Posts | Comments | E-mail /

آيا امریکایی پوځ به د هلمند برى وساتلاى شي؟؟؟! د هلمند څخه بشپړ راپور

Posted by on Jul 31st, 2009 and filed under افغانستان در آیینهء مطبوعات جهان, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

   

 د عزيز احمد شافي، محمد الياس داعي او عزيز احمد تسل راپور:

 

کله ناکله يو حقيقت (پديده) وروسته راڅرګنديږي. ځايي اوسيدونکي د بهرنيو سرتېرو په ليدو خوښ دي. د هلمند ولايت په سهيلي ولسواليو کې د جولاى د مياشتې په پيل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سمندري پوځ له خوا د خنجر په نامه پيل شوي عمليات تراوسه په خپلې ژمنې ولاړ دي او د دښمن له منځه وړلو دمخه د ولسي خلکو د سر ساتنه کوي.

د خانشين د ليرې پرتې ولسوالۍ يو اوسيدونکي، چې د عملياتو له پيل يوه ورځ وروسته سمندري ځواکونو (له طالبانو) پاکه کړه، وويل: “کله چې د لومړي ځل لپاره امريکايي پوځونه زموږ کلي ته راغلل موږ ډېر وډارېدو.”

هغه وويل: “نه جګړه وه، نه طالبان. سرتېرې شاوخوا ګرځي، خو تر اوسه يې چاته زيان نه دى رسولاى. هغوى کورونه، نه تالاشي کوي. خلکو ته وايي چې د دوى د امنيت لپاره راغلي دي، ترڅو په ولسمشريزو ټولټاکنو کې ونډه واخلي. هغوى دا هم ويل: که تاسو موږ ته ستونزې پيدا نه کړئ، نو موږ به هيڅکله تاسو ته ستونزې پيدا نه کړو. موږ اوس ډېر خوشال يو.”

خانشين، چې د هلمند ولايت تر ډېرو لويه ولسوالي ده، لږ نفوس لري او زياتره دښته ده. کلي يې تيت او پرک پراته دي، هغه هم يو بازا راو يو څو هټۍ لري. دا له پنځو ولسواليو څخه يوه هغه وه، چې د خنجر په نامه عمليات په کې پيل شول. نورې څلور يې ناوه، ګرمسېر، ديشو او مارجه دي.

د هلمند ولايت د امنيې قوماندان، اسدالله شېرزاد وويل اوس ناوه، ګرمسېر او خانشين پاک او ثبات په کې راغلى دى.

هغه خبريالانو ته وويل: “په پاکو شوو سيمو کې مو د تالاشۍ پوستې جوړې کړي دي. پوليس کولاى شي اوس دا سيمې له طالبانو پاکې وساتي.”

د خنجر په نامه عمليات په جولاى کې له پيل راوروسته له لږ مقاومت سره مخامخ شو. د متحده ايالتونو د پوځونو بې خړته شمېر بېشکه طالبانو ته دا سوچ ورکړى دى، چې مخامخ جګړې ته حاضر نشي. تر ټولو حيرانوونکي خبره داده چې هلمنديانو د مخالفت په پرتله د سرتېرو زيات هرکلى کاوه، چې د تېرو اتو کلونو راهيسې خپه او په غوسه وو.

د ناوې ولسوالۍ اوسيدونکې تاک (تاج) محمد وويل: “امريکايان ډېر ښه خلک دي. هغوى له موږ سره د ملګرتيا په ډول لاسونه راکوي او خبرې راسره کوي. موږ سره يې مرسته وکړه چې ددې ظالمانو له منګولو څخه بېغمه شو.”

په ٢٠٠١ کال کې د امريکا د متحده ایالتونو تر مشرۍ لاندې ايتلاف له خوا له واکه غورځول شوي طالبان بېرته په ٢٠٠٦ کال کې په زوره هلمند ته راغلل. د تېرو درېو کلونو راهيسې ځايي اوسيدونکې په پرله پسې توګه پر پوځي عملياتو ځپل شوي، چې يوازې د يو څو مياشتو لپاره به يې هغه سيمې له طالبانو څخه پاکولې. تر دې دمه د هغوى شتو او څارويو ته ډېر زيات زيانونو رسيدلي او د ناسم تشخيص له مخې په هوايي بمباريو او بريدونو کې کې زيات شمېر ولسي خلک وژل شوي دي.

يوه پلا چې به بهرني ځواکونه ووتل، ياغيان به بېرته راغلل. زياتره به يې له دښمن سره له شکمنو مرسته کوونکو څخه غچ اخيست.

په دې توګه د هلمنديانو د صبر کاسه ډکه شوه. که د خنجر عمليات يې په دوامداره توګه له طالبانو څخه بېغمه کړي، ښايي يو څه ستونزې وزغمي. که يو ځل بيا لکه د پخوا په څېر ځانته پرېښودل شي ښايي بهرنيانو ته بل چانس ورنه کړي.

د عبدالجبار په نامه يو کورناستې (متقاعد) افسر وويل: “د برياليو عملياتو معيار دادى چې که هغوى کومه ولسوالي ونيسي هلته پاتې کيږي او ساتي يې. که کومه سيمه پاکه کړي او هلته خپل پوځونه پرې نږدي، نو دښمن بېرته راګرځي او آن ښايي کارونه له پخوا ناوړه شي. دا کار په خلکو کې ډېر خراب احساس پرېږدي، ځکه هغوى ته د نيواکګر ځواک په سترګه ګوري.”

جبار د خنجر د عملياتو په اړه شکمن و. هغه وويل، د متحده ايالتونو ډېري سمندري ځواک داسې وښوده چې د دښمن په اړه سم معلومات نه لري.

جبار وويل: “باوري ده، چې (متحده ايالتونه) زيات پوځ لري، عصري وسلې لري، توپخانې، ټانکونه او هوايي ځواک لري، خو وګورئ! دا د يو پنځو ولايتونو سرتېري دي. طالبان هغومره غښتلي نه دي، چې د جګړې لپاره ورته دومره سرتېرې راشي.”

خو ياغيانو د خپلو بهرنيو غليمانو د پوځونو د لږوالي له امله د پايښت د پام وړ وړتيا ښودله، نوځکه په دې هکله قضاوت له وخت څخه دمخه خبره ده.

د هلمند ولايت مرکز، لښکرګاه يو سياسي شنونکي، چې د نوم د نه ښودلو په شرط يې خبرې کولې، وويل: “طالبان هيچېرته هم نه دي تللي. هغوى همدلته دي. هر يو يې په خپل ځاى کې دى. هغوى بهرنيان نه دي. هغوى په ټولنه کې دي.”

د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي وويل، جګړه لا تر اوسه پيل شوې نه ده.

هغه وويل: “موږ لا تراوسه جګړه پيل کړې نه ده. موږ د خنجر د عملياتو په وړاندې د پولادي جال ترنامه لاندې خپل عمليات پيلوو. موږ به د هغوى “خنجر” په خپل “جال” کې ونيسو.”

قاری یوسف احمدي ومنله چې طالبان په دې وخت کې د مخامخ بريد وړتيا نه لري، څو په ټينګار يې وويل، چې هغوى په خپل توبري کې پوره تکتيکي غشي لري.

هغه وويل: “موږ به هر شى وکاروو. راکټ، ميزايل، ځانمرګي بريدونه، چريکې بريدونه او مخامخ جګړه.”

يوه وسله چې طالبانو کارولي او ښه اغېز يې لرلى، هغه د سړک د غاړې چاوديدونکي توکي دي، چې د بهرنيو ځواکونو ګاډي تر بريد لاندې نيسي.

