ارګ،کابل: ګران افغانستان د جمهوری ریاست د مطبوعاتی دفتر د رالیږل شوې خبر پاڼې پر اساس. جمهور رئیس حامد کرزی د ارزګان ولایت په یوه بمي برید کې د بېګناه هېوادوالو د وژنې له امله په ژوره توګه خواشینی شوی او د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د پېښې د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کوي.
د ارزګان ولایت د مقام د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې یو ټونس ډوله موټر د دهراوود ولسوالۍ په دهزک کوتل سیمه کې د افغانستان د دښمنانو لخوا پر یو ځای په ځای شوي ماین وخوت، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه بې ګناه هېوادوال شهیدان او اته نور ټپیان شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس دغه تروریستي او انساني ضد پېښه وغندله، ویې ویل: د خلکو د تلو راتلو په لاره کې بم اېښودل او د بېګناه خلکو وژل ډېر لوی ظلم او ناروا عمل دی چې تر سره کوونکي یې د اسلام او بشریت دښمنان دي.
حامد کرزي وویل چې د بېګناه خلکو وینه به بې سزا پاتې نشي او تروریستان به په دنیا او آخرت کې وشرمیږي.
د هېواد جمهور رئیس په ارزګان ولایت کې ددغې پېښې ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.#