Posts | Comments | E-mail /

په لوی لاس د ولسونو په مینځ کې د نفاق تخمونه شنیدل کیږي

Posted by on Sep 30th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

لیکوال ابراهیم نعیمي


زموږ د ګران هیواد خلک ویرجن دي، د هر زعیم او بادار له لاسه یې غمونه ګاللي دي، ډیر، ډیر کلونه کیږي چې کوم امر، مشر او یا واکدار یي د اوښکو پاکولو هڅه نه ده کړي.خو د مرحم پر ځای یي پر ټپونو مالګې په کراتو کراتو ور دوړولي دي. موږافغانان په غمونو، دردونو او رنځونو کې زیږو او په دغه تیارو کې د نړۍ څخه سترګې پټوو.
ولې ډیره دردونکې او تاریکه دوره همدا څه د پاسه (۳۵) کاله دي چې د پایښت اندازه یي نه په ختیز او نه هم په لویدیز کې د کوم سیاستوال لخوا وړاندوینه شوی ده.
په رښتیا هم په دغو ویروونکو کلونو کې د نړۍ لویه امپراطوری په سمندر کې لاهو شول او نورې امپراطوري هم د زوال او ډوبیدولو بهیر طي کوي، خو دا فغانانو ګټه څه ده؟
په همدغه ټوله انډوخره کې موږ یوازي د خپلو شاه زلمیانو ککري خاورو ته سپارلي دي، د قومونو مخور سپین ږیري مو بي عزته شوی دي، بري مو په شرم او ناورین بدل شوی دي، د خورلڼې پوړنۍ مو پلورل شوی دي، د خلکو پرګني مو د یوې ګولې ډوډۍ په خاطر پنجابي، ایراني، روسي او امریکایي ته سر ټیټ کړي دي.
ای زما ربه! دا څه وشول؟ ولې مو د بابا توره پر پردیو وپلورل؟ ولې مو د خپلو خویندو ټیکرې ته درناوي و نه کړ؟ دا زموږ د لاسه او که د پردو دلاسه پیښ شول؟ څوک په مړو تجارت کوی؟ ولې شهید او یا مرتد مړي په مړستونونو کې په ارمه نه پریښودل کیږي؟…
دا هغه پوښتنې دي چې چې په زرګونو لیکنې ور باندي شوی دي خو د سمندر تل ته لا هیڅ لیکوال نه دي رسیدلي. زه غواړم یوازي د وروستې ولې؟ په اړوند څه ولیکم:
زه چې ورته ګورم په څو وروستیو اونیو کې پر مړو باندې د تجارت بازار ډیر تود دي پرته له دي نه چې د غمجنو ولسونو زخمونو ته څوک پاملرنه وکړي.
د هیواد ډیري رسني او په ځانګړي ډول تلویزیونې شبکې دجشنونو، سوګواري غونډو، د شهیدانو او د سولې د اونیو د پرتمینو غونډو انځورونه ښیي. یوه شپه مې یوې تلویزیونې شبکې ځانګړي پاملرنه جلب کړل. کیسه په لاندي ډول بیانوم:
« زموږ په هیواد کې د پخوا څخه دود دي چې په ځانګړیو دیني ورځو لکه د حضرت محمد(ص) دزیږیدنې او رحلت ورځ او د عاشورا ورځ په تلویزیون او راډیو کې موسیقي نه خپریږي. د تیرو اونیو په انډو خرو کې متوجه شولم چې په یوه تلویزیونې شبکه کې موسیقي ډیر لږ او حتی د یو فلم د ښودلو پر وخت هم د قهرمانانو سورناوی ږغیدلي چې همدغه شبکي په معمولي ډول رنګا رنګ د خوښیو پروګرامونه په همدغه ټاکلي وخت خپرول.
دا ډول سوګواري او ویر چې د یو جنګي قوماندان په مړینه نیول کیږي، د انسان د تحریک سبب ګرځي ځکه مقدسات ځانګړي ځای لري او زموږ انسانانو اتلولي (کیدلای شی جګړه ماري وي) یا د سولې  او … نوښتګر چې لا سرنوشت یي معلوم نه وي، زیاتي ګڼل کیږي.
په هر صورت د دغه ډول غونډو له پاره ډیر دولتي لوړپوړي چارواکي مصروف ول. برسیره پر مصروفیتونو د هیواد ټولې رسنۍ هم دغو په اصطلاح د ورځي تودو موضوعاتو ته وقف شوی وي. په لکونو افغاني او په زرګونو ډالرونو لګښت وشو، په هیواد دننه او بهر کې د غونډو لوی سالونونه مصروف ول او په زرګونو کسان د کار او ښوونې څخه وزګار د مړو په تجلیلي جشنونو اخته ول.
تر دي ټولو که ور تیر شو او یا یوځل دا کړنې په غور وڅیړو چې څومره ګټه او یا زیان یی و ټولنې ته رسولي دي؟
په خواشیني به ووایم چې د ګټې په بدل کې دغه جشنونه د ولسونو د بې اتفاقي او دښمنیو سبب شوی دي چې روښانه بیلګه یي د جمعیت اسلامي ګوند او د وحدت ګوند (تاجکانو او هزاره ګانو وړونو) ترمینځ د وهلو، ډبولو اوآن د ټپي کیدلو سبب شول.
زه چې اوږدې جګړې ته ګورم هر ګوند، ډله او قوم د خپلو مشرانو د اتلولي، شهادت او میړانې نغاري ډنګوي. د قومونو او یا ډلو اړوند کسان خلکو ته د خپل مشر د ورانیو (جنایاتو) حساب ورکولو ته تیار نه دي، خو دا چې دوی ته محبوب دي نو باید اتلولي او شهادت یي ټول افغانستان ومني. که زموږ څو کلن په وینو لړلي تاریخ ته وګورو چې زما په عمر د ټولو ژوندیو کسانو په یاد دي، ډیر کسان  د نن ورځي اتلان خو د سبا او بلي ورځې خاینان معرفي شول. ښارونه او سړکونه یي په نومونو ونومول شول خو بله ورځ یي مړي هم د مړستونو څخه راویستل شول. په هیواد کې په میلیونونو افغانانو د شهادت جامونه نوشي جان کړي دي خو زه په باور ویلای شم چې د افغان بچي که پښتون، هزاره، تاجک، بلوڅ، نورستاني، ازبک او یا بل هر قوم و، او یا هم په اسلامي ګوندونو یا د خلک دیموکراتیک ګوند پوري تړلي ول، د شاه له خوایي مرمي نه ده خوړلي. د افغاني میړانې د اصولو مطابق یي سرونه یي قربان کړي دي.
باور وکړي چې هر افغاني ګوند او قوم دومره ویاړنې لري چې کتابونه ورباندي ډکیږي خو افسوس چې ورور د ورور، افغان د افغان په مقابل کې جنګیږي.
زموږ واکداران باید د تیرو ترخو تجربو څخه په زده کړه د اتلانو او شهیدانو د تشخیص چانس ولسونو ته پریږدي. موقع ورکړل شي چې هیواد د جګړې او پردو د غلبې څخه خلاص شي په سوله او وروري به څه نا څه په عادلانه توګه د شهیدانو او مرتدو توپیر وشي.
ټول افغانان د دغې پاکې خاورې زامن دي او هر څوک د یو ښه نیت له پاره جنګیدلي دي (پرته د څو محدودو هیواد پلورونکو) نو دا ټول وژل شوي زموږ د تاریخ یوه برخه ده او په لویه پیمانه زموږ افتخارات دي.
د یو دفاعي(اربکي) په قول زموږ افغاني میرمن چې حاملداره هم وه، څو پرله پسي شپي یي یو مورچل یوازي ساتي، دا ښځه د خلک دیموکراتیک ګوند مربوط د ولسوال ښځه وه. ولې په همدغه ولسوالي کې څو ورځي وروسته کلیوالي سپین ږیري په لڅو پښو د زړو توپکانو سره د شورویانو پر ټانکونو ورځغاستل.
څومره بې انصافي به وي چې میړني افغانه میرمن او یا هم هغه سپین ږیري مرتد وګڼو. دا دافغاني مور اولادونه دي. هر یوه د خپلي موخې له پاره قرباني ور کړیده.
د دغو جشنونو په اړوند د تبلیغاتو په وجه زموږ تنکي ځوانان ګمراهیو ته سوق کیږي. هره سیاسي ډله هڅه کوي چې خپل وژل شوو مشرانو ته اتلان او د سولي د شهیدانو نوم ورکړي پرته له دي نه چې د ولسونو د احساساتو سره اړیکه ونیسي. سیاسي ډلو ته یوازې دا ارزښت لري چې د خپل خوښي د شهید له نوم څخه څومره سیاسي ګټه پورته کړي. د هیواد د راتلونکي نسل د تربیې غم د چا سره نه شته. زما د ادعا د ثبوت له پاره پاملرنه وکړي هغو غیري اړینو مارشونو ته د عاشورا، د شهید د اونۍ او نورو ورته ورځو کې.
دا ډول مارشونه او غونډې ولسونه سره لیري کوي او د دښمنیو اورونه بلوي، راتلونکي نسل د هیواد د تاریخ څخه رښتیاني زده کړه تر لاسه کولای نه شي. په بدل کې په ګروپونو، ژبو، قومونو، تنظیمونو او رنګارنګ ډلو ویشل کیږي. د ځوانانو مغزو ته د نفاق او دښمنیو د زهرو ډکې پیچکاري د هیواد د راتلونکې له پاره ډیر خطرناکه ګڼل کیږي.
یو ځل د سولې او د شهید د اونۍ ډرامې ته سوچ وکړي چې دا د شهیدانو درناوی دي، د سولې د ټینګولو هڅې دي که د ولسونو تر منځ د دښمنیو ژورول دي:
د ملارباني په یاد باندې د سولې د اونۍ د جوړولو نوښت، د یوې پوهنځي د نوم بدلون او د ملارباني په نوم نومول او د اوازو له مخي د کندهار د هوایي ډکر د نوم بدلول…
په انځور کې وګوري چې یوه ډله ځوانان د رباني نوم لیري کول غواړي خو څو ځایه مې لوستلي چې بله ډله ځوانان د نوم ملاتړي دي. دغه دی د ځوانانو په منځ د نفاق د تخم پاشل.
د ولسي جرګې یو غړي داسې وړاندیز لري:
«شاعلی لالي (حمیدزې)صلاح الدین(ربانې) ته وړاندیز کړې چې په خپل لاس دې د خپل پلارعکس د کابل پوهنتون څخه لري کړې انګیرنه یې داده چې په دې کار به د یو خوا د خپل پلار نوم وساتې او د بل طرفه به د ځوانانو تر منځ اغاز شوې جنګ ته د پاې ټکې کیږدې که داسې ونه شی پیلې یې خطرناکې دې او دا ستونزه به د هیواد هر ولایت او ولسوالۍ ته و غزیږې. ستاسې نظر دوستانو په دې هکله څه دې راسره شریک یې کړۍ. په درناوې»
د شهید د اونۍ د جوړولو نوښت (یوازي د احدشاه مسعود اونۍ ده) د هیواد دمیلیونونو شهیدانو سره جفا نه بولي چې په همدغه اونۍ کې په افغانستان او بهر کې یوازې د احمدشاه مسعود د شهادت ږغونه اوریدل کیږي.
ایا د پورته دوو شخصیتونو په نومونو باندې د منارونو، څلو، پوهنځیو، سړکونو یادول به د افشارو د زرګونو کونډو زخمي زړونه نور هم زخمي نه کړي؟
ایا په دغه کړنه به د کابل د هغو ښاریانو چې کورونه یي هم دوي ور وران کړي دي، پر زړونه اور بل نه شي؟
هغو میندو او پلرونو ته به څوک ځواب ووایي چې د همدغو جلادونو د یاغي سرتیرو په لاسونو یي لور، مږور او ماینه بې عزته او بې ستره شوی ده او حتي په وحشیانه ډول جنسي تیري ورباندي شوی دي!!!
روانې کړنې یوازې او یوازې د زخمونو تازه کول دي او بس.
په تیرو ۳۵ کلونو کې په هیواد کې هرې ډلې او ګروپ د هیواد له پاره چوپړ کړي دي او په ورانیو کې هم برخه درلودلي ده. که اوس هم د راتلونکي نسل د غلطې روزنې پړه پر غاړه واخلي نو به هیڅوخت د بخښلو چانس په لاس ور نه شي.
راشي چې په هیواد کې د سولې راوستلو له پاره په یولاس او اوز سره تر وسه هڅې وکړو کله چې هیواد مو ازاد او ارام شو نو به ولسونه د شهیدانو او اتلانو څلي په خپله خوښه پرته د کوم زورواک د فشار څخه جوړ کړي او د خلکو د خوښي شهیدان او اتلان د هیواد په تاریخ کې د همیش له پاره په زرینو کرښو لیکل کیږي.
د اوس له پاره لنډ مهاله اتلان، شهیدان او د دوي له پاره څلې به حتماً نړیږي او ولسونه به خپله د اوږدې جګړې په پایله کې مرتد اوشهید، خاین او اتل سره بیل کړي.
د هیواد واکدارانو! د خدای له پاره هغه څه مه کوي چې تاسو یي واک نه لري چې سبا ورباندي شرمنده شي. زموږ خلک په دغه یا هغه نوم او اونۍ مه سره جنګوي چې یوه ورځ به ستاسو دغه واک نه وي او ولسونه به لعنت درباندي وایي.
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد
    • احزاب افغانستان نامزد واحد در انتخابات ریاست جمهوری معرفی می‌کنند: احمد ضیا مسعود