Posts | Comments | E-mail /

د خوست ولایت د کرنې او مالدارى رياست ، خپل راپور د خوست ولايت مقام ته وړاندې کړ

Posted by on Sep 30th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.


خوست ښار( فدا محمد ساحل):- په خوست ولايت کې د اوبو ، کرنې او مالدارۍ رياست په شپږ مياشتيني راپور کې راغلي چې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د لس مليونه ، اته لکه ، شپږويشت زره ، اووه سوه شپږ شپيته  (١٠٨٢٦٧٦٦) افغانيو په مالي لګښت انکشافي پروژې پلې شوې دي همداشان د نړيوالي ټولنې په چوکاټ کې د ( اې ډي ټي ) ټيم په مرسته ٣٣ نوي باغونه جوړ شوي دي .

د زراعت رياست د مسئولينو د معلوماتو په اساس د ١٣٩١ هجري لمريز کال د حمل مياشتې څخه د سنبلې مياشتې ترپايه پورې د اووه مليونه ، څلور لکه ، اته ديرش زره ، دوه سوه (٧٤٣٨٢٠٠ ) افغانيو په لګښت اصلاح شوي تخمونه او په مرکزي باغ او ( ٨ ) ولسواليو کې د څلور لکه ،څلور اتيا زره (  ٤٨٤٠٠٠ ) افغانيو په قيمت سره د زعفرانو امتحاني پروژې پلې شوې دي .

په دغه راپور کې ليکل شوي چې د دوه مليونه ، نهه لکه ، څلور زره ، پنځه سوه شپږشپيته ( ٢٩٠٤٥٦٦ ) افغانيو په ارزښت د شين اقغانستان او جلغوزيو پروژې هم د کار لاندې نيول شوي چې په راتلونکي لنډ وخت کې به يې چارې سرته ورسيږي .

د اوبو ، کرنې او مالدارى رياست په راپور کې ددې يادونه هم شوې چې د هندوستان هېواد څخه رانقل شوي (٢٥٠٠) مټريک ټنه خوراکي غنم يې (٢٥٠٠٠ ) غريبو کورنيو ته د ټاکل شوي کميسيون په د نظارت وړاندې ويشل شوي دي چې تر ډيره بريده يې د بې وزلى مخه نيولي ده .

همداشان ( ٢٤٢٤ ) تنه بزګران د نيالګيو کښينولو او پيوند کولو ، (٥٩٧) تنه د نباتي سرې جوړولو او د تازه ميوې وچولو په برخه کې روزل شوي دي او ٦٠ تنو بزګرانو کرنيز وسايل  د( اې ډي ټي ) ادارې په مرسته ورکړل شوي دي .

 په ورته بڼه د کرنې او مالدارى په برخه کې د زراعت رياست د ترويج  او نورو څانګو مامورين د ورکشاپونو او سمينارونو له لارې ښه روزل شوي دي .

په دغه راپور کې راغلي چې د دولتي باغونو او ځنګلونو د ساتنې او احيا لپاره زيات کار شوى چې په پايله کې يې عامو خلکو او بزګرانو ته د کار کولو وړ شرايت مساعد شوي دي .

په خوست کې د زراعت رياست د ١٣٩١ هجري لمريز کال په لومړنيو دوو ربعو په جريان کې د ولسي غوښتنو د پوره کولو لپاره زياتې هڅې کړې او پلان لري چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې له دې هم لوړ خدامات د خوست خلکو ته د اوبو لګولو ، کرنې او مالدارى په برخو کې   وړاندې کړي .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د ولسي جرګې د يوه غړي دوه ساتونکي ووژل شول
    • بدون شرح
    • حامدکرزی د هندوانو او سیکانو له استازو سره په کتنه کې: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه د دې هیواد له نورو اوسېدونکو سره مساوي حقوق لری
    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې