Posts | Comments | E-mail /

پاكستان ولې د ډاكتر عبدالله پلوي كوي؟

Posted by on Jul 31st, 2009 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

 

داسې ښكاري چې زموږ  د هېواد دوه مهم ګاونډيان ايران او پاكستان چې زموږ د هېواد په امن او بد امنيو دواړو كې ډير مهم رول لري په راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو كې له ډاكتر عبدالله څخه ملاتړ كوي.

د ايران دريځ خو په دې اړه له ورايه معلوم دى، د پاكستان په باب پوښتنه داده چې ولې له ډاكتر عبدالله څخه ملاتړ كوي او د نوموړي په راتلوكې څه ګټې ويني؟

دې پوښتنې ته تر ځواب مخكې څو ټكيو ته اشاره لازمه ده:

د لومړي حل لپاره د روان كال د مى په مياشت كې د پاكستان يوه سياسي كارپوه مشاهد حسين چې د هغه هېواد له واكمنو كړيو سره نږدې اړيكې لري په يوه تلويزيوني بحث كې دغه خبره را پورته كړه چې د افغانستان د راتلونكي ولسمشرۍ لپاره ډاكتر عبدالله تر ټولو وړ نوماند دى، د هغه ظاهري استدلال داؤ چې د نوموړي مور له يوه قوم او پلار يې له بل څخه دى، همدغسې هغوى اوس له تيرو ناكاميو  څخه ډير څه زده كړي دي!!

ورپسې د پاكستان په جيو ټلويزيون كې په يوه بل بحث كې همدغه خبرې تكرار شوې، د عوامي نشنل ګوند يوه تن په دې بحث كې له دې نظرونو سره د مخالفت په دود وويل چې تاسو بيا هم غواړۍ په افغانستان كې اورونه بل او مرګونه روان وي.

په دې وروستيو كې د پاكستان ديوه ځانګړى تلويزيون يوه با خبره مسوول يو شمير افغانانو ته ويلي چې له ډاكتر عبدالله څخه د پلوى او ملاتړ خبرې هسې تشې خبرې نه دي، څو ځله تګ را تګ شوى دى، او دا له اوسني ولسمشر څخه د مايوسۍ او خفګان خبره ده، دا چې د هغه هېواد او افغان چارواكيو ترمنځ په وروستيو رسمي ليدنو كتنو كې څه ويل شوي او يا څومره هيلې ښودل شوې بيله خبره ده، خو پاكستان په څو دلايلو ډاكتر عبدالله تر ولسمشر كرزي او يا كوم بل نوماند غوره بولي.

لومړى دا چې دا به كټ مټ د 1371 لمريز كال تجربه تكرار كړي، د ډاكتر عبدالله له بريا سره به د ډيورنډ پر كرښه پراته ولايتونه نور هم له مركز سره دښمنيو اوجګړو ته چمتو شي، ځكه چې د ډاكتر عبدالله نفوذ او ملاتړ هلته په نشت حساب دى.

دوهم دا چې د ډاكتر عبدالله د پارلماني غير متمركز نظام شعار چې محلى ادارې به پكې انتخابي وي اصلاً په همدغسې بحراني وضعيت كې د هېواد د ټوټه كيدو لپاره زمينه برابروي، پاكستان ښايي له يوه نوماند سره هم خواخوږي، دوستي اويا ملګري و نه لري، خو د ډاكتر عبدالله كاري پلان او شعار د دوى لپاره تر نورو سل ځله په زړه پورې دى،ځكه چې په افغانستان كې مرګونو لوبو ته دوام وركولاى شي.

څوموده وړاندې چې د پاكستان سفير پنجشېر ته سفر كړى ؤ، اصلي موخه يې همدغه وهچې اړيكې نورمال كړي! دا چې په ولس كې د ډاكتر عبدالله نفوذ څومره او دده د بري چانس څومره دى؟ بيله خبره ده، خو ګاونډيانو په تيره پاكستان ته تر ټولو مناسبه څېره همدى دى.

 

 

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خروج نیروهای پولندی قبل از پایان ماموریت نظامی آنها
    • امریکا آمادهٔ پذیرش یک رئیس جمهور زن است:- میشل اوباما
    • کشته و زخمی شدن ۱۰ نفر در نتیجهٔ انفجار ماین کنار سرک در ولسوالی مارجه ولایت هلمند
    • ولسوال نام نهاد طالبان برای ولسوالی بغلان مرکزی کشته شد
    • سازمان امنیت ملی امریکا پروگرام های نظارتی خود را قانونی اعلام کرد
    • آغاز تمرینات نظامی تحت عنوان رفاقت نظامی ۲۰۱۳
    • نیروهای کودتاچی مصر مسجد فتح قاهره را تحت محاصرهٔ خود در آورده اند
    • طالبان ۱۰ تن از کارکنان یک شرکت سرک سازی را در ولایت هرات گلوله باران کردند
    • باز داشت ۱۰۰۰ تن از هواداران اخوان المسلمین در مصر
    • تعداد از مشاورین امریکایی برای مهار تهدید روز افزون القاعده در عراق مستقر می شوند: وزیر خارجه این کشور