کابل:- جمهور رئیس حامد کرزي د هېواد د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له رئیسانو او استادانو سره په دوهمه غونډه کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه د هغوی نظریات واورېدل.
دا غونډه چې د تېرې غونډې په دوام نن له غرمې وروسته په ارګ کې جوړه شوه، د غونډې برخه والو د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه لاندې نظریات وړاندې کړل:
- د جمهوري ریاست د انتخاباتو تر سره کېدل یو حتمي او ضروري امر دی او باید په خپله ټاکل شوې نېټه تر سره شي.
- د جمهوري ریاست لپاره هر کاندید باید افغان، مسلمان او د افغانستان له عیني واقعیتونو او مشکلاتو څخه باخبره وي. هر کاندید باید له ټول افغانستان څخه استازیتوب وکړي او له اکثرو ولایتونو څخه د خپل کاندیدۍ لپاره حد اقل(۱۰۰۰۰۰) یولک کارتونه تر لاسه کړي.
- د افغانستان نافذ شوي قوانین د سیمې په کچه ساری نه لري، خو پکار ده چې د تطبیق په برخه کې یې لازم او عملي ګامونه پورته شي.
- د افغانستان اساسي قانون هر افغان ته حق ورکړی چې د جمهوري ریاست لپاره ځان کاندید کړي، هېڅوک نشي کولای چې د هغوی ددغه حق ممانعت وکړي.