Posts | Comments | E-mail /

راتلونكي انتخابات او په مخكې كې پراته خنډونه

Posted by on Oct 31st, 2012 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د راتلونكيو ولسمشريزو انتخاباتو نېټه اعلان شوه، يو نيم كال وروسته د (1393) لمريز كال د وري پر 16 مه به تر سره كيږي. خو واقعيت دا دى چې د نيټې اعلان هيڅكله هم اساسي ستونزه نه حل كوي.

د راتلونكيو انتخاباتو په وړاندې ډېر خنډونه لا په مخكې دي. په هېواد كې امنيت ټينګ نه دى، اداره او نظام پر ټول هېواد بشپړ حاكميت نه لري، همدغسې تر اوسه پورې له نړيوالې ټولنې سره د افغان دولت ډېرې اساسي ستونزې پر ځاى پاتې دي.

كه سر له پرون څخه چې د راتلونكيو انتخاباتو نېټه اعلان شوه د رسنيو تبصرو او بحثونو ته ځير شو له ورايه ښكاري چې يو لړ بهرني او پر هغوى پورې تړلي كورني لوري نه پريږدي چې افغان ولس د خپلې ارادې له مخې د نظام او مشر تابه خاوند شي. همدغه د راتلونكيو ولسمشريزو انتخاباتو د شفافيت او اصوليت په وړاندې تر ټولو ستره ننګونه او ستونزه ده.

تيره شپه آشنا راديو پر راتلونكيو انتخاباتو او په لاره كې د پرتو ستونزو او خنډونو په اړه بحث درلود، په هغو كې برالا هغه څه د دغه پروسې د شفافيت د تضمين په نامه ياديدل چې زموږ د ولس اراده سلبوي او پردۍ ارادې مو پر ولس تپي.

د ساري په توګه د انتخاباتو په نامه د يوه همدغسې بنسټ مشر چې اصلاً جوړ شوى د همدې لپاره دى چې پر وخت د شفافيت او اصوليت تر نامه لاندې د پرديو ارادې زموږ پر ولس ومنل شي.د راتلونكيو انتخاباتو د مالي بودجي په اړه وويل چې نړيوالو لوريو د بودجي د وركړې ژمنه كړې، په دې برخه كې ستونزه نشته خو هغوى څه شرطونه لري، چې يو يې د شكاياتو په كميسيون كې د دوو بهرنيانو غړيتوب دى.

متاسفانه له تيرو 12 كلونو راهيسې چې اصلاً بهرنيان زموږ د نظام په رګونو ورننوتلي او هرڅه د دوى په اراده او مشوره تر سره شوي، د راتلونكې لپاره هم غواړي چې زموږ په نظام او ملي ادارو كې واوسي. سره له دې چې دا د ملي حاكميت خلاف خبره ده، خو په افغانانو كې دغه روحيه پالل شوې ده چې دوى بايد يو پر بل بې باوره وي، د بهرنيانو شتون د تقدس تر بريده لازمي ګڼي، ځكه چې ګواكي كه بهرنيان نه وي زموږ يوه پروسه به هم نه عادلانه وي او نه شفافه او له درغليو خوندي.

په داسې حال كې چې د فساد، درغلۍ، بې پتۍ وحشت او بې باورۍ اصلي سرچينه پخپله همدغه بهرنيان دي چې زموږ مزدورې او ذليلې څېرې يې (نړيوال دوستان!) بولي.

د سپكتوب دې بهير ته ګوره چې ډېر ځله بهرني لوري په افغانستان كې د خپلو درغليو او فساد په اړه راپورونو خپرولو ته اړ شوي دي، په افغان چارو كې يې د لاسوهنې ژوندي اسناد خپاره شوي او يو پر بل يې شاهدي ويلې چې آن په كتابي بڼه هم چاپ شوي دي، خو په ذلت روږدي ياران لا د هغو د شفافيت او تقدس! ببولالې ږغوي چې دا ډېر د شرم ځاى دى.

په لنډو ټكيو كې ويلاى شو چې تر څو زموږ د انتخاباتو پروسه په ټوله كې له ډالري انجي او يي بڼې بدله او نه د هېواد د ظروفو او شرايطو سره برابره عياره نشي په پرديو ډالرو ولاړه وي هيڅكله به شفافه تر سره نشي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد