کابل:- د جمهوری ریاست د خبرپاڼې پر اساس، جمهور رئیس حامد کرزي پرون غرمه په سرحدي چارو کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د دولت له وزیر ښاغلي شوکت الله خان او ملګري هيات سره چې په هغه هېواد کې د افغان مهاجرينو پورې اړوند مسايلو پر سر مذاکراتو لپاره افغانستان ته راغلى دى، وکتل.
په دغې کتنه کې ښاغلي شوکت الله خان افغانستان ته د خپل سفر او ملاقاتونو په اړه د هېواد جمهور رئيس ته معلومات ورکړل.
ده وويل چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شوي او دېته په کتو سره موږ غواړو چې افغان مهاجرين د داوطلبانه راستنېدو لپاره وهڅوو.
جمهور رئيس حامد کرزي افغانستان ته د شوکت الله خان د راتګ له امله هر کلى ووايه او د پاکستان له هېواد او ولس نه يې مننه وکړه چې د کوربه هېواد په توګه یې د اوږدې مودې لپاره له افغان ګډوالو څخه صادقانه مېلمه پالنه وکړه.
دغه راز حامد کرزي هیله څرګنده کړه چې افغان ګډوال په داوطلبانه توګه بیرته افغانستان ته راشي او د خپل هېواد د پرمختیا او بیارغاونې په بهیر کې ونډه واخلي.