Posts | Comments | E-mail /

له ارګمشر سره د طنز دخبریال ځانګړې مرکه : دویمه برخه

Posted by on Nov 23rd, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

طنز

 محمود نظری

خبریال: دا وزیران ولي خپله بودجه نه سوی لګولائ؟

ارګمشر: یو یې لا د  وزارت له  کاره بوی نه وړي .

خبریال: تاسو وایاست آزادي مو راوستې ده لکه دبیان  آزادي، د هغه له برکته

آزادې رسنې لکه پوڅکی  را وغورځیدې ،دهغو خولو ويښتان وکړه، تاسو هغه  نه اورئ، د هغه  څه ګټه ؟!‎

دالکه د غرب دموکراسي څه مانا لري ،چې خلک مظاهرې کوي خو څوک هغه ته غوږ نه نسي.

ارګمشر:زه هم آزادي لرم چې هغه ه وانه ورم .

خبریال: خلک وایي تاسو له خپل سیوري څخه بیرېږئ، ځینې پياز ستاپه خوله نه ریزه کوي ولي د هغو یاغی بڼکه نه کاږې؟

ارګمشر:خپله ګذاره کوم هغه متل دی  چې وایي مرغ پلو بخور و ګذاره کو!

خبریال:په اول کې دي د امریکا مداخلې خوښېدې اوس دي چندان مندان ښه نه ځنې راځې.

ارګمشر: تر هغه مې خوښې وې چې په خلکویې  وټاکلم .

خبریال:ددیورند په هکله څه وایاست؟

ارګمشر:لویه جرګه راغواړم.

خبریال:په ستراتیژیک تړون کې  دي هم لویه جرګه را وغوښتله، هغوی ته  دې ان دتړون مادې ونه ښوولې او بیا تاهغه  په توره شپه کې لاسلیک کړ.

ارګمشر: قسم خورم  ماهم تر اوسه  د هغه تړون  مادې  نه د ي لیدلي  !

خبریال:د ټاکنود تخطیو لپاره دي قضايي کمیسیون جوړ کړ ،چې هغو فیصله وکړه ،ته تر شا سوې، د هغو دي پزې پرېکړې،تا ویل پارلمان  نه پرانیږم په سبا دي پرانیست نه پوهیږم بیا د چا پزه پرې سوه ؟

ارګمشر: په اصل کې د سیاست مانا درواغ ده، زه هم یو سیاست مدار یم پر خبره سر پوش ایښوول په کار دی ،پزه مهمه نه ده  ،چې زما سره کار کوي پزه دی لکه ما په خدای وسپاري  .

خبریال:جهاد فی سبیل الله دی ولي هغوی ستا څخه امتیاز غواړي ؟

 ارګمشر: دهغوی په پورته چندان  زړه پوړه نه دی .

خبریال:له ۲۰۱۴ کال وروسته چیري ځئ؟

 ارګمشر: په دوبی کې مې خټې اچولي دي .

خبریال:ستا په وخت  کې  چې دا دومره پښتانه بمبارد سول تاسو ځان  مسول نه بولې؟

ارګمشر:څوک مړه سوي، زه ولي چا نه یم خبر کړی.چې زر ډالره ورواستوم .

خبریال:پښتانه تا نه مني .

 ارګمشر:هغو بیا  څوک منلی  دی، چې زماخر هلته زه هلته .

خبریال:دغه چې پر تالکه مچان راټول دی هغه هم تا نه مني .

 ارګمشر:له هغو څخه ګیله نه سته غله دي .

خبریال: تاسو ځان یو کامیاب مشر بولئ؟

ارګمشر:یو خبره په یاد لره که زه نه وم  بیا به ټوله ما یاد وي

  یو به وایي که ارګمشر وای ولي به په رشوت بندي کیدم…

خبریال:تا لمړی نه منل چې افغانستان اشغال  دی اوس وایې لکه چې موږ اشغال یو.

ارګمشر:اوس مي لږ لږ سد سر ته راځي راته لږ لږ مالومیږي چې لکه چې  اشغال یو.

خبریال:داود خان قومي تخلصونه ورک کړه  تا ډیر کړه ولي ؟

ارګمشر:ځکه هغه هم ورک سو  که دانه وای زه چا پيژندلم چې کندهاری یم .

خبریال: ولي به بهر کې افغانانو ته د رای اجازه نه ورکوې ؟

 ارګمشر:هغوی جهان دیده دي .

خبریال:دادومره مشاورین  دڅه لپاره دي؟

ارګمشر: دا زما د احتیاط  خاک باده ټولۍ ده  مازې خوله مې  په ډالرو وربنده کړې ده، په خبره سر مه  خلاصوه.

خبریال :ته د امریکا تر وزر لاندې راغې اوس  ولې ځان باندې تلې ؟

 ارګمشر : اوس له ځانه ملي شخصیت جوړوم .

خبریال : پخوا به د یو ځای په افتتاح کې یونفر فیته پرې کول اوس د لس دولسو تنو غیچیاني  په لاس کې وي او فیته پرې کوي، پخوا به په  نوی تهداب کې یوه سپیره ډبره ایښول کیدل اوس  لس دولس تنه په زري کاغذو کې ګل پوشه ډبرې ایږدي دا ولي؟

ارګمشر : ساده په دې هم  نه پوهیږې، هغوی قراردادي ته ځان ښیي چې هغوی یې هم شریکان دي .

خبریال: ولي رشوت له منځه نه ځي ؟

ارګمشر : هر یوه په پور چوکۍ رانیسي باید خپل پور خلاص کړي اوبل دا چې مفتي پیسې خوند کوي  ماچې له  ایرانه کڅوڼې راوړې ډیر خوند یې راکوی .

خبریال:ولي وطن پرستو ته دنده نه ورکوې ؟

 ارګمشر: دبزو په رمه کې پسه کله ژوند کولای سي.

خبریال: ولي د پارلما ن ټول غړي یو ځای حج ته ولاړه ؟

ارګمشر: د هغو ګناهوي  ډیري سوي وي ، باید ژر ژر ګناهوي پاکي کړي ، ځکه په ژوند باور نسته .

خبریال:د پوهنتون دنو م  امر تا ورکړ لغو یې ولي د رباني له  زویه غواړې؟

ارګمشر: هغه وایي پلار مي ښه سړی و،  د خلکو سوچونه توپير لري یو یې له زړه کوي ،بل یې له عقله او بل یې له کولمو. ما له کولمو وکړ هغه دي له عقله هغه لغوه کړې .

 خبریال:تاسو ځان څه  بولئ ؟

ارګمشر :بې وزله پاچا ، په ګدایي څه  پیدا کوم  په څلویښتو غلو یې څټم چې راڅخه خفه نسي .

خبریال:اوس د رشوت لپاره کمیشن کاران درول سوي دي .

ارګمشر:ښه سو اوس به  د رشوت بد نوم له وطنه ورک سي.

خبریال:خلک وایي پارلمان مو بې وجدانه دی .

 ارګمشر :وجدان څه شی دی؟

خبریال:دا وزیرانو  دي ولي کندهار هیر کړی دی .

ارګمشر :ځکه زه کندهاری یم .

 خبریال:ولي دي  اداري اصلاحات له لاندې پیل کړه .

. سر دی خلاص سو! ارګمشر :که یې له سره پيل کړم باید زما څخه پیل سي

خبریال:تاته دا پاچاهي  څه خوند هم درکوي ؟

ارګمشر : څه وايې دا دارګ پیخره ډوډۍ ، نورو هیوادو ته چکرونه ، دا تحفې چې میروس  جان  ته راځي…

خبریال: تا ولي دا دوه پړانګان مرستیالان غوره کړي دي ؟

ارګمشر : چې خلک د هغو په لیدو زما د سر دعا وکړ ي ،په خبره ورسیدې!

خبریال:په اخیر کې که ولس ته  څه پيغام ولرې .

ارګمشر : هر څوک چې کولای سي ځان دي  مړوي چې د وطن عاید لوړ سي.

خبریال: ستا سو څخه مننه چې خپل ګران وخت مو ماته راکړئ

ارګمشر : خدای دي وکړي، چې سر دي خلاص سوی وي .

کنایې

[ بیه نه درلودل ] بدنام کیدل ؛[له ترپه لوېدل ] له جست او خیزه لویدل ؛ [اوبه درېدل] بی حرمته او بې عزته کیدل ؛[اوبه ور سره غلبېلول] له شریر او فتنه سړي سره گذران کول  ؛[دپښو له تر په لوېدل ] ستړی کیدل ؛ [ ځان په یوه او به بله کول ] بهانه کول ؛ [ ځان تلل ] ځان لوی ښوول؛[ له خپله سیوری بیریدل ] بې زړه؛[خولې ويښتان کول] ډیر ویل ؛[ بوی نه وړی ]  نه پوهیږی؛[زماخر هلته زه هلته]هغه څوک چې یوازې د ځان ګټه غواړي؛[زړه پوره کول] خاطر جمع؛[پياز د چا په خوله نه ریزه کول] اهمیت نه ورکول؛[ پر خبره سر پوش ایښوول ] راز پټول؛[ یاغی بڼکه ځینی کښل ] رام اوله  تکبره اچول.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • “استاده ستا حافظه خرابه شوې که نظریه؟”
    • دکورنيو چارو وزير ديولوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دخوست ولايت څخه ليدنه وکړه
    • افغانستان پاکستان را شکست داد
    • دکورنيو چارو وزير:په خوست کې ښې رهبرۍ او ولسي همکاري امنيتي حالت ډاډمن کړى دى
    • -جبهه جدید تحت نام”اعتماد ملی افغانستان” اعلام موجودیت کرد
    • احتمال آزاد شدن حسنی مبارک ظرف ۴۸ ساعت آینده
    • نواز شریف خواستار آغاز مذاکرات رسمی با شورشیان طالبان شد
    • باشندگان چهار ولسوالی ننگرهار مجبور به ترک خانه های خود شده اند
    • عصر درخشان امانی، درسی برای نسل امروز افغانستان
    • بار دیگر کشتی ۱۰۵ نفری مهاجرین غیر قانونی در آب های استرالیا غرق شد