Posts | Comments | E-mail /

د ولسشمر د ستاینې وړ هڅې

Posted by on Nov 29th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

فریدون خوځون

د یوه هېواد پرمختګ، د هغه په اقتصادي وړتیا وو پورې تړلی دی او هر څومره چې د یوه هېواد اقتصاد پیاوړی وي هماغومره ورسره هغه هېواد پرمختللی وي.

د تېرې سه شنبې په ورځ ولسمشر کرزي د ملي صنایعو په نندارتون کې د وینا پر مهال له نړیوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې دې د مرستو پر ځای پانګونه وکړي.

هغه همدارنګه کورني تولیدات وستایل او ویې ویل، چې هېواد یې اوس د اړتیا وړ هرڅه تولیدولی شي.

ولسمشر کرزي ویل، چې ۲۰۱۴ کال دې د افغانان له خپلو ذهنونو وباسي، تر دې کال وروسته به هېڅ نه رامنځ ته کېږي، هېواد به پرمختګ کوي، لکه څرنګه یې چې نن شاهدان یاست. او پر لوېديځوالو یې هم له دې اړخه نیوکه وکړه، چې ګني تر ۲۰۱۴ او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته بې بنسټه تبلیغات کوي.

ښاغلي کرزي په داسې مهال چې په کور د جوړو شویو درملو بېلګې یې ښودلې وویل، چې کیفیت یې په ګاونډيو هېوادونو کې تر جوړو شويو درملو ښه دی او پر افغانانو یې غږ وکړ چې په هېواد کې جوړ شوي توکي دې وپېري.

ده وويل، له افغانستان سره د مرستې په پرتله په دغه هېواد کې پانګونه د افغانانو په ګټه ده او نړیوال کولای شي بې له کومې ویرې په ا فغانستان کې پانګونه وکړي.

د ولسمشر کرزي دا خبره او د کورنيو تولیداتو د پیاوړتیا لپاره دا ګام د ستایلو دی. ا قتصاد پوهان وايي، تر هغې چې په يوه هېواد کې د وارداتو او صادراتو کچه برابره نه شي، په کور دننه جوړ شوي تولیدات د خلکو اړتیاوې پوره نه کړي، خلک ترې ګټه وانخلي، کورني او بهرني پانګوال پانګونه ونه کړي او یو اقتصادي دوران پیل نه شي؛ نو د هغه هېواد اقتصاد په پښو نه شي درېدای او تر هغې چې اقتصاد یې په پښو ونه درېږي، نو دا هېواد به له سیالۍ پرېوځي، بحران به ورته مخه کوي او له ټولنې به شاته پاتې کېږي.

افغانستان هم دغسې یو هېواد دی، چې نه خو یې اقتصاد په پښو ولاړ دی او نه په کې تر اوسه کوم اقتصادي صیقل پیل شوی دی.

د سوداګری خونې چارواکو وړاندې ویلي ول، چې افغانستان هرکال تر ۵ میلیارده ډالرو زیات واردات لري، چې دا هېواد ته د توکیو په وارداتو کې بېخي لوړ رقم دی خو صادرات یې بیا د دې شل سلنه هم نه دي.

باوجود د دې چې له افغانستان سره په تېرو یوولسو کلونو کې خورا ډېرې مرستې وشوې خو بیا هم اقتصادي پیاوړتیا ته لازم کار ونه شو.

اقتصاد پوهان وايي، که له پیله ولسمشر کرزي نړیوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي وای؛ نو به افغانستان له دې اقتصادي خلا وتلی و، له کوم څخه چې اوس وېرېږي. خو زیاتوي چې اوس هم د ولسمشر کرزي نظر، نېک دی او که وغواړي چې پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابره کړي او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو صیقل رامنځته کړي، ګټوره ده.

افغانستان د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې له سرو زرو نیولې بیا تر زمردو او لاجوردو پورې داسې نورې پریمانه طبیعي زیرمې لري چې لاتر اوسه نه دي څپړل شوي.

تر اوسه په یوشمېر وړو او سترو کانونو کې پانګونه شوې، چې لوی هغه یې د مس عینک، د امو د تېلو حوزه، حاجي ګګ کان چې په نېږدې راتلونکې کې به یې چارې پیل شي او داسې نور دي، خو لا هم د دغو پروژو عملي کار نه دی پیل شوی.

د کانو وزارت اټکل کوي، چې له ۲۰۱۴ کال پورې به د افغانستان نیمايي اقتصاد له همدغو کاني زیرمو برابر کړي او لس ګونو زرو کسانو ته به د روزګار زمینې هم برابرې شي.

افغان حکومت وايي، د کمزوري اقتصادي وړتیا له امله نه شي کولای خپلې طبیعي سرچینې خپله را وڅپړي خو وايي، هڅه یې دا ده، چې د کانو د کیندلو لپاره بهرني پانګوال راجذب کړي او په همدې موخه یې له یو شمېر بهرنیو کمپنیو سره قرار دادونه هم لاسلیک کړي دي.

د اقتصاد پوهانو په وینا په افغانستان کې پانګونه او د کانونو را سپړنه یوازينۍ لاره ده چې کولای شي افغانستان له اقتصادي خلا او بحران نه راوباسي.

خو د کانونو په تړونونو کې شته فساد، په هېواد کې روانه نا امني، سوداګرو ته نه پاملرنه، د هغوی د ژوند نه خونديتوب او ډېرې نورې ستونزې شته چې په افغانستان کې یې د پانګونې پروسه ټکنۍ کړې ده.

د سوداګریزو خونو چارواکیو سره له دې چې د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې یې د ولسمشر له وروستیو اقداماتو او د اقتصادي کمېسیون جوړېدلو هرکلی کوي؛ خو وایي که ولسمشر بیا هم یوازې په خبرو او ژمنو بسنه وکړي، نه یوازې دا چې اقتصاد به پیاوړی شي، بلکې اقتصادي ناورین به لا لوړ او ستر شي.

نو په کار ده چې ولسمشر له یوې خوا په کور دننه سوداګرو ته د فابریکو او کارخانو د جوړولو لپاره لا ښه زمينه او شرایط برابر کړي، له بلې خوا بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونې وته وهڅوي، د هغوی ژوند او پر وړاندې یې د پرتو ستونزو لرې کولو ته پام وکړي. خو د فساد مخنیوی د اقتصادي پیاوړتیا لومړی شرط دی. همدارنګه سوداګر دې له بهره د توکیو راواردولو پر ځای په کور دننه د تولیداتو پراختیا او پیاوړتیا ته پام وکړي او هغه توکي دې نه را وردوي، چې په کور دننه یې د جوړېدو امکان شته.

خلک هم مسوولیت لري چې د خپل هېواد د اقتصاد د پياوړتیا او په افغانستان کې د یوه اقتصادي دوران د پیل لپاره په کور دننه جوړ شوي توکي وپېري او ترې ګټه پورته کوي، نو لرې نه ده چې ډېر ژر په هېواد کې اقتصاد مخ پر ودې لاړ شي.

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “د ولسشمر د ستاینې وړ هڅې”

  1. Vote -1 Vote +1ايمل ساپى says:

    د درانه خوځون صاحب ليکنه ډيره په زړه پورې ده ډيره مې خوښه شوه ، په کار دى چې ځوانان ، چارواکي ،او سياسي اپوزيسيون د هېواد ملي ګټو ته ژمن شي اوخپل مسوليتونه درک کړي

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی طی یک تماس تیلفونی عید سعید فطر را به رئیس جمهور ترکیه تبریک گفت
    • کنسرت عیدی در شهر کابل از طرف اعضای شورای علمای افغانستان متوقف شد
    • مسکو حاضر است در تامین امنیت افغانستان کمک کند: وزیر دفاع روسیه
    • رئیس جمهور حامد کرزی با جورج دبلیو بوش صحبت تیلفونی کرد
    • نگرانی چین در مورد قتل اتباع این کشور در شهر کابل
    • سفارت خانه های امریکا مجددا به فعالیت آغاز خواهند کرد
    • بدون شرح
    • د ګران افغانستان ویب پاڼې ته د اختر مبارکي ښکلی کارت
    • په خوست کې میشته پلي لوا د ولسمشر له خوا د زړه ورتوب په مډال ولمانځل شوه
    • خوست :په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينگښت په موخه لوى الله ته دعاګانې وشوې