Posts | Comments | E-mail /

کونړ کې يو امريکايي افسر مسلمان شو

Posted by on Dec 30th, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

اسعداباد (پژواک ): د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو يو افسر د اسلام په مبارک دين مشرف شو.

د جيمز ګرانټ په نوم دغه امريکايي افسر د وټه پور ولسوالۍ د ايتلافي ځواکونو په مرکز کې په دنده بوخت دى او د امريکا د متحدو ايالتونو د ټينسي ايالت اوسېدونکى دى.
جميز، چې په امريکايې پوځ کې د ضابط رتبه لري ، وايي، چې له تېرو اوو مياشتو راهيسې يې د اسلام مبارک دين په اړه څېړنې او مطالعه پيل کړې وه .
هغه، چې پرون يې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې اسلام ومانه، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((اسلام راته ډېر ښه او رښتنى دين ثابت شو، نو ځکه مې اسلام قبول کړ.))
جميز، چې پخوانى دين يې عيسويت و، زياتوي، کله چې يې د اسلام دين د قبلولو پرېکړه وکړه ، نو له خپلې ښځې سره يې چې هغه عيسوى مذهبه ده، مشوره وکړه.
نوموړى وايي: ((هغې هم زما د اسلام په راوړلو کې مخالفت ونه کړ، دوه بچيان لرم او چې کله بېرته خپل کور ته ستون شم، نو لومړى به خپلې ښځې ته د اسلام دعوت ورکړم او بيا نورو ته.))
جيمزګرانټ ته د وټه پور ولسو الۍ په جامع جومات کې د ملي پوځ ملا امام حميدالله کليمه طيبه او امنت بالله ولوستله .
مولانا حميدالله په جيمز ګرانټ اسلامي نوم محمداصف کېښود او هغه ته يې د اسلام مبارک دين په مشرف کېدو مبارکي وويله .
وروسته د ملي پوځ د شپږم کنډک افسرانو او سربازانو د محمد اصف غاړې ته ګلونه ور واچول .
د شپږم کنډک قوماندان محمداصف ناصري پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د کنډک عقيدتي مسوولينو د جيمز ګرانټ په اسلام مشرف کېدو کې ډېرې هلې ځلې کړې دي.
له دې وړاندې هم په پېچ دره او اسمار ولسواليو کې د ايتلافي ځواکونو په مرکزونو کې ځينو امريکايې پوځيانو د اسلام مبارک دين راوړى و.

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Archives by Tag

ا

Recent Entries

  • احتمال حملهٔ روسیه بر عربستان سعودی
  • کرزی: رهبران و قوماندانان طالبان با انجام جنایات شان نزد ملت مسلمان ما پاسخگو خواهند بود
  • د لکې تيږې د پل جوړولو په هکله دخوست ولايت مقام اعلاميه
  • د منګلو قوم د پخوانۍ شخړې د بشپړ هواري له امله ټول خوست ته مبارکي ورکړه
  • به احتمال بسیار قوی حملهٔ سوریه فردا یکشنبه صورت خواهد گرفت
  • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۳۳ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
  • د کندهار په ځانمرګي بريد کې ٣٠ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
  • لکه چې شل نه شوه
  • رحمت الله نبیل به حیث سر پرست امنیت ملی معرفی شد
  • آمدن عساکر تازه نفس کرویشیا به افغانستان