Posts | Comments | E-mail /

په ميدان وردګو ولايت کې (۷) تنو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Posted by on Oct 30th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

میدان ښار:- د رارسیدلو خبرونو پر اساس، په ميدان وردګو ولايت کې (۷) تنو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده  او  همدا رنګه د مخالفينو د انداخت له امله (۶) تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي

- دمیدان وردګو ولایت دنرخ په ولسوالۍ کې د دایساف په هوايي عملیاتو کې (۳) تنه وسلوالو مخالفین وژل شوي او (۴) نور یې ټپیا ن شوي دي

د نرخ ولسوال محمد حنیف حنفي په ویناء چې دنرخ ولسوالۍ دکریمدادو په سیمه  کې پرون یوه بجه مهال دایساف ځواکونو په پلې ګزمه باندې وسلوالو مخالفینو برید وکړ چې سمدستي ایساف ځواکونو چورلکو یاد مخالفین په نښه او په دغه برید کې (۳) تنه وسلوال مخالفین هریو شریف الله، کمال او ننګیالی  پکې وژل شوي او (۴) نور هریو حفیظ الله، وحیدالله،سیدکریم او فاروق پکې ټپيان شوي او همدارنګه یوتن ملکي کس نویدنامې ۱۸ کلن هلک هم د انداخت پرمهال ټپي شوی دی.

همدارنګه په دغو عملیاتو کې (۵) تنه نور شکمن کسان هم نیول شوي دي او په دغو عملیاتو کې ایساف ځواکونو ته کوم تلفات ندي اوښتي

دیوبل خبر له مخې : دجغتو ولسوال راز محمد وزیري په ویناء چې پرون ۱ بجه د جغتو په ولسوالۍ باندې د دولت وسلوالو مخالفینو دهوان بریدونه کړي چې له  دمخالفینو دهوان مرمۍ په بازار لګیدلی ده چې پکې (۶) تنه ملکي کسان هم  ټپيان شوي دي چې دټپیان روغتیايي وضعیت یو څه داندیښنې وړ دی.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد
    • احزاب افغانستان نامزد واحد در انتخابات ریاست جمهوری معرفی می‌کنند: احمد ضیا مسعود
    • ناټو: د امنيتي تړون لاسليکول د افغانستان او امريکا ترمنځ دوه اړخيزه اړيکه ده
    • سیلابونو په پکتيکا ولایت کې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي