Posts | Comments | E-mail /

خوست والي :کشفي ادارې دامنيتي سکتور سترګې دي

Posted by on Oct 3rd, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست ښار( واکمن):-ټولې کشفي ادارې بايد ددقيقو اطلاعاتو،منظمو تدابيري او وقايوي امنيتي پلانونو په اساس په مرکز او ولسواليوکې عمليات شديد ،کشفي فعاليتونه زيات او د ولسونوپه همکارۍ دې داسلام ،بشريت  سولې اوامن د دښمنانو د ويجاړونکو پلانونو په شنډولو کې تلاش زيات کړي ،دغه څرګندونې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دتلې دمياشتې په ١١نېټه دخوست ولايت دګډې همغږۍ په مرکز کې دکشفي ارګانونو دمسوولينو سره په ګډه امنيتي غونډه کې وکړې.

د کشفي ارګانونو ترمنځ داطلاعاتو دشريکولو په جوړه شوې غونډه کې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ،امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمدځاځي ،دملي امنيت رئيس جنرال عبدالواسع احمدزي اودګډې همغږۍ دمرکز مرستيال بريدجنرال غازي مير ځدراڼ ،دنړيوالو ځواکونو استازي  په دې خاطر ګډون کړى و ترڅو دکشفي ارګانونو او ادارو د فعاليتونو ،وروستيو اطلاعاتو ،راتلونکو پلانونو،عمومي امنيتي حالت  او تهديداتو په تړاو ديادو ارګانونو دمسوولينو ګزارشونه ،اطلاعات ،معلومات او پلانونه ارزيابي کړي.

دکشفي ارګانونو جلسه دپاک قران دمبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه ،ورپسې دتيرې ورځې دناوړه او خواشينونکې پېښې دشهيدانو پاک روح ته دعا،زخميانوته دعاجلې روغتيا اودپېښې عاملينو ته دسختې سزاء غوښتنه وشوه ،دجلسې برخوالو په دغه ولايت کې وروستى ځانمرګى بريد داسلام اوبشريت دښمنانو کار وبللو کوم چې دټولو اسلامي اصولو خلاف يې زمونږ په لسګونو بې ګناه کورنۍ دغم په ټغر کېښنولې ،دوى په خپلو خبرو کې ولس ته ډاډ ورکړ چې دتل په شان به ددوى دسراومال دساتنې په برخه کې تلاش وکړي ،له خلکويې وغوښتل ترڅو دداسې ناوړه پېښې په مخنيوي کې خپل اطلاعات له امنيتي ځواکونوسره شريک کړي.

بيا داجنډا سره سم دټولو کشفي ارګانونو اوادارو مسوولينو اومنسوبينو په خپل وارسره په خپلو کاري استقامتونو کې په دغه ولايت کې دامنيتي حالت دټينګښت  په عرصو کې دلاسته راوړنو ،ترلاسه شويو اطلاعاتو او ددښمن دمخفي حرکاتو په تړاو توحيدي اوتحليلي ګزارشونه وړاندې کړل. دوى په دغه ولايت کې امنيتي حالت په عمومي کچه دډاډ وړ ياد کړ او دامنيت دلازيات ټينګښت په خاطريې دزياتو تلاشونو او اقداماتو خبردارۍ ورکړ،په جوړه شوي کشفي جلسه کې دکشفي ارګانونو منسوبينو داهم وويل چې ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې  دولسونو په همکاردترسره شويو عملياتو په پايله کې ددښمن زيات ويجاړونکي پلانونه شنډکړي ،په لسګونو ځاى پرځاى شوي ماينونه يې خنثى کړې ،خطرناکې ويجاړونکې تروريستي شبکې يې له منځه وړې دي اوپه بېلابېلو سيمه کې يې له پلان سره سم چاڼيز عمليات هم ترسره کړي، ددوى په خبره چې دا مهال په دغه ولايت کې دسولې ،امن اوثبات دښمنان زيات ځپل شوي دي او اوس مهال غواړي چې په شرمندګۍ سره دبې ګناه ملکي وګړو په منځ کې ظالمانه او وحشيانه بريدونه وکړي ،چې دغې ناروا کړنو پرضد ولسي نفرت دې کچې ته رسيدلى چې اوس مهال يې دنورو شومو بريدونو دمخينوي په خاطر له خپلو امنيتي ارګانونو سره همکاري زياته کړې ده.

