احمد مصطفی
پداسې حال کې چې د لوی اختر رخصتۍ پای ته رسېدلي خو د مرکز سربېره په ولاياتو او ولسواليو کې مامورين خپلو دندو ته په مکمل ډول ندي حاضر شوي، د ملي شوراء څه کم يونيم سل غړي د حج فريضې ادا کولو لپاره بيت الله شريف ته تللي او ډېری نور چارواکی د اختررخصتیو په بهانه بهرنيو هېوادونو ته تللي، په وزارتونو، معينيتونو، مستقل ادارو، يو شمېر ولاياتو او ولسواليو کې اوس هم مامورین نشته، که څو محدود مامورين هم ناست وي، داسې برېښي، چې په زوره وظيفې ته تللي وي، هېڅ پوښتنه تراوسه نده شوې او نه تر دې دمه رسمي کارونه خلاصېږي حال دا، چې رخصتۍ پای ته رسېدلي، له ملي شوراء غړي په کومو پيسو (کمېشنکارۍ، تقرريو، قراردادونو او اداري فساد) د حج فريضې اداکولولپاره بيت الله شريف ته تللي، هغه خو ټولو هېوادوالو ته معلومه ده، خو يو شمېر نور چارواکي چې لا تراوسه خپلو دندو ته ندي حاضر شوي هغوئ چېرته او ولې تللي؟ دا پوښتنه ده، چې ځواب غوښتونکی يې نه ترسترګو کېږي.
دا چاره نه يوازې په مرکز کابل وزارت خانو، رياستونو او معينياتونو کې ده، بلکه دې رنځ ولاياتو ته هم مخه کړې او يو شمېر واليان، قومندانان او ولسوالان هم خپلو دندو اجراا لپاره ندي حاضر شوي، د هغه هېوادوالو چې کارونه یې په اړونده ادارو کې بند دي، له ستونزو سره مخ دي، که چيرته دا چاره همداسې دوام وکړي، نه خو به ۴۵ګڼه فرمان تاثير ولري او نه به زموږ ستونزې حل شي.
فرستادن/حفظ کردن