Posts | Comments | E-mail /

حامد کرزی له امریکا څخه هیواد ته راستون شو

Posted by on Sep 30th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د خبرپاڼې پر اساس، جمهور رئیس حامد کرزی چې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسمبلې په ۶۷مه غونډه کې د ګډون په موخه تېره یکشنبه د تلې په دویمه نېټه د امریکا د متحده ایالاتو د نیویارک ښار ته تللی و، تیر ماښام هېواد ته راستون شو.

د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسمبلې په غونډه کې د هېواد جمهور رئیس د خپلې وینا په ترڅ کې وروستیو نړیوالو پېښو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې نړۍ د یو شمېر متعصبو وګړو د اخلاقي کمزورتیا له امله لړځیدلې ده، دا ځکه چې دوی په نړۍ کې د څه د پاسه یونیم میلیارد مسلمانانو د عقیدې پر خلاف له سپکاوي نه ډکې کړنې ترسره کړي دي.

حامد کرزي دغې پېښې وغندلې او ویې ویل چې دا ډول کړنې که د یو فلم د تولید یا د کاریکاتورونو د خپرېدو په بڼه وي او یا هم که د توهین او تحریک نور اقدامات وي؛ د بیان د آزادۍ په توګه هېڅکله هم توجیه کیدلای نه شي.

د هېواد جمهور رئیس دېته په اشارې سره چې د ترورېزم مرکزونه د افغانستان له پولو هاخوا دي، وویل: ترورېزم زموږ په کلیو او ښارګوټو کې نشته او هېڅکله یې پخوا هم شتون نه درلود. د ترورېزم سرچینې او د ملاتړ مرکزونه ټول د افغانستان له سرحدونو څخه د باندې دي.

دغه راز حامد کرزي له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په اړه وویل: موږ له پاکستان سره  د ورورګلوۍ په فضا کې خپلو اړیکو ته پوره ژمن یو، خو له هغو ننګونو څخه هم باخبره یو چې ښايي زموږ تر منځ د اعتماد او باور فضا ترینګلې کړي، لکه په دې وروستیو کې د افغانستان پر کلیو باندې راکټي بریدونه، چې کولای شي د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډ امنیت لپاره روانو هڅو ته سخت زیان ورسوي.

حامد کرزي په دې سفر کې د ملګرو ملتونو د سازمان په ۶۷ مه غونډه کې پر ګډون سربېره د ملګرو ملتونو له سرمنشي ښاغلي بانکي مون، د پولنډ او پاکستان له جمهورو رئیسانو، د بریتانیا له صدراعظم، د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیرې او یو شمېر نورو چارواکو سره په جلا جلا توګه وکتل.

په دغو کتنو کې په افغانستان کې د سولې د بهیر، د امنیتي مسؤولیتونو د انتقال د پروسې، راتلونکو انتخاباتو او په افغانستان او سیمه کې د ترورېزم او افراطیت پر خلاف د مبارزې په اړه خبرې اترې وشوې.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د ولسي جرګې د يوه غړي دوه ساتونکي ووژل شول
    • بدون شرح
    • حامدکرزی د هندوانو او سیکانو له استازو سره په کتنه کې: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه د دې هیواد له نورو اوسېدونکو سره مساوي حقوق لری
    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې