Posts | Comments | E-mail /

بريټانيا له مجوريته، له عراق څخه خپل ځواکونه وباسي

Posted by on Jul 31st, 2009 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

لندن:-له دې امله چې د عراق پارلمان بريټانوي ځواکونو د دوامدار ميشتوالي په اړه تړون نه دی منظور کړی، نو بريټانيا له مجوريته اړه ده چې د جولای له پای مخکې له عراق څخه خپل ټول ځواکونه وباسي. د دې تر څنګ د عراق چارو په اړه د بريټانيا پلټونکې کمېټې مشر هم د جولای په دېرشمه نېټه اعلان وکړ چې د ده کمېټې د عراق په جګړه کې د بريټانوی حکومت د ښکېلولو په هکله پلټنې پيل کړی دی. د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د لويديځې اروپا چارو د څېړنيز مرکز کارپوه ښاغلی “هو دا وی” داسې نظر لري چې له عراق څخه د بريټانوي ځواکونو ايستنه څواړخيز لاملونه لري او دا د بريټانيا لپاره د خوښۍ وړ نه ده. د عراق چارو په اړه د بريټانيا کمېټې اړونده ځانګړې پلټنه به د دغه هېواد پر سياسي حالت اغېزه وکړي. له دې څخه څرګندېږي چې بريټانيا اوس د عراق جګړې او له امريکا سره د خپلو اړيکو په اړه بيا له سره کتنه کوي او د ترهګرۍ پر ضد د بريټانيا راتلونکې تګلاره به د امريکا تر مشرۍ لاندې نه وي.

د بريټانيا او عراق ترمنځ د اړوند تړون له مخې، په عراق کې زياتره ميشت بريټانوي ځواکونه د روانې مياشتې په دېرشمه نېټه له دغه هېواد څخه وتلي دي. د ښاغلي “هو دا وی” په اند، د څواړخيزو لاملونو له امله بريټانوي ځواکونه له عراق څخه وتلي دي چې دا د بريټانيا لپاره په اصل کې د خوښۍ وړ کار نه دی. د هېواد دننه د بريټانيا حکومت له ستر فشار سره مخامخ دی او په عراق کې د دغه هېواد حکومت هم د بريټانوي ځواکونو په ګډون له ټولو بهرنيو ځواکونو څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژر دې ووځي. برسېره پر دې، د ترهګرۍ پر ضد د امريکا ستراتيژيک مرکز افغانستان ته انتقال کړی دی.

د بريټانيا حکومت د هېواد دننه له ستر فشار سره مخامخ دی. بريټانيا داسې يو هېواد دی چې په عراق کې يې د امريکا په مشرۍ د څو هېوادونو ائتلافي نړيوالو ځواکونو په پوځي عملياتو کې تر ټولو زيات سرتېري ټپيان يا وژل شوي دي. خپلو سرتېريو ته د مرګ ژوبلې شمېر پر بريټانوي حکومت زيات فشار اچولی دی. په حقيقت کې د عراق حکومت تل غواړي امريکا او بريټانيا د خپلو ځواکونو د ايستلو په اړه يو مهال ويش وټاکي.

له عراق څخه د ټولو بريټانوي ځواکونو له وتلو وروسته د بريټانيا ځينې چارواکي لا هم غواړي د عراق په بلنه د دغه هېواد د پوځ د روزلو لپاره پاتې شي. ښاغلي “هو دا وی” څرګنده کړه چې د عراق په وړاندې د لږ شمېر بريټانوي سرتېريو پاتې کېدل دومره زياته سياسي اغېزه نه لري، خو دا د امريکا لپاره يوه ډېره مهمه نښه ګڼل کېږي.

دا چې په عراق کې لږ شمېر بريټانوي سرتېري پاتې شي، په سياسي برخه کې ډېر اهميت لري. خو پوځي اغېزه يې دومره زياته نه ده. دا چې د بريټانيا يو شمېر سرتېري په عراق کې پاتې شي، له امريکا څخه د بريټانيا د سياسي ملاتړ معنی ورکولای شي.

د جولای په دېرشمه نېټه له عراق څخه د ټولو بريټانوي ځواکونو د وتلو پر همدې مهال د عراق چارو په اړه د بريټانيا پلټونکې کمېټې د عراق په جګړه کې د خپل هېواد د حکومت د ښکېلولو پلټنه پيل کړې ده. ښاغلي “هو دا وی” دی ته اشاره وکړه چې د دغې پلټنې وخت د بريټانيا د ټولټاکنو د پيل وخت ته ډېر نژدی دی. له اوسني حالت سره سم د لومړي وزير ګوردن براون په مشرۍ د بريټانيا اوسنی حکومت دغې مسئلې ته پاملرنه کړې ده، نو پر ټولټاکنو د يادې شوې پلټنې اغېزه به دومره زياته نه وي.

د ښاغلي “هو دا وی” په اند، دغه پلټنه د عراق جګړې او له امريکا سره د خپلو اړيکو په اړه د بريتانيا بيا غور دی. اوس مهال د ترهګرۍ پر ضد د امريکا ستراتيژيک مرګز له عراق څخه افغانستان ته انتقال کړی دی او د بريټانيا اړوندې تګلارې به هم په راتلونکې کې لږ څه تنظيم شي. د بريټانيا اوسنی حکومت به د تېرې دورې حکومت په څېر له امريکا سره نژدې اړيکې و نه ساتي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه
    • وقوع حمله انتحاری در نزدیک میدان هوایی قندهار