د طالبانو یوه پخواني قوماندان ملاعبدالسلام وایې چې ۹۵ فیصده طالبان دې ته حاضر دي چې خپله وسله په ځمکه
کیږدي او له افغان دولت سره سوله وکړي خو هغوي د خپل امنیت له ویرې خپله وسله په ځمکه نه شي ایښودلای. نوموړی داخبری د رویتر د خبری آژانس سره کړی دی شاغلی ملاعبدالسلام وایی که چیرته افغان دولت د دغو طالبانو د امنیت او سرضمانت وکړي نو دی باورلری چې دا 9۵ فیصده طالبان به د سولې له بهیر سره یوځای شي. ملاعبدالسلام چې اوس د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوال دی یو وخت د طالبانو یوه مشهور قوماندان وونوموړی همدا راز وایی چې طالبان دمګړۍ تر کابل حکومت پیاوړي دي او حکومت دا توان نه لري چې د هغوي د امنیت ضمانت وکړي نو همدا لامل دی چې طالبانو د مذاکراتو لپاره زړه نه ښه کوي. د ملاعبدالسلام دا خبری په داسی وخت کی خبریږی چی امریکا افغانستان ته نور عسکر لیږی