شرف چې خپل ټپي زوى يې له ناوې (ولسوالۍ) څخه لښکرګاه ته راوړى، وايي: “که دا ځلې مو امريکايان له طالبانو څخه وژغوري، زما مړينه پروا نه کوي. دې ظالمانو زما د زوى پښه واخيسته. هغوى په سړکونو ماينونه ښخوي. دا نه ګوري چې په دې سړکونو ولسي خلک هم ځي او راځي؟”

د متحده ايالتونو د سمندري ځواک لاندې سيمو کې اوس طالبان ډېر ځانونه نه ښيي او د هلمند په نورو برخو کې يې جګړې پيل کړي دي.

په لښکرګاه باندې هره ورځ د راکټونو باران وي، سره له دې يې هم تر اوسه لږ زيان اړولاى دى.

تر ټولو مهمه د ولايت په مرکزي او شمالي برخو کې برتانويان له خونړۍ او سختې جګړې سره مخامخ دي، د “پنجۀ پلنګ” ترنامه لاندې يې خپل عمليات پيل کړي دي.

داسې ډېر شمېر خلک شته چې په سهيلي هلمند کې د طالبانو حضور د داسې يوې نښې په توګه ګوري، چې له جګړې سره يې مينه له لاسه ورکړې وي.

په لښکرګاه کې يو ميشت ليکوال، احسان الله احسان وويل: “که طالبان مقاومت نه کوي نو دا ددې معنا لري، چې هغوى نور جګړه نشي کولاى.”

د پوليسو يو پخواني قوماندان، چې د نوم د نه ښودلو په شرط يې خبرې کولې، داسی وويلی، طالبانو خپل روحيه له لاسه ورکړې ده.

هغه وويل: “طالبانو خپل مورال له لاسه ورکړى دى. زموږ سرچينې وايي چې ياغيان د مارجې له ولسوالۍ وځي او لارښوونه ورته شوې چې جګړه ونه کړي. هغوى ډاريږي چې و به وژل شي.”

په هلمند کې د ملا عبدالله په نامه د طالبانو يو قوماندان وويل، دا هسې بابېزه ده.

هغه په يوې تيليفونې مرکې کې وويل: “موږ خپل عمليات پيل کړي دي. ترهغه به ورته دوام ورکړو، چې بهرنيان مو نه وي شړلي.”

دمګړۍ د هلمند اوسيدونکې او څارونکي د خنجر عمليات بريالي بولي، خو دا چې برياليتوب ته رسيږي، ډېره لار لا په مخکې پرته ده.

د لښکرګاه نوموړي سياسي شنونکي وويل: “خلک د قضاوت په اړه صبر کوي. هغوى نشي ويلاى چې ايا دا عمليات ښه و که بد. هغوى ډاريږي، چې سرتېري به يو څو ورځې هلته پاتې شي او بيا به بېرته وځي. بيا به هم موږ يو او طالبان.”

زياتره خلک دې ته ګوري چې امريکايان د رښتينې پراختيا لپاره څه کار کوي.

د ملا شين ګل په نامه د نادعلي د ولسوالۍ يو اوسيدونکي وويل: “دا لا د (لوبې) پيل دى. امريکايان بايد د خلکو په خوښه په بيارغاونې پيل وکړي. هغوى بايد دلته په ولسوالۍ کې مرکزونه پرانيزي. هر يو طالب پسې لاړ شي او ويې وژني. په لڼده موده کې به بيا ناوخته شوى وي. خلک به باور له لاسه ورکړي.”

د هلمند والي، ګلاب منګل په دې ورځو کې ډېر خوشاله ښکاري. هغه د خنجر د عملياتو په اړه ډېر خوشبين بريښي او په لښکرګاه کې يې د رسينو يوې غونډې ته وويل، د ولسواليو له پاکېدو سره سم به حکومت د نوم ليکنې بهير پيل کړي، ترڅو خلکو ته د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ته د اګست د مياشتې په ٢٠ نېټه د رايې ورکولو چانس ورکړي.

نوموړي په لښکرګاه کې د يو سړک د پرانيستنې په مراسمو کې خبريالانو ته وويل: “شرايط مخ په ښه کېدو دي. لښکرګاه به په نږدې راتلونکې کې ثابته برښنا ولري. د غاړې سړکونه به پاخه شي. هرڅه به ښه شي.”

زيات شمېر هلمنديان پوښتنه کوي، د متحده ايالتونو د سرتېرو تر وتلو به څه پېښ شي، چې ښايي لاړ هم شي.

چارواکي وايي کله چې افغان ملي اردو مسؤوليت پر غاړه واخلي، نو د کورنو د لټولو او تالاشۍ پوستې به جوړې کړي او باوري ده چې د خلکو د خپګان لامل به شي.

د محمد ګل په نامه د ناوې د ولسوالۍ يو اوسيدونکي وويل: “دا پلا امريکايانو څوک ازار نه کړل. خو که ملي اردو راشي او د خلکو د کورنو په تالاشۍ پيل وکړي نو د خلکو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي. افغانان، په تېره بيا پښتانه، د کورنو تالاشي نه خوښوي.”

کليوال هم له ملي پوليسو څخه شکايتونه کوي، چې په عمومي توګه د بېکفايتۍ او فساد له امله پرې هر څوک پړه اچوي.

د ناوې د ولسوالۍ يو اوسيدونکې، فدا وويل: “پوليس خلکو ته ازار ورکوي. څوک چې پګړۍ يا اوږده ږېره ولري، ودروي يې. پر هغوى تور لګوي، چې طالب دى. بيا ورڅخه بډې اخلي. موږ له امريکايانو او ملي اردو څخه خوشاله يو، خو پوليس مو بدي ايسي.”

د خلکو د زړونو په لاسته راوړلو کې د امريکايانو تاکتيک د کليوالي شورا جوړول دي. دا شورا د ټولنې لپاره پرېکړې کوي. د متحده ايالتونو پوځونه د شورا د بللو له لارې غواړي خلکو ته څرګنده کړي، چې هغوى د مرستې لپاره راغلي نه دا چې ولسي خلک وځپي.

خو ځايي خلک وايي ددې غونډو تر شا کوم هدف پروت دى.

نوموړي سياسي شنونکي وويل:”د شورا جوړول د امريکايانو لپاره، چې خپل غولوونکي بيانونه په کې ورکوي، مهم نه دي. هغوى بايد خپلې خبرې په عمل کې ثابتې کړي. هله به خلک پر دوى باور پيدا کړي. امريکايي شوراګانې هغه مهال اعتبار تر لاسه کولاى شي، چې د خلکو باور پرې پيدا شي. که نه نو بيځايه کار دى. زه نه وايم چې خلک به ورته رانشي، هغوى به راشي، خو غوږ به ونه نيسي.”

البته چې هرڅوک په دې دوديز محافظه کا رولايت کې د بهرنيانو پر حضور باندې خوشال نه دى.

د خانشين (له ولسوالۍ څخه) خان محمد وويل: “پرون امريکايي سرتېرې زما کورته راغلل او ويې ويل. “موږ دلته ستاسو د امنيت لپاره راغلي يو.” شا ته مې زوى ولاړ و. يو ګېلاس اوبه يې څښلې. سرتېرې وويل. “په يو څو ورځو کې د څښلو د اوبو لپاره څاګانې وکنو.” ما ورته وويل، “زموږ ستاسو د څښلو اوبه په کا رنه دي. ځه او موږ پرېږده. ستا الوتکي زما ماشومان ډاروي. هغوى آن بهر نشي وتلاى.”موږ خدايي خدمتګاران يو. څه چې هغه (خداى) غواړي هغه به کيږي. موږ هيڅ هم نشو کولاى. که طالبان وي او يا دا [امريکايان

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • په مزار شريف ښار کې اورلګیدنې شاوخوا ٢٠٠هټۍ سوځولې
    • تحولات مصر از نظر آگاهان بحران مصر
    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار