Posts | Comments | E-mail /

اسماعيل خان بايد د كاذب غرور ښكار نشي

Posted by on Dec 4th, 2012 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

پرون د اوبو او انرژۍ وزير  اسماعيل خان د ولسي جرګې لخوا استيضاح شو خو د تاييد رايه يې واخيستله، د اسماعيل خان د استيضاح او د تاييد رايه د د فاع او كورنيو چارو پخوانيو وزيرانو د استيضاح او بيا د بسم الله خان د تاييد له رايې اخيستلو نه ډېره د حيرانۍ وړ ده. پردې به پټې او ښكاره ګونګوسې ډېرې وشي چې دا څه لوبه وه، د څه لپاره او اصلي موخه پكې څه وه؟

په هر صورت ښه شوه چې اسماعيل خان د تاييد رايه واخيستله خو د جنوب غرب پخوانى امير صاحب بايد د كاذب غرور د احساس ښكار نشي.

د اوسنۍ عجيب مزاجه ولسي جرګې د تاييد او يا رد رايه هيڅكله هم د يوه چا په اړه د ولس د تاييد او يا رد په معنا نه دى.

ښايي پر وزارت د اسماعيل خان د پاتې كيدو په اړه زيات افغانان خپه وي يو شمير به خوښ هم وي، خو په څو دلايلو موږ دا يو ښه فال نيسو. يو دا چې د افغانانو لاس تور سپي څټلى، كه اسماعيل خان سلب صلاحيت شوى واى ښايي داسې څوك يې پرځاى راغلي واى چې ولس به بيا دده دعاګوى شوى ؤ، يا ښايي هغه لوبه شوې واى چې اسماعيل خان يې عملاً څه موده وړاندې ګواښ وركړى ؤ.

.

په هر صورت، اوس د اوبو او انرژۍ وزير يو فرصت تر لاسه كړ چې خپله وړتيا وښيي. د ده استيضاح اصلاًً د ده په اړه هغه اندېښنې او كمزورۍ را څرګندې كړې چې له ولس سره د ده په اړه شته، اسماعيل خان بايد د كاذب غرور احساس غافل نه كړي. د هغو ستونزو او كمزوريو سمون ته بايد پام واړوي چې د وكيلانوپه خوله ده ته ورسيدلې.

له وزارته سلب صلاحيت كيدل او يا بيا تاييد دومره لويه خبره نه ده، ښايي اسماعيل خان هم په وزارت دومره زړه نه وي تړلى، خو په ولس كې چې د چا د كړووړو په باب كوم قضاوت كيږي، كومې انديښنې ښودل كيږي او د چا په باب كوم ډاډ څرګنديږي هغه زيات ارزښت لري، د ولس ډاډ او باور يو معنويت دى چې كه يې څوك ولري بايد پرې ووياړي او كه يې له لاسه وركړى وي بايد پرې خپه شي.

اسماعيل خان بايد وپوهيږي چې د ولس ځينې نيوكې او انديښنې د وكيلانو په خوله د ده تر غوږو ورسيدې پر خپلو كړنو دې فكر وكړي، د سمون اراده دې وكړي.

دا چې له ولسي جرګې يې د تاييد رايه واخيستله بېله خبره ده، د ولس د انديښنو او نيوكو ځواب پاتې دى. اسماعيل خان بايد عملاً ثابته كړي چې ژبنى تعصب نه لري، ټول هيواد ورته د كور په توګه ارزښت لري، او د واك لپاره ولس بيا اور ته نه اچوي.

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “اسماعيل خان بايد د كاذب غرور ښكار نشي”

  1. Vote -1 Vote +1mohmend raz m. says:

    ATTENTION OF Mr.ismailkhaan , afghanparliment &Mr.rahimy minister of agrecalture:
    if you gentalman build afactury of electricity onKUNER RIVER,and close water.
    for jalaabad city will prepare electricity,more jobs for jalaabad people,
    and water will be go up to derwonte,gambiry,khogiany,shirshahee,
    people or government can make fishing project.japan or germany can help.
    only pakistani agent dont want to do this project.
    this way we dont need bring elecricity from other country,
    mr,ismailkhan can use budget,this is the best way to spend your budget.
    razmohammed kamawall newyork.

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد