Posts | Comments | E-mail /

له اوږدو مايوسيو وروسته يود خير خبر

Posted by on Nov 21st, 2012 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

په قتل، انسان تښتونه او جنسي تيري درنو جرمونو ككړ اته تنه جنايتكاران پرون د محكمې په حكم اعدام شول.

ښايي د ډېرو مايوسوونكيو خبرونو په لړ كې دا زموږ ولس ته يو د خير خبروي، دا چې 27 مليونه وګړي د څو سوه جنايتكارو، قاتلانو، لوټمارو، په اخلاقي فساد ككړو بې رحمه وحشيانو په لاس يرغمل دي، هره ورځ مو پر ماشومانو د جنسي تيري، پر ښځو د وحشت او بربريت، پر عام ولس د هر ډول ظلم، له پرديو سره د نامردانه ذليلو معاملو خبرونه عام دي، هره ورځ څو د فساد نوې پيښې افشا كيږي، د كابلبانك درغلۍ او له هېواده د پيسو د غير قانوني وړو، او ډول ډول جناياتو خبرونه د عام ولس پر ضمير بوج شوي دي، قانون مسخره شوى او ملي حاكميت پخپله د همدې جنايتكارې مافيا له لاسه له پوښتنې سره مخ دى، يوازينى لامل يې همدغه دى چې قانون مظلوم واقع شوى دى.

د قرآن كريم حكم دى چې په قصاص كې ژوند ى، د حدودو په عملي كيدو كې مصؤنيت دى، د ټولنې خونديتوب دى او اصلاً له شرعي نيولې تر وضعې قوانينو پورې ټول د همدې اړتيا له مخې دي چې د انسان بغاوت راقابو كړي، كه دا قابو نشي فرعون او نمرود به ترې جوړيږي.

دريغه د دغو اتو تنو قاتلانو او بې غيرته مفسدينو په څېر لوى درغلګر او په اخلاقي او مالي فساد ككړ، د ولس په وژلو كې ښكيل او د پرديو په اشاره په ولس كې د بدمرغيو عاملين ټول يو پر بل پسې، په سزا ورسيږي، دريغه زموږ چارواكي پر جنايتكارانو د رحم پر ځاى پر عام مظلوم ولس رحم وكړي. پر لوټمارو، غلو او بې رحمه قاتلانو د رحم پر ځاى د هر دم شهيد ولس پر دغه خواره ورځ ورحميږي او نور هيڅ جنايتكار له سزا پرته خوشى نه كړي، هيڅ ډول مصلحت ونه پالي او لوى ملي مصلحت وپالي چې نن د قانون پلي كيدا د هېواد د راتلونكې لپاره تر ټولو لوى ضرورت دى.

د عام ولس تر ټولو ستره هيله همدغه ده، چې پر دغسې نورو مجرمينو هم زر تر زره د محكمې حكم تطبيق شي.

سره له دې چې له اوسني حكومت نه د ولس هر ډول تمې شكيدلې دي، خو دا مو باور دى چې كه يو څو همدغسې مجرمين په سزا ورسوي او له جنايتكارانو سره رعايت ونه كړي ولس به له تيرو ټولو كمزوريو او بې كفايتيو ورته تير شي.

پر دې مو هم بشپړ باور دى چې زموږ هېواد ډېرې له ګواښه ډكې او خطرناكې شپې ورځې په مخكې لري خو كه همدغه حكومت د ولس د ارمانونو يو څو لوټماران يو پر بل پسې په سزا ورسوي د افغان ولس د تكيې محور به پيدا شي او راتلونكې ټولې تيارې به رڼا او ګواښونه به هيڅ شي. دريغه چارواكي د 27 مليونه وګړو د راتلونكې لپاره يو شمير جنايتكاران په نور هم شرعي سزا ورسوي او خپل دروند مسووليت تر سره كړي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د ولسي جرګې د يوه غړي دوه ساتونکي ووژل شول
    • بدون شرح
    • حامدکرزی د هندوانو او سیکانو له استازو سره په کتنه کې: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه د دې هیواد له نورو اوسېدونکو سره مساوي حقوق لری
    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې