Posts | Comments | E-mail /

موږ ولې د پردۍ جګړې قرباني شو؟

Posted by on Dec 30th, 2012 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

وړمه ورځ پاكستاني طالبانو د مشر حكيم الله مسعود ويډيويي پيغام خپور شو چې دوى له خپل حكومت سره خبرو ته چمتو دي خود وسلو ايښودلو شرط به ونه مني.

پرون خيبر پښتونخواه ايالت د اطلاعاتو او رسنيو وزير ميا افتخار حسين د طالبانو د مشر د دغه پيغام هر كلى كړى او دا يې هم ويلي چې موږ طالبانو ته د وسلو اېښودلو شرط نه دى ايښى بلكې له دوى غواړو چې له تشدد لاس واخلي، د پاكستاني طالبانو ويډيويي پيغام او سمدستي د خيبرپښتونخوا د حاكم ګوند د يوه وزير لخوا د هغو هر كلى دا ثابتوي چې په ټوله كې له دې بدمرغې جګړې او دغه روان حالت نه ټول لوري په تيره دغه لوري چې د جګړې اصلي خاشاك دي بيزار دي او زر تر زره يې پاى ته رسيدل غواړي.

كه دغه احساس له ډيورنډ پورې غاړې ته په دواړو اړخونو كې را پيدا شوى دى دلته ولې را پيدا نشي؟

كه موږ په وروستيو څو مياشتو كې جرياناتو لږ نظر واچوو د ښكيلو بيلا بېلو لوريو له خوا به د جګړې د پايته رسيدو او د سولې او تفاهم د هر كلي په اړه به ډېرې څرګندونې او دريځونه ووينو، واقعيت دا دى چې نور پر افغان ولس هم دغه جګړه ډېره درنه شوې ده، دوى كه له حكومته ګيله لري همدغه ده چې د جګړې د ختميدو په اړه يې د دوى هيلې تر سره نكړاى شوې، كه له نړيوالې ټولنې شكايت لري هم همدغه دى چې ولې د دوى له سره د مرګونو تور سورى لرې نه شو او ولې دغه بدمرغه حالت لا دوام لري؟

اوس كه په ټوله كې افغان ولس په ځانګړې توګه د ډيورنډ كرښې دواړو لوريو ته پروت ولس له جګړې بيزار وي د جګړې د دوام معنا همدغه ده چې دا د همدغه ولس پر خلاف يوه لويه، ژوره او سنجول شوې توطيه ده.

بيا خو هغه ټولې اندېښنې پر ځاى دي چې له افغان ولس په تيره له پښتنو نه د شهامتونو او غيرتونو كسات اخستل كيږي.

اوس كه د دې ستونزې دايمي حل او د جګړې پايته رسيدل غواړو نو بايد لومړى دې جګړې ته له همدې زاويې وګورو، د يوې لويې توطيې برخه يې وبولو چې زموږ پر ولس تپل شوې ده، كه له همدې نظره بيا د ډاډمنې سولې او امن په اړه فكر كوو لومړنى شرط يې په ټوله كې د ولس په منځ كې د همدې احساس را پيدا كول دي چې دا زموږ جګړه نه ده، پردۍ ده نور بايد موږ پكې وينې تويي نه كړو، نور بايد موږ د دې اور خاشا نه شو، كه ټول ولس په يوه خوله دغه خبره تكرار كړي همغه ورځ به د دې پردۍ بې تعريفه خونړۍ جګړې وروستۍ ورځ وي.

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “موږ ولې د پردۍ جګړې قرباني شو؟”

  1. Vote -1 Vote +1مومند says:

    سلامونه
    ستاسو لیکنه او برداشت به سمه وی خو دا یو موضوع د پام وړ دی او هغه دا چی دا د افغانستان طالبان ولی دومره جاهل او بی عقل دی چی تل د نورو د توطئ او ګټی لپاره کار کوی او زمونږ خوار بی بس ملت قربانی کوی؟ آیا دوی په رښتیا دومره جاهل او بی عقل دی او یا ؟

    په درنښت

    مومند

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد
    • د آی او ایم له خوا د خوست ولایت د سیلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه