غفور لیوال
(دیروز یکی از وکلای متکبر و بی رحم پارلمان محصلی معیوبی را که عصا چوب بدست داشت با موترش زد. محصل مذکور محمد یار نام دارد و او مانند صدها هم قطارانش نمیخواهد تا پوهنتونش به نام ربانی مسمی گردد. این محصل در حالیکه از شدت تصادم عصایش پارچه پارچه شده خود معجزه آسا جان به سلامت برد…)
ښاغلی محمد یار!
تا چې ټول عمر دافغانیت پر پولادي هوډ تکیه کړې ده، هیڅکله د خپلو لرګینو لکړو په ماتېدوسره نه راپریوځې، هغوی چې د “ډیموکراسۍ” له فضا څخه د ناوړې ګټې اخیستنې په زور په لوکسو موټرو کې ناست دي، تا او ستا سپیڅلي ملګري په موټر وهي، د ډیموکراسۍ دې اصل ته پام نه ساتي چې ستا اعتراض واوري او تا ته دا حق درکړي چې ته دې خپل پوهنتون وساتلای شې.
زما د ودان افغانستان د ستر ارمان ګرانه یاره!
ودریږه!
او مه پریوځه!
هسک وګوره!
پام کوه چې د بې تفاوتۍ او یا هم یوازې احساساتي چیغو تېر ایستونکی زرق وبرق او کمزورې بوړبوکۍ دې بېلارې نه کړي. د لومړي ځل لپاره د معقول سیاست او په سړو مغزو د تهدابي بدلون تجربه پیل کړه او زموږ په عصر کې دغه تریخ حقیقت بدل کړه چې وايي : افغانان یا بې تفاوته دي یا احساساتي، په معقول چلند او سیاست نه پوهیږي، ځکه نو بدلون نه شي راوستلای. تر ټولو معقول سیاست دا دی چې ستا تر شا د ویښو او دردمنو افغانانو ولاړ لښکر لاپسې لوی، پوه، ژمن او باورمند شي.
راپاڅېږه!
خو ډانګ یا ټوپک مه رااخله!
هېچا ته زیان مه رسوه!
زه ستا پر هوډ باور لرم!
ماته ستا د بېوسۍ او ماتو لکړو دکړس تر شا دتاریخ دکړس کړس خندا غږ راځي ، چې ستا دهمزولي نسل بریالي خو معقول، ارام او مدني پاڅون ته خوشاله دی او ستا داورمغزیو ، تشفکرو او بې پروګرامه مخالفینو ناکامۍ ته خاندي.
ودریږه!
او د لومړي ځل لپاره د افغاني مدني او وریښمین پاڅون عصر پیل کړه!
هاغه دی د تاریخ د ( آبي ) اسمان له کوزې څنډې څخه ( لمر) څرک وهلی، سباوون لرې نه دی!
ستا لېوال، ۱۳۹۱ لمریز، د تلې نهمه، کابل