Posts | Comments | E-mail /

دسولې دښمنان تل په بې ګناه معصومو وګړو،ماشومانو ،تورو سرو ميرمنو تروريستي بريدونه کوي: نعیمی

Posted by on Nov 30th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست :- د خوست ولایت مقام د را استول شوی اعلامیی پر اساس  ددی ولایت والی ښاغلی عبدالجبارنعيمي وایی  پرون پنجشنبې  دقوس دمياشتې په  ٩نېټه  د٣بجو او ٢٠دقيقو په شاوخوا کې په خوست ښارکې دسولې  دشهيد استاد رباني  پارک ته څيرمه  دولسونو دښمنانو لخوا ځاى پرځاى شوي  ماين چاودنه وشوه ددغه چاودنې په پايله کې  دوه معصوم ملکي وګړي شهيدان  او ٨تنه زخميان شول ،په شهيدانواو زخميانو کې ديوماشوم په ګډون څلورښځې ،عام وګړي او دوه دترافيکو پوليس شامل دي.

 نوموړی زیاتوی  د اسلام اوبشريت دښمنان   په  دې ډول شيطاني، تروريستي او ناځوان مردانه اعمالو سره عامه نظم زيانمنوي اوعام ولس دغم او ويرې په ټغر کينوي دغه دسولې او امن دښمنان تل په بې ګناه معصومو وګړو،ماشومانو ،تورو سرو ميرمنو اودولس په خدمت ګارانو تروريستي بريدونه کوي.غواړي له دې لارو خپلو شومو هدفونو ته ځان ورسوي .خو دخوست ولايت اتل او مسلمان ولس  او امنيتي ارګانونه  دغه ډول  ټولې کړنې داسلام دمقدس دين خلاف ګڼي اوددغه ډول پېښو او تروريستي اعمالو په مخنيوي کې سره همکار اومتحد دي هيڅ چاته به ددې اجازه ورنه کړي چې په دغه ولايت کې ډاډمن امنيت له ګواښ سره مخامخ کړي اوعامه نظم ګډوډ کړي.خوست ولايتي اداره دخوست له شريفو ولسونو غوښتنه کوي چې  په اسلامي اوملي مسووليت سره ددغه وحشيانه اعمالو په مخنيوي اودعاملينوپه نيولوکې دخپلو امنيتي ارګانونو سره  بشپړه همکاري وکړي. ترڅوټولې هغه کړۍ چې په ټولنه کې وحشت ،ترور،ظلم او  تروريستي اعمال ترسره کوي ونيول شي اودخپلو اعمالو له مخې سخته سزاء وويني.

نعیمی وایی  زه دخوست ولايتي ادارې ،ولايتي شورا ،سولې ولايتي کمېټې ،علماوو شورا ،امنيتي ارګانونواوټولو ولسونوپه استازيتوب  دسولې اوثبات ددښمنانو دغه عمل په ټينګه اوسختو ټکو سره غندم ،دلوى خداى پاک ج له دربارڅخه ددغه پېښې  عاملينو ته دسختې سزاء غوښتونکى يم اودلوى څښتن تعالى دسپېڅلي دربارڅخه په پېښه کې  شهيدانوته  دفردوس جنت  او ټپي شويو کسانو دعاجلې روغتيا غوښتنه کوم.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی طی یک تماس تیلفونی عید سعید فطر را به رئیس جمهور ترکیه تبریک گفت
    • کنسرت عیدی در شهر کابل از طرف اعضای شورای علمای افغانستان متوقف شد
    • مسکو حاضر است در تامین امنیت افغانستان کمک کند: وزیر دفاع روسیه
    • رئیس جمهور حامد کرزی با جورج دبلیو بوش صحبت تیلفونی کرد
    • نگرانی چین در مورد قتل اتباع این کشور در شهر کابل
    • سفارت خانه های امریکا مجددا به فعالیت آغاز خواهند کرد
    • بدون شرح
    • د ګران افغانستان ویب پاڼې ته د اختر مبارکي ښکلی کارت
    • په خوست کې میشته پلي لوا د ولسمشر له خوا د زړه ورتوب په مډال ولمانځل شوه
    • خوست :په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينگښت په موخه لوى الله ته دعاګانې وشوې