Posts | Comments | E-mail /

ایټالیا د خپلو سرتيرو پر ايستلو غور کوي

Posted by on Jul 31st, 2009 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

روم+کابل :-اسوشېټيډپريس اژانس پخپل يو تازه راپور کښي د ايټاليا د لومړي وزير سیلویو برلوسکوني له خولي ليکي چي ايټاليا په پام کښي لري څو تر انتخاباتو وروسته د افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د وتلو پر ستراتيژۍ غور وکړي؛ چي دده په وينا دا وتل به ددوی د نړيوالومتحدينو سره د جوړ-جاړي په ترڅ کښي صورت نيسي .

د لوموړي وزير برلوسکوني دا نوی وړانديز د ايټالوي سرتيرو د ایستلو پر سر د ايټاليا د خپلمنځي خبرو-اترو ادامه تشکيلوي؛خو لومړي وزير پخپلو مخکنيو خبرو کښي خپلو نړيوالو متحدينو ته ډاډ ورکړئ وو چي ايټالوي سرتيري به ددوی تر څنګ پاته کيږي .

ښاغلي برلوسکوني د خپل ګوند د سناتورانو سره په یوه ګډه ناسته کښي وويل چي تر افغان انتخاباتووروسته به دې ته موقع مساعده وي چي د خپلو نړيوالو متحدينو سره د وتلو پر دې ستراتيژۍ فقط يو نظر وسي .

ايټالوي سرتيري په هرات او کابل ولاياتونو کښي ځای پر ځای دي چي د اګسټ د ۲۰ مي نېټې انتخاباتو د امنيت ساتلو دپاره به نور ۵۰۰ تازه دمي سرتيري هم افغانستان ته را واستوي .

تر اوسه پوري ۱۴ ايتالوي سرتيري په جګړه کښي وژل سوي؛ چي وروستی هغه يې ددې مياشتي په اولو کښي د سړک غاړي په يوه بم کښي ووژل سو .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • تبرئه روحانی پاکستانی در محکمه این کشور
    • جنګسالاران دا ځل واك ته پارلماني پلمه كوي
    • وروستيو سيلابونو دګرديز اوخوست دلوى سرک ترټولو لوى پُل نړولى دى
    • بدون شرح
    • درگیری های شدید در سرحد هند و پاکستان
    • افغانستان به تاجکستان گاز صادر می کند
    • وقوع انفجار شدید در شاهراه کابل-مزارشریف
    • وزیر اطلاعات و کلتور تونس توسط یک هنرمند لت و کوب شد
    • هشدار های طالبان را بطور جدی تحت بررسی داریم: سخنگوی ریاست جمهوری مصر
    • عمر داوودزى راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد دى