو په تور نيول شوې وو ازاد شول ،هغه مراسم چې دبنديانو دخلاصون په موخه دولايت مقام دغونډو په تالارکې نيول شوې وو ،دخوست ولايت مقام معاون اوسرپرست ښاغلي عبدالواحدپټان ،دسولې دولايتي کمېټې مسوول حنيف شاه حسيني ،دافغانستان دملي دفاع وزارت دنظامي پوليسو دقوماندانۍ معاون تورن جنرال مرجان شجاع ،دولايتي شورا وکيل الحاج مرادخان منګل ،ديني علماوو ،قومي مشرانواو دزندانيانو کورنيوغړو او دوستانو ګډون کړى و.

مراسم دپاک قران دمبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شول ،ورپسې دخوست ولايت معاون اوسرپرست ښاغلي عبدالواحدپټان د مراسمو برخوالو ته دښه راغلاست ترڅنګ پرانيستونکې وينا وکړه نوموړي وويل چې دغه بنديان دافغانستان دسولې دعالي شورا دتلاشونو او خوست ولايتي ادارې دپرلپسې غوښتنوپه اساس په دې خاطر له بندڅخه ازادشول چې دسولې اوملي پخلاينې روانه پروسه چټکه اوټول هغه کسان چې دخپل اسلامي نظام پرضد وسلوال مخالفت کوي له جګړې لاس واخلي اودخپل هېوادپه جوړولو ،امن ،سولې اوثبات په ټينګښت کې برخه واخلي.

دخوست ولايت مقام مرستيال او سرپرست ښاغلي عبدالواحدپټان زياتوله چې دهېواد جمهور رئيس جلالمتاب حامدکرزي په افغانستان کې دسولې دټينګښت لپاره اساسې ګامونه اوچت کړي دي اوپه دې تړاويې په سيمه ييزه ،ملي اونړيواله کچه اساسې کړنې ترسره کړې دي او اوس مهال يې دزړه سوي اوترحم له مخې لارښوونه کړې چې ټول هغه زندانيان بايد ازاد شي چې په بېلابېلو پېښو کې دتورونو په اساس نيول شوي دي.

ښاغلي پټان زياته کړه چې دخوست ولايت د ٤٠ تنو زندانيانوپه خلاصون سره خوست مېشتي ولسونه او ددغه زندانيانو کورنۍ اودوستان دخوښۍ او خوشحالۍ احساس کوي اوس مهال ټولو کورنيو ته لازمه ده چې دخپلو اولادونو په ټينګه څارنه وکړي اوپه خپلو سيمو کې دټولو هغه کړنو اوبدمرغيو مخه ونيسي چې ولسونه له بدمرغۍ او ناخوالو سره مخامخ کوي.

دښاغلي عبدالواحدپټان په خبره داسلام ،هېواد ،ولس ،سولې امن اوثبات دښمنان تل تلاش کوي چې په تروريستي اعمالو سره ولسونه دغم په ټغرکينوي اوخپلو شوموهدفونوته ځان ورسوي ،پټان له ولسونو غوښتنه وکړه چې دخپلوځوانانو له کړنوڅخه دجدي څارنې ترڅنګ دځوانانو ښوونې او روزنې ته ځانګړې توجه وکړي ،له ازادو شويو زندانيانويې وغوښتل چې دخپل هېوادپه جوړونه ،ترقۍ اوابادۍ کې برخه واخلي اوخپل مسلمان ولس ته دسولې ،امن ،اسلامي ورورلۍ او ترقۍ پيغامونه ورسوي.

ښاغلي پټان ددولت له وسلوالو مخالفينو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي اوپه هېواد کې دسولې اوملي پخلاينې دروانې پروسې سره يوځاى شي ترڅو ټول افغانان وکولى شي دسولې ،امن اوثبات په فضا کې دخپل هېواد چې دمورحيثت لري په ښه توګه خدمت وکړي.

دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دملي دفاع وزارت دنظامي پوليسو د قوماندانۍ معاون تورن جنرال مرجان شجاع  په خپلو خبرو کې له خوست مېشتو غوښتنه وکړه چې دټولو هغه ناروا کړنو او اعمالو پرضد مبارزه وکړي کوم چې ددغه ولايت دځوانانو برخليک ته زيان رسوي اويايې له ناخوالو،ستونزو او کړاوونوسره مخامخ کوي ،نوموړي دځوانانو ښوونې او روزنې ته توجه کول دولس اوهېواد دجوړونې اساسي لاره وبلله په خلکو يې غږ وکړچې دپوهې ،قلم او او ولسي همکارۍ په اساس دخپل نظام دپياوړتيا اوهېواد جوړونې لپاره اساسې کړنې ترسره کړي ترڅوټولې هغه ننګونې پاى ته ورسيږي چې په لسيزو لسيزو افغانان ورسره مخامخ دي.

ښاغلي شجاع دپروان له  محبس څخه دازادو شويوبنديانوپه تړاو وويل چې دغه کار دخوست مېشتو لپاره دخوښۍ خبره ده خو ددغه ولايت ديني علماء ،قومي مشران اوټولې کورنۍ دې خپل ځوانان دې ته وهڅوي چې هېواد ته دخدمت  په لاره کې دامنيتي ارګانونو په ليکه کې شامل شي ترڅو خپل ولس ،هېواد اوتاريخ لپاره رښتونى خدمت ترسره کړي .

دسولې دولايتي کمېټې مسوول مولوى حنيف شاه حسيني هم خبرې وکړې نوموړي وويل چې اوس مهال بايد ددې هېواد هراوسيدونکى دسولې اوملي پخلاينې دروانې پروسې دچټکتيا لپاره کار ترسره کړي اوپه ولسي قوت سره دسولې ،امن اوثبات پيغامونه د خپلې سيمې او هرې کورنۍ پورې ورسوي ،نوموړي وويل چې دسولې دولايتي دفتردروازه دټولوناراضه ورونو پرمخ خلاصه ده او  ټول ناراضه ورورڼه کولى شي چې دافغانستان دسولې دعالي شورا دتګ لارو په رڼا کې دسولې اوملي پخلاينې دروانې مقدسې پروسې سره يوځاى شي .

وروسته يوتن ازاد شوي زنداني چې څلورکاله يې دپروان په محبس کې تير کړې وو خبرې وکړې نوموړي وويل چې له دوى سره په زندان کې ښه چلند شوى اودهيڅ ډول شکنجې سره ندي مخامخ شوي ،ازاد شوي تن زياتوله چې افغانستان زمونږ ګډ کور دى نو دخپل ملي احساس په اساس به دخپل هېواد په جوړونه اوپرمختګ کې برخه واخلي اوپه هيڅ ډول داسې کړنو کې به داخل نه شي چې د خپل مسلمان ملت او د ملي ګټو په زيان وي . دمراسمو په وروستيو کې دخوست ولايت مقام معاون او سرپرست ښاغلي عبدالواحدپټان لخوا هغه تصديق پاڼې چې ددوى دخلاصون په موخه جوړې شوې وې ،له بند څخه ازادو شويو کسانوته ورکړل شوې اوپه وروستيو کې ټول ازاد شوي کسان دخپلو کورنيو غړو او خپلوانو سره يوځاي کورونو ته ستانه شول ،مراسم په هېواد کې دتل پاتې سولې دټينګښت په دعا سره پاى ته ورسيدل.

واکمن

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دیوید کامرون: نیازی نیست از اوباما عذرخواهی کنم
    • په سوله بمباري وکړه !
    • نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې له لسګونو ځوانانو څخه ازموينه واخيستل شوه
    • توزیع شناخت کارت های پاکستانی در ولایت کنر
    • مشکل یونیفورم دخترانه در مکاتب افغانستان
    • پاکستان آتش بس سرحدی را دوباره نقض کرد: هندوستان
    • ولسوال دشت ارچی ولایت قندز ترور شد: خبر عاجل
    • کندهار کې د ايدز په ناروغۍ پینځه كسه مړه شوي او ۲۶ نور پرې اخته دي
    • د کابل- هرات د لويي لاري موټر چلوونکو اعتصاب کړی دی
    • په ارزګان کې د حکيم شجاعي د نيولو په موخه عمليات پيل شوي