کابل، ارګ: د جمهوری ریاست د مطبوعاتی دفتر د رالیږل شوې خبر پاڼې پر اساس جمهور رئیس حامد کرزي د تانزانیایي سیال په وړاندې د حمید رحیمي د بریالیتوب له امله هغه او د افغانستان ټول ملت ته مبارکي وویله.
تېره شپه، د سولې لپاره د مبارزې په نوم د افغان سوک وهونکي حمید رحیمي او د هغه د تانزانیایي سیال سعید امبیلوا ترمنځ د لویې جرګې په تالار کې د سوک وهنې سیالي ترسره شوه، حمید رحیمي وکولای شوای چې په اووم پړاو کې خپل تانزانیایي سیال ته ماته ورکړي او د سوک د نړیوال سازمان د بین القاروي منځني وزن د قهرمانۍ کمربند لاسته راوړي.
د هېواد جمهور رئیس حمید رحیمي ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې د تانزانیایي سوک وهونکي سعید امبیلوا چې افغانستان ته راغی او دلته یې سیالي وکړه، قدرداني وکړه.#