نيكمرغه اختر په لومړۍ ورځ چې په فارياپ كې د جامع جومات په مخه كې كوم بريد تر سره شو ۵۰ تنه هيوادوال يې قرباني شول او په لسګونو نور ټپيان شول. زموږ په لسګونو كورنۍ په وير كيناستې او په ريښتنې معنا له دې جنايت سره پر افغان ولس د اختر ورځ په غم بدله شوه.
متاسفانه له تيرو ۳۴ كلونو راهېسې زموږ ولس په همدغسې ماتم كې پروت دى. كه يې لومړي ۱۴ كلونو د هيوادو د ملي او ديني نواميسو څخه د دفاع روا جګړه وبولو بيا هم ورستي ۱۹ كلونه زموږ هيواد د استخباراتي كړيو په پردۍ جګړه كې وينې وركوي.
په يوه بې تعريفه جګړه كې وژل كيږي. كورنۍ مو ميراتې او خويندې ميندې مو د خپلو عزيزانو په وير ناستې دي.
د دې بې هدفه جګړې ختمول اړين دي كه نه زموږ ولس به خپل هويت او تاريخ پكې وبايلي، د دې بدمرغيو ټپونو او ماتمونو ټكور يوازې پردې نشي كيداى چې ولسمشر يا د قاتلانو د غندنې او د پيښې د پلټنې حكم وركړي او يا د قربانيانو له پاتې عزيزانو سره ويني او تسليت وركوي.
دا د سمدستي تسليت چاره كيداى شي خو تركومه به افغانانان په اختر او محرم كې په ماتمونو محكوم او د خپلو عزيزانو په وير ناست وي؟
تر كومه به ولسمشر او يا نور چارواكي د تسليت پيغامونه وركوي؟
د اختر په مناسبت د دولت د دوو وسله والو مشرانو ملاعمر او انجينر حكمتيار پيغامونه خپاره شول. حكمتيار د جګړې پايته رسول غوښتي او ملاعمر بيا لږ تر لږه د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوى- د فارياب بريد د دغه دواړو پيغامونو كلك مخالفت ؤ. معنا دا چې تر اوسه د افغانانو د وژلو جنوبي تنده هماغسې د وينو جامونه غواړي. كه دا د طالب كار ؤ چې تراوسه يې پړه نه ده منلې، نو د خپل مشر پيغام ته اعتنا نه لري او كه د طالب كار نه وي بيا خو معلومه ده چې زموږ د ولس دښمن په ټول وحشت غواړي دغه د مرګ لوبه دوام وكړي.
د ماتمونو او مرګونو بهير دوام وكړي تر څو دغه ولس له خپلو ديني او ملي نواميسو نه د دفاع او ساتنې شيمه له لاسه وركړي.
آزادۍ راډيو د فارياب د پيښې په اړه ډېره لنډه پرځاى تبصره درلوده چې افغان حكومت مخالفينو ته د اختر په مناسبت په پيغام كې د سولې او خبرو اترو پيغام تكرار كړ، خو هغوى يې ځواب په د داسې خونړي بريد وركړ، د داسې بريدونو پړه خامخا پر همدوى ور اړوي، كه وسله وال مخالفين نه غواړي چې د عام ولس د بې ګناه مرګونو د خون تور پرې پورې شي يوازينۍ لاره يې همدغه ده چې دوى ډير ښكاره بايد د سولې او تفاهم لاره خپله كړي. له دې استخباراتي لوبې خپل براءت اعلان كړي.
په پاى كې دا يادونه هم اړينه بولو چې د افغان ولس يوازې د مرموزو بريدونو قرباني نه دي د بهرنيو ځواكونو وحشت يې د دوهم اړخ دى چې په دې وروستيو كې يې ډير زور اخيستى، وروستي سارى يې له عرفې يوه ورځ وړاندې د حيران وردګو په چك ولسوالۍ كې د لسګونو تنو وژل دي چې په هغو كې تر نيمايي زيات ملكي وګړي وو. دغه ماتمونو اووحشتونو نور په هره بيه چې وي بايد پاى ومومي، ځكه چې دوام يې افغان ولس ته ډيرې خطرناكې پايلې درلوداى شي.