Posts | Comments | E-mail /

کريکټ : افغانستان عمان ته ماتې ورکړه

Posted by on Mar 28th, 2009 and filed under افغانستان در آیینهء مطبوعات جهان. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

6cricket-afghanistan

له عمان سره د افغانستان نننۍ ( شنبه د وري ٨ د مارچ ٢٨ ) لوبه د ٢٠١١ کال نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي د وروستي پړاو لپاره د چمتووالي وروستۍ سيالي وه .

په لوبه کې عمان پچه وگټله او لومړى يې خپله منډه جوړولو ته ملا وتړله .

سميع الله شينواري د درو لوبغاړو ، حميد حسن او محمد نبي د دوو دوو لوبغاړو په سوځولو خپله وړتيا وښووده .

په ځواب کې د افغانستان منډه جوړونکو ښه پيل وموند . شفيق الله شفق ٥١ ، شهزاد خان ٣٠ او اصغر ستانکزي ٢٥ منډې وکړې .

کپتان نوروز منگل يو وار بيا وښوول چې د افغانستان تر ټولو ډير د اعتماد وړ منډه جوړونکى دى .

نوروز منگل په ٨٩ منډو تر پايه ونه سوځيد .

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله له څه باندې يوې اوونۍ راهيسته په سويلي افريقا کې په روزنه او تمريني لوبو بوخته ده .

د روزنې او تمرين دغه پړاو د ٢٠١١ کال د نړيوالو اتلوليو د غوراوي د سياليو لپاره ترسره کيږي چې په جنوبي افريقا کې د راتلونکې چارشنبې له ورځې ( د اپريل لومړۍ ) پيليږي .

د افغانستان د ملي لوبډلې د چمتوالي بهير له ستونزو تش نه و .

سويلي افريقا ته تر راتگ وړاندې د دوى نوى او تکړه لوبغاړى رفعت الله مومند ظاهرآ د ټپي کيدو له امله پاتې شو .

داسې گنگوسې هم دي چې شايد د کريکټ نړيوالې شورا پر مومند ناخوښي ښوولې وي .

رفعت الله مومند د ننگرهار د مومند درې د سيمې اوسيدونکى دى خو په پېښور کې اوسيدلى او لوى شوى دى .

دۀ د پاکستان د اې په ټيم کې هم لوبه کړې وه او د کريکټ د نړيوالې شورا له اصولو سره سم بايد اوس څلور کاله وروسته د خپل اصلي ټاټوبي له خوا د لوبې حق ولري .

د رفعت الله مومند په نشتوالي کې افغان کريکټ لوبډلې بيا هم وښووده چې د منډه جوړولو په ډگر کې ستونزه لري .

د نړيوالو اتلوليو د غوراوي په تيرو درو سياليو کې هم افغانستان د منډه جوړولو په ډگر کې له مشکلاتو سره مخامخ و .

د روانو سياليو لپاره د تمريني لوبو په ترڅ کې افغانستان له عمان سره په ١٠٢ او د ايرلينډ له جمهوريت سره په ٨٨ منډو وسوځيد .

په تيرو درو سياليو کې د منډه جوړونکو په ډله کې يوازې کپتان نوروز منگل ډير ځليدلى و خو د هغه د منډو اوسط هم ايله تر شلو پورته و .

د نورو منډه جوړونکو اوسط تر شلو هم ټيټ و حال دا چې په مهمو سياليو کې د بريالۍ لوبډلې د منډه جوړونکو اوسط بايد تر ٣٥ پورته وي .

د منډه جوړونکو ضعف افغان بالرانو تر اوسه پټ کړى او پرله پسې يې د لوبو په گټلو کې مهمه ونډه لرلې ده .

حميد حسن په تيرو درو سياليو کې د ٤١ کسانو په سوځولو او محمد نبي د ٣٥ کسانو په سوځولو خپله ووتيا ښوولې ده .

خو د افغان بالرانو يوه ستونزه چې په تيرو درو سياليو کې وليدل شوه د اضافي منډو برخه وه .

دوى په هره لوبه کې تر شلو ډيرې اضافي منډې ورکړې چې له ښو لوبډلو سره به يې تاوان ډير زيات احساس شي .

د روانو سياليو لپاره د چمتووالي په يوه لوبه کې له عمان سره همدا نن ( شنبې د وري ٨ مه د مارچ ٢٨ مه ) افغان بالرانو د عمان ټوله لوبډله په ٢٢٣ منډو وسوځوله خو په دغو ٢٢٣ منډو کې ٣٢ اضافي منډې وې .

د نړيوالو اتلوليو د غوراوي په وروستي پړاو کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د چارشنبې په ورځ له ډنمارک سره کوي .

بي بي سي پښتو ويبپاڼه.

 

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد
    • احزاب افغانستان نامزد واحد در انتخابات ریاست جمهوری معرفی می‌کنند: احمد ضیا مسعود