دوى وويل که چيرې ولس تردې زيات دناوړه پلانونو په اړه اطلاعات له کشفي ارګانونوسره شريک کړي ،په دغه ولايت کې به هيڅ ډول امنيتي پېښې رامنځته نشي ،دکشفي ارګانونو منسبوبينو دولايت رهبرۍ ته دراتلونکو پلانونو اوفعاليتونو په اړه دمعلوماتو دورکولوترڅنګ دا ډاډ هم ورکړ چې ددوى ترقيادت لاندې به دخپل ولس دهوسا،نيکمرغۍ اوسوله ييز ژوند لپاره تلاشونه زيات کړي.

خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي دوروستۍ پېښې درامنځته کيدو په تړاو دمعلوماتو دورکولو ترڅنګ وويل چې په دې برخه کې يې جدي پلټنې پيل کړي دي ډير ژربه ددغه ناوړه پېښې اصلي پلان جوړونکي کړۍ ونيسي ،نوموړي ولس ته دا ډاډهم ورکړ چې ټول امنيتي ځواکونه دخپلو سرونو په قيمت دخپلو خلکو له سر اومال څخه دفاع کوي هيڅ چاته به ددې جازه ورنه کړي چې په دغه ولايت کې مظلوم ولسونه دغم په ټغرکېښنوي ،نوموړي دکشفي ارګانونوفعاليت ته په اشاره سره وويل چې کشفي ارګانونونه بايد په ګډ مسووليت سره نور هم تلاش وکړي ترڅو په راتلونکې کې دښمن زمونږ په مظلوم ولس ظالمانه بريدونه ترسره نه کړي. ښاغلي ځاځي دکشفي ارګانونو دفعاليتونودچټکتيا لپاره خپل مشخص وړانديزونه هم په جلسه کې مطر ح کړل.

دملي امنيت رئيس جنرال عبدالواسع احمدزي کشفي ارګانونه هغه قوت ياد چې په مسووليت سره کولى شي داسلام ،سولې ،امن اوثبات ددښمنانوپلانونه په هرځاى کې شنډ کړي ،نوموړي په خوست کې دامنيتي سکتور دټولو کشفي ادارو ترمنځ په لازياته همغږۍ باندې ټينګار وکړ وړانديزيې وکړ چې دحوادثوپه مخنيوي کې بايد تريوې واحدې قوماندې لاندې کاروشي اوټول اطلاعات بايد په دقيقه توګه تحليل او ارزيابي شي اوبيا د هغه په اساس واحد توحيدي اوتحليلي پلانونه چمتو شي ترڅو ټول مسوول ارګانونه په وخت اودقت سره دامنيتي ننګونو مخنيوى وکړي.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په خپلو خبرو کې دتيرې ورځې ناوړه ظالمانه اوحشيانه بريد په سختوټکوسره وغندلو اودغه بريد يې داسلام ،بشريت اوسولې ددښمنانو يو وحشيانه اوناځوان مردانه عمل ياد کړ، نوموړي وويل چې ددغه بريد په پايله کې په لسګونو بې ګناه ملکي وګړي زخميان اوشهيدان شول چې ددغه ولايت ټول ولسونه يې دغم په ټغرکېښنول. خوست والي زياتوله چې دتيرې ورځې په ناځوان مردانه بريد کې دچټک غبرګون دقطعې دپياوړي ،اتل او رېښتني خدمتګار سمونمل مبارک شاه په ګډون ٦وطن دوسته په خاوره مين سربازان هم شهيدان شول کوم چې بيرغ په اوږه يې دخلکو دسر اومال دساتنې لپاره دورځني ماموريت لپاره ښارته وتلي و،دنوموړي په خبره چې ددغه پياوړو شهيدانو ،سربازانو اتلانو خدمت به دتل لپاره دولسونوپه زړونو اودتاريخ په حافظه کې ژوندى وي؛  همداشان ښاغلي نعيمي دټولو امنيتي ،کشفي ،نظامي اوسرحدي ځواکونو مسوولينوته لارښوونه وکړه چې دتيرې ورځې دناوړه پېښې دعاملينو دپيداکولولپاره جدي پليټنې ترسره کړي ترنيول کيدو وروسته يې په سختو مجازاتو محکوم کړي.

خوست والي کشفي ارګانونو او ادارې دامنيتي سکتورسترګې وبللې کوم چې دځمکنۍ بشپړتيا دساتنې ترڅنګ دخلکو دسراو مال دخونديتوب دسپېڅلي خدمت په لاره کې کولى شي  ددقيقو اطلاعاتو ،باوري سرچينو،ژور ليد لوري ،منطقي تحليل په اساس ددښمن دډيرو ويجاړونکو پلانونو دپلي کيدو اوپېښو د وقع مخنيوى وکړي ،نوموړي دکشفي ارګانونو دمنسبوبينو لاسته راوړنې وستايلې خو دوى ته يې لارښوونه وکړه ترڅو امنيت دلازيات ټينګښت اوددښمن دناروا بريدونو دمخنيوي په لاره کې ددقيقو اطلاعاتو اوبرسۍ په اساس ګړندي اقدامات سرته ورسوي اوټول ارګانونه بايد دقوي همغږۍ په فضاء کې د تهديداتو ټول کوردينات مشخص اوپه دې رابطه دې غوره امنيتي تدابير اتخاذ کړي؛ همدا راز يې دامنيتي سکتور له مسوولينو اومنسوبين وغوښتل چې دخپل ماموريت پرمهال غفلت ونه کړي ځکه دامنيت دټينګښت په ډګرکې غفلت کول سترې امنيتي ننګونې اوتهديدات رامنځته کوي.

خوست والي داهم وويل که چيرې امنيتي ځواکونه اودامنيتي سکتور ټول کشفي ارګانونه  ددقيقو معلوماتو په اساس منظمې تلاشۍ ترسره کړي اودخپلو منسبوبينو ظرفيت سازۍ اوهماهنګۍ ته جدي توجه وکړي له يوې خوابه دناوړه پېښو درامنځته کيدو مخه ونيول شي اودبلې خوا به يادو ارګانونه په ښه توګه د وقايوي عملياتو لپاره تدابير ونيولى شي همدارنګه کشفي ادارې بايد دښار په ګډون په مرکز او ولسواليو کې ستراتيژيکي نقطې ترخپل کنترول او جدي نظارت لاندې وساتي.

ښاغلي نعيمي ددې يادونه هم وکړه چې کشفي ادارې او ارګانونه بايد خپل پلانونه په سري او خاصه توګه سره تبادله کړي اودهيڅ امنيتي ارګان تدابيري  پلان بايد څرګند نه شي ځکه چې دغه کار په عامه افکارو کې لوى تشويش رامنځته کوي.

دکشفي ارګانونو او ادارو په جوړه شوې جلسه کې  دامنيتي سکتور دپياوړتيا او د ښه ماموريت لپاره د اوږد مهاله اولنډمهاله پلانونو په جوړولوهم بحث وشو اوپه ټولو برخو کې دنړيوالو ځواکونو همکاري لازمه وبلله شوه.

برخوالو غوښتنه وکړه چې نړيوال ځواکونه دې دامنيتي ،کشفي ،نظامي ،سرحدي ځواکونه داکمال اوتجهيزته ځانګړې توجه وکړي اودلازياتې همغږۍ په چوکاټ کې دې ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې دامنيتي حالت دډاډمنتيا په خاطرفعاليت ترسره کړي.  جوړه شوې جلسه داساسي پريکړو په کولوسره پاى ته ورسيده.

واکمن

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دیوید کامرون: نیازی نیست از اوباما عذرخواهی کنم
    • په سوله بمباري وکړه !
    • نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې له لسګونو ځوانانو څخه ازموينه واخيستل شوه
    • توزیع شناخت کارت های پاکستانی در ولایت کنر
    • مشکل یونیفورم دخترانه در مکاتب افغانستان
    • پاکستان آتش بس سرحدی را دوباره نقض کرد: هندوستان
    • ولسوال دشت ارچی ولایت قندز ترور شد: خبر عاجل
    • کندهار کې د ايدز په ناروغۍ پینځه كسه مړه شوي او ۲۶ نور پرې اخته دي
    • د کابل- هرات د لويي لاري موټر چلوونکو اعتصاب کړی دی
    • په ارزګان کې د حکيم شجاعي د نيولو په موخه عمليات پيل شوي