Posts | Comments | E-mail /

د هلمند و وزيرو سوات ملالي

Posted by on Oct 30th, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.


داود شاه اپريدي

دا چی په  مرګ  تهديــد  ښوي 
دا چی  تحقيرو تشدید ښــوي 
دا بيوسه ، بیکسه ، بی اسری 
دا  د  چا کـــډه د چا خــور  ده 
——– 
ټــول يی ګــورو ړاڼــډه  نه  يو 
دا د شهيد کډه د ماو تاسو خور ده 
د احمد خان و ميرويس خان لمسی 
دا   مـــــلالـــــــه   د   هلمنـــــد

د ميــوند   د (  ملالی  ) خور ده
——–
څنګ تـــه يــی يتيمه درپـــدره
د خپل حال نه د ځان نه بیخبره
نه پوهيږي چی دا څه وښؤ څله
دا په کومی ګنــاه ، تــــــر کله
دا د شهيد لور دا د هلمند لور ده
———-
****


دا بله بدبخته د توروکيږدو مخی ته
بيستره بي پـــــردی چي ګوری
په حال د تلاشی سرنه تر پښو پوری
دا د هلمنـدو و اورزګان و قندهار
د وزيرو ، مسيدو پکتيا و ننګرهار
يا د سوات و ديرو بنيرو چترال
د دنګو غـــــرونو هيبتونو لــــور
کوچی ملاله ، پښتو ده پښتنه ده
****
دا ؤ د ډموکراسی پيغام وتوهين
لرو برو پښتونخوا ته هر چا ته
چی ډمو کراسی به د تورو غرو نه
د ملالو د کيږدو نه به پيل کيږي
——–
څوک يی که غواړی نه يی غواړي
دا د  ډمـــــو کراسي  حکــــم  ده
تر څو چی خلک به روګدی کيږي
په دی شان د ډمو دنيا به جوريږي
****
دا د هری دری د کاڼو و بوټو رنګ
د دښتو لمنی د سرو وينو په رنګ

ښه يی ګـــورو ړانده و کانه نه يو
دهلمند ياغی څپی دي چی مړی دي
——
د وزيرو، مسيدو ؤ پکتياو کنرهار
د اورزګان و بادغيس و قندهار
د سوات  و  چتـــرال  دری  دي
د شهيدانو په وينـو چي لندی دي
****
دا د حقارت انځورونه چی ګورو
دا د اسارت زنخيرونو چی ګورو
دا د لـرو بـر د ميــړنيو افغانانو
د غيرتونو لوټ ښوي خزانی دي
———
دا په پښتونخوا ظلمونه چی ګورو
دا د بيعزتی انځورونه چی ګورو
را په ياد کړی دعراق و فلسطين
د ابوغـريب تصويرونه ظلمونه
——
دا هوشدارده د مسلمانانو دنيا ته
دا تحقير و توهين ده هر چا ته
ورونو لاريون و پاڅون پکار ده
دا  ننګ  دی  دريـدلی مـاو تا ته
****
چيرته دي د ا اديبان و شاعــران
چيرته دي د قلم د تـورو خاوندان

دا څلــه ګنګه ښوي راڼــده ښوي  

ښه پوهيږي په وطن کی څه تيريږيدا پوهه کومی ورځ ته پکاريږي
دا د قلمونو اوښکی څله نه تليږي
———
دا ويده ضميرونه کله راويښيږي
دا لرو بر بيخبر به کله پوهيږي
داوده! مات ښي دا لاسونه قلمونه
چی دغه ليدلی حال ته نه ژريږي
————-
افغان او لس به تر څو زلیل کيږي
بید فاع او بیګناه ولس به تر څو قتل کيږي
د اتل اولس غرور دی چي ماتيږي
پاکه ربه دا ښپی به کله سبا کيږي
————
ځانځانی  بس ده  تربګنی  بس ده

 لرو برو افغانانو يو موټی يواواز ښي
لکه ياغی بازان د خپلواکی پتنګان

په دنګو دنګو غرونو په پروار ښي

——-

د ا   د ۲۰  پیـــــری   د [ زمـــاني ] ـ 

د ملی خاینانو د شاه شجاع   المسي

د (عدمی تشدد ) د سرو ټکړو جنډی ماتي 

  د ( عدمی تحرک )  د تدريجی مرګ زانګو ماتي
که نه د وطن عـــزتـــونه  لـــوټيږي 
داوده ! دا شرميدلی زوريدلي حال ته

که زړه يی د  تيـږي وۍ ژړيــــږي


         ====================
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد